طبیعی منابع د پرمختیایی هیوادو د پرمختیا ماشین/۶

دودیال

723

طبیعی منابع د پرمختیایی هیوادو د پرمختیا ماشین

(اقتصادی پرمختیااو پیاوړی اقتصاد، په واقعی توګه خپلواکی ده: Amarty sen)

(شپږمه برخه)

 

د طبيعي منابعو مدیریت

مدیریت  او دمدیریت علم د نن ورځې دټولو لوري ورکوونکو او اجراکوونکو مهارتونو مجموعه ده چې دژوند هره برخه کې چارې سمبالوي. د مدیریت اووه دندې( POSDCoRB) اوس کلیدی اصطلاح ده. دطبیعی منابعو مدیریت ځکه مهم ده چې دا د یوې ټولنې د مادي شتمنیو او حیاتی اقتصادی زیرمو په کارولو، ساتلو او دوام پورې اړه پیدا کوي. په ټولو اقتصادونو کې دطبیعی منابعو ډیره برخه (سیندونه، ځنګل، کان، قیمتی ډبرې،…)عامه ٍثروت دی. اقتصادی جغرافیه پرته د طبیعی منابعو له بحث بل څه نلری او د یوه هیواد بشپړه پیژندنه دهغه د طبیعی منابعو له مخې کیدای شی. د طبیعی منابعو په ښه مدیریت سره، منابع عطیه ده، خو د ناپوهی او نه مدیریت په صورت کی آفت دی. نایجریا د طبیعی منابعو دلرلو له امله ډیر بډای دی، خو مدیریت یی ندی کړی، اما استرلیا دطبیعی منابعو دمدیریت برخه کی بریالی هیواد(براعظم) دی. که مدیریتی مهارتونو ته ځیر شو، جاپان او سنګاپور د طبیعی منابعو له پلوه بډای ندی، خو د ښه مدیریت او مهارتونو له امله ډير پرمختللی دی. که منابع له مهارت سره یو ځای شی، د یو ملت  نیکمرغی تضمینوي.

د طبیعی منابعومدیریت  د محیط او چاپیریال له ژوندیو او نا ژوندویو موجوداتو سره د کاري فعالیتونو د همغږۍ کولو پروسه ده،  ترڅو له ټولنې سره یوځای او د نورو په واسطه  د منابعو د ښه کارولو، د راتلونکیو نسلونو د امانت په توګه د هغو دساتنې او د چاپیریال او حساس فرهنګی میراث د نه زیانمن کیدو اهدافو ته ورسیږو.د طبیعی منابعو مدیر هغه څوک دی چې د خپلې ادارې اوخپل ټیم د اجرااتو مسئولیت ور په غاړه وي. دمدیرانو مهمې دندې پلان جوړونه، سازماندهي، استخدام، رهبري او کنټرول کول دي. ښه مدیر د مدیریت په علم او هنر پوهیږي او کولای شي د چاپیریال د زیرمو او طبیعی شتمنیو کارول او ساتنه، دطبیعی منابعو له خصوصیاتو سره سمه پر مځ بوځي او د طبیعی منابعود تنظیم لپاره خپل ټول ترلاس لاندې غړي(ټیم) په سازماني بڼه رهبري کړي. د طبیعی منابعو مدیریت یعنی د چاپیریال د شتمنیو په اړه تدابیر او تصمیم نیول.  دطبیعی شتمنیواداره او مدیران هغه په رسمی توګه په دنده ګومارل شوی دفترونه اومدیران دی چې د طبیعی زیرمو کارول اود چاپیریال ساتنی دندې ور په غاړه دي. دوی خپل کاری  ټیم ته دندې سپاری، پلانونه ورکوی، له هغوی راپور غواړی، فعالیتونه ارزوی، دچاپیریال ساتنی بودجه تنظیموی، دژویو او بوټود ساتنی رضاکاران تنظیموی، د منابعو د ښې ساتنی تبلیغاتی کمپاینونه چلوی اودخپلو پرسونلو مهارتونه اوچتوی. څومره چې دې موضوع کې دخلکو ګډون او لیوالتیا زیاته وي او تصامیم روښانه، دپوهیدو وړ او اهداف ښودل شوی وي، نتایج به یې غوره وي. دطبیعی منابعو ادارات اومدیران یې دنده لری چې له طبیعی منابعو څخه د استفادې، دهغود ساتنې او دوامداره څارنې لارې- چارې ارزیابی او پالیسی څخه ځان خبر او لازمی سپارښتنې ترسره کړي. دوی د دې سپارښتنه هم کوی چې ایا د طبیعی منابعو کومې برخې باید د دولت(عامه سکتور) له خوا او کومې برخې د خصوصی سکتور له خوا اداره شی.  دوی د خصوصی سکتور، اشخاصو او افرادو په واسطه د طبیعی منابعو په اړه د دولت د پالیسی دتطبیق څارنه کوی.  دوی د یوې مشخصې منبع د اندازې، وخت او نورو په هکله تصمیم نیسی. دوی د پلان جوړونې له ادارې(دپلان وزارت، دپلان جوړونی دولتی کمیټې) سره په ګډه کار او مشوره کوي .

