خپلواکي نمانځل د سیاسي لوبو په منګلو کې

دوکتور م ، عثمان تره کی

888

۲۰/۰۸/۲۰۲۲

 د افغانستان د خپلواکي ۱۰۳ مه کلیزه په ځانګړې توګه هغه افغانانو ته مبارکي وایم چې د قلم او توپک له لارې د خپلواکې په خاطر جنګیدلې او پدې لاره کې قرباني ورکړې. د افغانستان د استقلال کلیزه هغو سیاسي بندیانو ته مبارکي وایم چې د ګوداګی نظامونو په زندانونو کې د عذاب او شکنجې سختې شپې ورځې تیره کړې. د خپلواکي په ویاړ هغه کونډو او یتیمانو ته مبارکي وایم چې خپل سرپرست له لاسه ورکړې او د اوسني نظام نه د نورمال ژوند د تأمین په تمه نن سبا کوي. خپلواکي هغه معیوبینو ته مبارک وي چې د مورچلونو او کلیو او بانډو له بمباریو نه ژوندي وتلې او هیله لري چې برحال نظام له کورنيو او بهرنیو مسئولینو سره د حساب او کتاب او د تاوان د جبران جوګه شي.

په ځینو حالاتو کې په افغانستان کې خپلواکي نمانځل د سیاسي خاينو لوبغالو د برائت اخیستلو په تبلیغاتي تکتیک بدل شوې دي : په تیرو پنځه څلویښتو کلونو کې د خپلواکي د نمانځنې له لارې د آزادي او ملي واکمني دشمنان د پردیو تر بیرغ لاندې خپلواکي نمانځلې او غوښتل يې چې بلواک نظام او اشغال شوې هیواد خپلواک وښيي. دغه ناوړه سناریو د دې لامل شوې چې لاسپوسې واکمنان ځوانانو او راتلونکو نسلونو ته د خپلواکي د معنا غلطه پیغام ورولیږي. عدالت او انصاف دا ایجابوي چې پیغام ورکونکې که د آزادي په لاره کې قرباني نده ورکړې لږ تر لږه د خپلواکي په معنا او ارزشت وپوهیږي. د خپلواکي د اصطلاح نه د سیاسي لاسوند په توګه کار وانخلي. خپل مسئولیت ته پام واړوي او ځوانانو ته ګمرا کونکې تفکر ورنکړي.

له همدې کبله د پردیو له خوا پاراشوتې شوې واکمنان او حکومتونه حق نلري چې  د ولس په آدرس د خپلواکي پیغام واستوي : د آزادي پیغام یو خپلواک واکمن ، آزاد ولس ته ورليږلي شي.

افغانستان په خپل معاصر تاریخ کي تل د خپلواکي د اخیستلو په برخه کې د آزمون له دګر نه بریالي وتلې. خو د خپلواکي د ساتلو په مقصد وړتیا نده ښودلې. لامل یې دا دي چې آزادي اخیستل میړانه او قرباني ته اړتیا لري چې له هغې سره سمبال یو. خو استقلال ساتل لوړ سیاسي شعور، سیاسي مهارت او هنر غواړي چې په تأسف سره د هغې نه بې برخه یو.

د استقلال د ساتنې په موخه موږ باید داسې سیاسي، حقوقي، قضایي او اقتصادي بنسټونه جوړ کړو چې د اصولو سرغړونکو ته سزا ورکړي او ولس ته د استقلال ساتلو پیاوړې تفکر ور په برخه کړي.

په پاي کې اړینه ده چې یو تریخ واقعیت ته ګوته ونیسو :

 د امان الله خان د سلطنت نه وروسته د بهرنیو قوتونو د تیري او اشغال پړه د  ځینو خائنو مکتبیانو په غاړه ده. د تیري او اشغال په ضد د پاڅون نوښت ولس په غاړه اخیستي. په وار وار آزادي د ولس په قرباني ترلاسه شوې. خو د پردیو په مرسته عیش او نوش يې خاینو مکتبیانو ته ور په برخه شوې دي.

له مکتبیانو سره د طالبانو اوسني دشمني د همدغه واقعیت په بنسټ باندې ولاړ ده. خو د ټولو مکتبیانو په وړاندې د طالبانو د مخالفت دریز جذباتي بڼه لري او عقلانیت او واقعبیني سره اړخ نه لګوي.

« پاي »

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.