کابل ښار کې د مېرمنو لپاره ځانګړی کتابتون جوړ شو

1,026

دعوت میډیا ( پنجشنبه /۳ زمري/۱۴۰۱): د افغانستان په زړه کې د “ښځو کتابتون” په نوم یو کتابتون د ط ا ل ب ان و د بندیزونو سره پرانیستل شو. دا کتابتون د کابل په پل سرخ سیمه کې د هغو ښځو له خوا چې وخت ناوخت په کابل کې د افغانستان د سرپرست حکومت پر وړاندې د خپلوحقونو د ترلاسه کولو لپاره لاریونونه کوي، د کرسټال بیات بنسټ په مالي مرسته پرانیستل شو.

د دغو ښځو له ډلې یوې ژولیا پارسی په خپل فېسبوک لیکلي، «د یاد کتابتون موخه د ښځو په منځ کې د کتاب لوستلو د فرهنګ وده او پیاوړتیا او د هغو نجونو او میرمنو لپاره چې د کتابونو د اخیستلو مالي توان نه لري او یا له کار څخه بې برخې دي د وړیا کتابونو برابرول دي.»

ژولیا پارسي زیاته کړې، «د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه د افغانانو په تېره بیا د ښځو او نجونو په ژوند کې یوه توره ورځ وه. له عامه ژوند څخه د ښځو ایستل د طالبانو له واکمنۍ وروسته لومړی او تر ټولو مهم حکم دی. په دې کې د ښځینه زده کوونکو له ټولګیو بهر ساتل او د هغو ښوونځیو د دروازو تړل شامل دي چې ښځې او نجونې یې تدریس کوي.د ښځو کتابتون د افغان اعتراض کوونکو ښځو د مخکښو غړو لخوا رهبري کیږي.»

ورته ډول د د دغو ښځو له ډلې ذاکره نوري صالحي بیا لیکلي، د انسان افکار داسې دي چې یو کتاب په ځانګړي ډول د میلیونونو انسانانو د برخلیک لاره وټاکي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.