که د مقدساتو خونديتوب غواړو نو د اعتدال لاره به نيسو

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

655

هر هغه ټولنه چې د زده کړو کچه يې ښکته، له  عدالت څخه محرومه، د پرمختګونو له نړيوال کاروان څخه وروسته پاتې او يا هم د کورنیو اختلافاتو له امله د جګړو ښکار وي،  د پرديو استخباراتي؛شبکو لپاره په يادو ټولنو کې د ډول ډول ويرسونو د انتقال لپاره پراخه ابزارى توکي په لاس ورځي.

دښمن ددغه شان ټولنو د ځينو خلکو په ذهنونو کې د قومي ژبني او مذهبي تعصباتو د را پارولو هڅه کوي او ځینې نورو ته د محرومیتونو، بې کاري او بې عدالتي له امله د افراطيت او بنسټپالنې افکارو خپلولو ويروسونه لېږدوي. همدغه نيمګړتيا له تيرو څو لسيزو راپدیخوا زموږ په ټولنيز بدن کې ناسور زخم جوړ شوى دى

د بدمرغي خبره داده چې د پورته يادو شويو ستونځو ورهاخوا ځينې نفسياتي ستونځې هم شتون لري چې له امله يې زموږ له ټولنې څخه د زغم تحمل او يو بل منلو روحيه کډه شوې ده. په ټولنه کې د افراطيت او د بې ځایه بنسټپالنې روحيې دومره زور اخيستى دى چې د سياسي اختلافاتو له امله ديني علما، د ديني علماو په فتوا، د ديني ډلو لخوا د افراطي او تندلاري فکر له امله وژل کيږي، خو موږ د هيڅ ډول بدلون هڅه نه کوو.

لازمه خو دا وه چې مساجد، منابر او نور سپيڅلي ځايونه د عقيدوي درنښت او ديني تقدس له امله د امن  مرکزونه ګڼل کيداى. په ديني مرکزونو کې هيچا ته هيڅ ډول ګواښ شتون نه درلوداى. په مقدسو ځايونو باندي بريد د لادينيت او له دين سره د دښمني په مفهوم اخيستل کيداى خو متأسفانه د تيرو څلورو لسيزو جګړو له موږ څخه  معنوي ارزښتونو او عقيدوي مرکزونو ته د درنښت ديني او کلتوري ځانګړتیا هم واخيسته.

په مولوي صاحب مجيب الرحمن انصاري باندي په مسجد کې د ننه انتحاري بريد د نوموړي د شهادت ترڅنګ د لسګونو نورو لمونځ کوونکو دَ شهادت او زخمي کيدو افسوس ناکه تراژيدي د همدغې شومې پديدې د تسلسل يوه برخه ده چې متأسفانه د سيکولرانو لپاره په دين، ديني ارزښتونو   باندي د سختو نيوکو او پراخو تبلیغاتو لپاره بنسټ جوړوي.

موږ يې منو او که يې نه منو، په ځانونو باندي پوهيږو او که د ناپوهي په خوب ويده يو، خو واقعيت داسې دى چې اوس زموږ ټولنه د مختلفو کورنیو بهرنيو لاملونو له امله د راديکاليزم او بنسټپالنې د فکر ځاله ګرزيدلې ده. موږ هر پردي دښمن او کورني د واک وږي ښه په پراخه کچه په ديني او حماسي شعارونو  را پاڅولي او خپلو موخو ته د رسيدو لپاره کارولي يو..

متأسفانه هغو ډلو ټپلو چې د اسلامي نظام د قيام لپاره د مبارزې دعوه يې کوله او د عمري عدالت د پلى کولو ژمنې يې کولې، د سياسي موخو او يا هم د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره نه يوازې د سياسي شعار تر کچې د اسلام له نوم څخه ګټه پورته کړه بلکې په مخالف اړخ باندې يې له اسلام څخه د وتلو او واجب القتل ګرزولو تر فتواو پورې خبره ورسوله. همدغه کار د واقعي مذهبي ډلو لپاره د انديښنې او غور وړ ستونځه ده.

د افراطيت له امله مو دغه ښکلى خاوره،  له اقتصادي سرچينو ډک هېواد، د کرنې مالداري لپاره برابره آب او هوا، د مرکزي اسيا او سويلي اسيا نښلوونکي، د انرژي او سوداګريزو توکو د ليږد راليږد لپاره د ارزښتناک دهليز د ځانګړتیاو لرونکى هيواد مو په داسې دوزخ بدل کړى دى چې وګړي يې پکې د اوسيدو پرځاى نورو هېوادونو ته د وتلو لپاره د مرګ لاره نيسي.

