چین د افغانستان د ۹۸سلنه محصولاتو ګمرکي تعرفه نه اخلي

500

کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي چې هېواد یې د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د افغانستان د ۹۸سلنه محصولاتو ګمرکي تعرفه نه‌اخلي.

کابل کې د چین سفیر پرون پنج‌شنبه د لړم ۱۹مه پر خپله ټوېټرپاڼه ویلي چې دغه پروګرام د چین د ګټې «وېن-وېن» ستراتیژۍ پر بنسټ او د افغانستان د چټکې ودې او پرمختګ په موخه عملي کېږي.

وچه مېوه، جلغوزه، غالۍ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د هغو صادراتو یوه برخه شمېرل کېږي چې افغانستان یې چین ته صادروي.

په ورته مهال چین افغانستان ته د سوداګریزو توکو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی. ویل کېږي چې افغانستان له چین څخه برقي وسایل، جامې، خام صنعتي او نور توکي واردوي

دا په داسې مهال دی چې واک ته د اسلامي امارت له بیارسېدو راهیسې د لګېدلو بانکي او نورو محدودیتونو له کبله افغان سوداګر له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.