د طبیعی منابعو مدیریت یو څه ځانګړی ستونزی او له نورو مدیریتونو سره توپیر لري. په دې برخه کې لاندې څو ټکی ډیر مهم دي:

الف) د فعاله ادارو،علمی پلانونو او ماهرو نوښتګرومدیرانو لرل،

ب) په طبیعی منابعو (سرچینو) کې پایښت اوثبات ته لومړیتوب ورکول؛

ج  ) سیاسی ثبات او غوره حکومتولی؛

د  ) ټولنیز ملاتړ ؛

هـ   ) د اقتصادی پایداری (دوام او ثبات) ډاډ،

و  ) د طبیعی منابعو دمدیرانو پیاوړی ملی او وګرنیز احساس.

دې برخه کی ډیر ښه مرسته کوونکی  او د پاملرنې وړ سند، د زریزی اهداف ( MDGs) دی.

افغانستان کې له ۱۳۳۳-۱۳۳۶ وروسته فرانسویانو د طبیعی منابعو؛ په تیره د نفتو او ګازو برخه کی مطالعات پیل کړل، دا په داسې حال کې چې موږ دې برخه کې متخصص کادر او وسایل نلرل. وروسته یو شمیر شوروی متخصصین دعوت شول او همدارنګه یوې امریکایی کمپنی او یوو شمیرآلمانی متخصصینودی برخه کی کارونه پیل کړل. زموږ خپلو حکومتونو له ۱۳۳۵-۱۳۶۵پورې  پوره دیرشو کلونو کې څه ناڅه د خپلو ملی ادارو په مټ دی برخه کی د پام وړ کارونه وکړل. دې برخه کی د لومړنیو پنځه کلنو علمی اقتصادی- اجتماعی پلانونو رول  دیادولو وړ دی. دغه هڅې د سردارمحمد داود خان د صدارت پرمهال پیل او ګړندۍ شوی. وروسته په ۱۳۵۴ل. کال د اووه کلن اقتصادی پلان په ترڅ کی بیا هم د طبیعی منابعو مدیریت ته پام شوی و، په ۱۳۶۵ل. کال یو بل پنځه کلن پلان طرح شو، خو متاسفانه نه اووه کلن او نه دغه وروستی پنځه کلن پلان یو هم تطبیق نشول. په دی توګه موږ د پورتنیو اوو لومړیتوبونو د نه لرلو له امله د خپلو طبیعی منابعو مدیریت او له هغو څخه کار اخیستو کی ناکام یاستو او اوس هم دا ناکامی اود (آفت) تر بریده رسیدلو سره یی مخامخ یاستو.

کله چې د مدیریت مهارت او تخصصواکی ( adhocracy) نه وي، ټول فرصتونه (وخت، پانګه، باور، دثبات ترلاسه کول، دصنایعو ږده او دکرنې او مالداري دسکتور دګټو اعظمی کول…. ) له لاسه وځي. په اوسنی دوران کې د فرصتونو له لاسه ورکول، دملتونو تباهی ده.

 (د طبیعی منابعو آفت “Natural Resources Curse”  به اوومه برخه کې له نظره تیرکړو).

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.