اى کاش چې موږ په جګړه کې د ارزښتونو درناوى کولاى. په مساجدو کې مو د بريدونو لپاره فتواوې نه لټولاى. په جنازو کې د انفجار او انتحار تر پولو نه اوښتى. په هديرو کې مو د بمونو الوزولو شاليد نه درلودلاى. اى کاش هغه سينې مو نه واى غلبېل کړې چې رب ته يې لاسونه ورباندې تړلي وو. اى کاش هغه سرونه مو په مرميو باندي نه واى ويشتلي چې خپل خالق ته په سجده نسکور وو او اى کاش هغه خلک مو په بمونو باندي نه واى الوزولي چې منبر او محراب يې د سولې سوکالي جګړو بندولو او د ورورګلوي د دعوت ټربیون ګرزولى وو.  اى کاش چې زموږ حاکمو ډلو دين د سياسي موخو لپاره د ابزارو په توګه نه بلکې سياست د دين  د پراختیا او چوپړتيا لپاره کاريدلى واى.

د چارواکو نفسياتي لومړيتوبونو, تيرو کړنو او د سمون په هڅو کې د جديت ښکته کچې په کتو به ستونځمن کار وى خو بيا وايم چې که واقعاً غواړو اسلامي نظام پلى کړو، دين ته د ولسونو په زړونو کې ځاي ورکړو،  ديني علما له بدنامي څخه وژغورو او له غيراسلامي نړئ څخه را روان د سيکولريزم د توپان مخه ونيسو، نو له اوسني حاکمې ډلې څخه په جديت غواړو چې لاندې سپارښتنې عملي کړي:

١-  د اختلافي مسایلو په تړاو په مساجدو منابرو او د دعوت له نورو ټريبيونونو څخه د پاروونکو احساساتي  ويناو په مهال د د کفر او وژلو فتواو ورکول نه يوازې ممنوع او د سزا وړ عمل وګرزوي، بلکې جدي څارنه يې هم وکړي او متخلفينو ته واقعي سزا هم ورکړل شي.

٢- د زور کارولو پرځاى عدالت پلى کړي، په ځوان نسل باندې پانګونه وکړي، فرصتونه ورته برابر کړي او د محرومیت احساس يې ختم کړي، کار اهل ته وسپاري. ولس په مختلفو لارو له حکومت سره شريک کړي. د ملت باور ترلاسه کړي. د سرچينو په ويش کى عدالت ته توجه وکړي. په ژمنو باندي وفا وکړي. ځانونه د ملت باداران نه، خادمان ثابت کړي. د نرانو او ښځو په زده کړو باندي جدى تمرکز وکړي.

٣-  د اهل تسنن او اهل تشيع  او په مسلمانانو کې د نورو رامنځته شويو مختلفو ډلو او فرقو ترمنځ د مشترکاتو لټون ته کار وکړي.  د اختلافي مسائلو د د راپورته کول، د ځان حق او د بل لوري باطل ګڼلو مخه ونيسي.

٤-   د مختلفو ډلو ترمنځ په عمده ديني مسایلو کې د علمي بحثونو، مناظرو، سيمينارونو، ورکشاپونو او علمي تحقيقاتو کولو له لارې د مشترکاتو پربنسټ نزدېوالى هڅه وکړي. په غونډو، تلويزونې ناستو او تحقيقاتي مجلسونو کې د علمي مباحثو له لارې  ځوانان مينځلاري  ته دعوت کړي.

٥-  افغانستان د ټولو ګډ کور ده.  په ارګ کې د ناستو خلکو دنده داده چې ددې لپاره چې نظام او محروم ولسونه د افراطي عناصرو د تبلیغاتو ښکار نشي او د محرومیت احساس يې ختم شي، په افغانستان کې په مېشتو فرقو قومونو سمتونو او لږکیو  پورې تړلي خلک د ظرفیت اهليت تجربې او ولسي ملاتړ پر اساس په حکومتى چوکاټ کې خپل ځان وويني.

٦-  د کفر, واجب القتل/مباح الدم  فتوا ورکولو لپاره د سليقوي نه، بلکې د واقعی ديني ثُقه علماو او پوهانو  داسې واکمن کميسيون قائم کړاى شي  چې غړي يې له هيڅ سياسي لوري سره تړاو او د تاوتریخوالي شاليد و نه لري، له  فرقوي اختلافاتو، سليقوي توپيرونو او تعصباتو ته له لمن وهلو څخه يې ماضي پاکه وي. علم، تقوا او ريښتينولي يې غيرمتنازعه او د وخت په حساسیتونو باندي اګاه وي. له يادې مرجع پرته په چا باندې د کفر فتوا او ياهم د شخص يا ډلې په وړاندې د جهاد اعلان که د هر چا لخوا چې رامنځته کيږي بايد د درنې سزا وړ جرم وګڼل شي.

راځئ دا خپله نيکمرغي وګڼو چې اوس مهال که زموږ مخته ننګونې پرتې دي، نو فرصتونه هم شته. زموږ په مخکې پراته فرصتونه له منځه ځي او د ننګونو ګراف لوړيږي. راځئ په نړيواله کچه زموږ مخته له پرتو فرصتونو څخه د دين، هيواد او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې ګټه واخلو او هڅه وکړو چې ننګونې هم په فرصتونو باندي واړوو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.