ماشومتوب او وابستګي

عبدالجلیل امرخیل

1,443

کابل ښار کې د ملي بس پر چوکۍ یو لس یا یوولس کلن ماشوم راسره کېناست لاس کې یې آیفون مبایل وو، پۀ وارخطایۍ یې وټسپ پرانېست ګورم چې مسیج ورته راغلی “سلام صبح بخیر نفسم، چطور هستي جانم شبت خوب گذشت” دۀ دوام ورکړ “سلام عشقم صبح خودت بخیر، چطور هستي زندگیم” وړاندې یې دوام ورکړ نجلۍ ورته وایي “دیروز بوسه هایت زیاد مزه داد” دی ورته وایي “اوف چقدر شیرین بودي توبه” نور زما تم ځای را ورسېد او کښته شوم.

پۀ دې عمر کې وابستګي او تړاو مرض دی ناروغي ده او واقعاً اروایي ستونزه ده پۀ دې عمر کې پۀ جنسي او عاطفي مواردو کې لوېدل پۀ دې مانا دي چې اړوند کس لۀ موخو پاتې شو، لۀ درس او ښوونځي زړۀ توری شو او پۀ ناپوهۍ کې ځان تباه او برباد کړ.

ځکه پۀ دې عمر کې آن جنسي بلوغ ښایي ۵۰% ظهور وکړي عاطفي بلوغ خو پرېږده پۀ دې عمر کې داسې چارې سرته رسول د زود رس بلوغ لامل ګرځي او دا بیا وروسته پۀ بحران اوړي او اړوند کس د خپلې جنسي غریزې د کنټرول وړتیا لۀ لاسه ورکوي.

لۀ بله اړخه ماشومتوب ورڅخه پاتې کیږي هغه کړنې چې باید دې عمر کې تر سره شي د ډېرې بوختیا لۀ امله یې پرېږدي او دا پۀ راتلونکي کې د هویت پر بحران اوري او اړوند کس لۀ ځانه ورکیږي.

لاملونه یې څۀ دي او څۀ باید وشي؟

ددې ستونزې لومړی او لوی لامل پۀ کورنیو کې د عاطفې، مینې او ستاینې کموالی یا نۀ شتون دی، یاني میندې او پلرونه یوازې ماشینونه زېږوي او پرته لۀ احساساتو مخته ورسره ځي هغوی کله هم خپل ماشوم ته ندي ویلي چې “مینه درسره لرم” هېڅکله یې د ماشوم روغې کړنې ندي ستایلي، هېڅکله یې ماشوم صادقانه پۀ غېږ کې نده نیولی او نۀ یې ورته ویلي تۀ زما یکی زوی/یکۍ لور یې او دا ددې لامل شوی چې اړوند کسان وروسته د ځان لپاره عاطفي ملګري پیدا کړي تر څو یې دا غریزه پوره شي خو دا چې پر دې مهال لۀ هورمونیک او عاطفي اړخه چمتو نۀ وي افراط ورنه کیږي او لۀ حده وځي. ماشومان عاطفې ته لکه د ډوډۍ پۀ څېر اړتیا لري چې کۀ پوره نشي، ماشوم یاده تشه پۀ کوڅۀ کې پر نجونو ډکوي او بلاخره وابسته کیږي.

بل لامل یې ټولنیزو رسنیو ته اسانه لاسرسی دی چې باید محدود شي میندې او پلرونه باید کله هم لۀ ۱۸ کلنۍ وړاندې ماشوم ته مبایل وانخلي او نۀ اجازه ورکړي تر څو مبایل کې ګېم ولوبوي.

درېیم لامل یې د ماشوم ټیټ پر ځان باور او ټیټ ځان درناوی دی ماشوم ځان بې ارزښته ګڼي او فکر کوي د هېڅ شي وړتیا نلري خو کله چې یو څوک ورته وایي “دوستت دارم” فکر کوي همدا ارزښت دی ورو ورو لۀ اړوند کس سره وابسته کیږي او د دې اروایي ستونزې کندې ته ورلویږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.