په مدینه منوره کې مسجد نبوي ته د سپکاوي له امله سزا

840

په مدینه منوره کې مسجد نبوي ته د سپکاوي له امله د سعودي عربستان یوې محکمې شپږو تنو پاکستانیانو ته د بند سزا اورولې ده.

د پاکستان دجيو نيوز تلويزيون د خبر له مخې، د تېرې روژې میاشتې پر مهال کله چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له یوه پلاوي سره مدینه منوره کې مسجد نبوي ته ولاړ، نو د عمران خان په مشرۍ د هغه سیاسي مخالفینو په مسجد کې دننه د هغه پر ضد نارې ووهلې او پر ځینو غړو یې ګوزارونه هم کړي وو.

د سعودي حکومت د قانون له مخې په حرمینو الشـ.ـرفیـ.ـنو کې هر ډول سیاسي فعالیت سخت جرم ګڼل کیږي او مرتکبینو ته یې سزا ورکول کېږي.

د پاکستان جیو تلویزیون خبر ورکړی چې د سعودي عربستان یوې محکمې تر څو میاشتو بحثونو وروسته پر شپږو پاکستانیو وګړو یاد جرم ثابت کړ او ورته یې سزا واوروله.

د راپور له مخې، درېیو پاکستانیانو ته د لسو ، لسو کلونو، درېیو نورو ته د اتو اتو کلو بند سزا اورول شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې محکمې یاد کسان په ۲۰ ، ۲۰ زره ریالو جرمانې هم محکوم کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.