جـانو د جادو استاد – د ماشومانو لنډه کیسه

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

2,345

  جانو د جادو استاد

د ماشومانو له پاره لنډه کیسه

جانو د یوه بزګر زوی و، په یوه کوچني کلې کې اوسیده او د کلي ټولو اوسیدونکو به «لوی ځان ښیونکئ» باله. یوه ورځ يې پریکړه وکړه چې یو ځانګړی شی زده کړي، غوښتل يې چې د جادو استاد شي. یوه زاړه او هوښیار سړي ته ورغي او هیله يې ترې وکړه چې جادو ورزده کړي. بوډا ورغبرګه کړه چې:« که غواړې جادوګړي زده ګړي، نو لومړی باید درې ځله درې کاله د جادو ګرۍ زده کوونکی شې، بیا نهه کاله جادو ګر واوسې، ترهغه وروسته به بیا اجازه ولرې چې د جادو د استادۍ په ازموینه کې ګډون وکړې. جانو ورسره ومنله. ده دا هنر زده کاوه چې سړی څنګه د چا له غوږو، پزې او جیبونو څخه د طلا سیکې راباسلی شي او په څه ډول کوچنیان خوشالولی او په خندا راوستلی شي.

درې کاله وروسته په دې عقیده شو چې اوس يې هر څه زده کړل. د استاد نه يې مننه وکړه او ورڅخه لاړ. په ټول هیواد کې وګرځیده، د هر کلي په درمند يې خپل هنر وښود او که چا به ترې پوښتنه وکړه چې دی څوک دی، نو ده به په ځواب کې ورته ویل چې:« زه جانو د جادو استاد، د جادو لوی استاد یم، خو دلته ستاسې په وړاندې یوازې خپل واړه هنرونه ښیم، لوی هنرونه د ځانګړو ورځو له پاره ساتم.» ډیر زر د جادوګرۍ استاد جانو اوازه په ټول هیواد کې خپره شوه. پاچا هم په خبر شو او هغه يې ځانته راوباله. کله چې جانو د پاچا په حضور کې ودرید، نوله ځان سره يې فکر وکړ چې داهلک خو د جادو د استاد په څیر نه ښکارې، تر ډیره د یوه ځان ښيونکي په شان مالومیږي. پاچا مخ ورواړوه او ورته ويې ویل چې:« جانو د جادوګرۍ استاده! څلور اونۍ پخوا مې تر ټولو ښکلې ګوته را څخه غلا شوې ده. ستا په شان جادو ګر ته خو د هغې را پیدا کول چندا ستونځمن کار نه دی. د دې له پاره چې څوک مرسته درسره ونه کړي، د تکاوۍ په ژوره سوړه کې دي ننباسم او درې ورځې وخت درکوم، که دا ګوته دې راته پیدا کړه نو د دربار جادوګر به دې وټاکم او که نه نو سردې غوڅوم.» جانو د تکاوۍ په سورې کې فکر کاوه چې د ژوند يې یوازې درې ورځې پاتي دي، ځکه دا سخت چل يې په دومره لنډ وخت کې نه شو زده کولی. د باچا ګوته دهغه درې نوکرانو غلا کړې وه. ماښام يې دا یوه نوکر د جادو استاد جانو ته د ماښام ډوډۍ راوړه.

 جانو له ځان سره په دې فکر کې و چې د ژوند د وروستیو درو ماښامونونه يې یو تیر شو. سوړ اوسیلی يې وایست او ويې ویل چې:« که په رښتیا جادوګر وم، نو دا لومړی تیر شو.» نوکر چې د جانو خبرې واوریدې نو داسې پوه شو چې ګوندې مقصد يې دی و. له ډ‌اره په لړزا شو او په منډو منډو  هغه نورو دوو ملګرو ته ورغی او هر څه يې ورته بیان کړل. هغوی ورته و ویل چې:« له سره دې خوب لیدلی دی.» په دوهم ماښام دوهم نوکر جانو ته د ماښام ډوډۍ راوړه. د بیرته تګ په وخت کې يې له جانو واوریدل چې:« که په رښتیا جادو ګروم نو دا يې دوهم و.

دوهم نوکر هم په دې فکر شو چې مقصد يې دی دی او نور دوو ته يې حال بیان کړ. دریم نوکر ورته و ویل چی:« په ډاډ ویلی شم چې ته سم نه يې پوه شوی.» کله چې په دریم ماښام دریم نوکر جانو ته د ماښام ډوډۍ وروړه، جانو سوړ اوسیلی وایست او ويې ویل چې:« که رښتی جادوګر وم، نو دا يې دریم و.» دریم نوکر چې دا واورید، سختې ویرې واخیست، له ډاره په کونډو شو او جانو ته يې اقرار وکړ. جانو امر ورته وکړ چې:« دریواړه دلته راشی او ګوته هم درسره راوړی، زه به تاسې پاچا ته ورونه ښیم ! که چیرې مو بیا غلا ته زړه ښه کړ، نو باید پوه شی چې زه د جادو لوی استاد یم.» کله چې پاچا ته خبر ورسید چې جانو په ازموینه کې بریالی شو، له تکاوۍ يې راوایست او غوښتل يې چې د دربار جادوګر يې وټاکي، خو جانو نه غوښتل، ځکه ډاریده چې که پاچا يې بیا له داسې ازموینې سره مخامخ کړي نو بیا به په داسې اسانۍ ترې خلاص نه شي. پاچا جانو ته ډیرې تحفې ورکړې او پری يې ښود چې لاړ شي. جانو بیرته خپل کلي ته لاړ او هلته يې یو ښکلی کور، د کر او څړ مځکې را ونیولې. کله به چې په کلي کې د کوچنیانو زړونه تنګ شول، ده په خپلو هنرونو او د جادو په نمایشونو خوشالول او خندول او د کلي اوسیدونکو به ویل چې:« د شکر ځای دی چې لوی ځان ښیونکی بیرته خپل کلي ته راغلی دې.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.