نبي: که کریم کیچ نیولی وی، حالات به په بشپړه توګه بل ډول وی

627

نبي: که کریم کیچ نیولی وی، حالات به په بشپړه توګه بل ډول وی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي د آسیا جام په دویم پړاو (سوپر فور) کې د سریلانکا لوبډلې لخوا تر ماتې خوړولو وروسته وایي که کریم جنت د سریلانکا د لوبغاړي (دنوشکا ګوناتیلاکا) کیچ نیولی وی، ښایي “حالات به په بشپړه توګه بل ډول وی)

ښاغلي نبي د لوبې دولسم اوور وروستي توپ ته اشاره کوله چې توپ د کریم جنت د لاسو څخه ولوید.

د سریلانکا دا لوبغاړی چې کریم جنت یې کیچ وغورځاوه، په هغه وخت کې یې په ۱۰ توپونو یوزاې ۱۷ منډې کړې وې خو وروسته یې په ۲۰ توپونو ۳۳ منډې وکړلې او په پای کې راشد خان وسوځاوه.

محمد نبي د لوبې څخه وروسته په خبري کنفرانس کې ومنله چې افغان لوبغاړو ونشو کړی د توپ وهنې په وروستیو پنځو اورونو کې ډیرې منډې وکړې او زیاته یې کړه ” مونږ ښه پیل درلود خو پای مو سم نه و. که شل یا پنځه ویشت نورې منډې مو کړی و، هر څه به بل ډول وی”.

د افغان لوبډلې کپتان د لوبې د بایللو علتونه همدا د شلو یا پنځه ویشتو منډو کمی، د کریم جنت او سمیع الله شینواري د لاسونو څخه د توپونو غورځیدل او د توپ اچوونکو لخوا په “مناسبو ځایونو” کې د توپ نه اچول وبلل.

خو محمد نبي وایي چې لوبډلې د غلطیو څخه زده کړه کړې او کوښښ به یې دا وي چې په راتلونکو لوبو کې دا غلطۍ تکرار نشي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شنبه سپټمبر ۳ (وږي۱۲) سره لدې چې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۵ منډو نسبتاً ستر هدف ټاکلی و خو په فیلډنګ کې د ځینو لوبغاړو د غلطیو له او هغو نیمګړتیاو له کبله چې ښاغلي نبي یادې کړلې ونشو کړی چې د خپل هدف دفاع وکړي.

دا د آسیا جام په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لومړنۍ ماتې وه.

افغانستان د لوبو په لومړي پړاو کې سریلانکا او بنګله دیش لوبډلو ته ماتې ورکړه او دویم پړاو (سوپر فور) ته یې لار پیدا کړله.

په دویم پړاو کې د افغانستان دویمه لوبه د چارشنبې په ورځ سپټمبر ۷ د پاکستان او پنجشنبه سپټمبر ۸ د هند سره ده.

د آسیا جام سیالیو وروستۍ یا فاینل لوبه د سپټمبر په ۱۱مې کیږي.

VOA PASHTO

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.