کوبوټ

زکریا رحیمي

996

کوبوټCobot

بل نوم یې (collaborative robot) دی مانا یې له دوه یا ډېرو داسې برخو جوړ چې له یو بل سره مرسته یا همکاري کوي. داسې ربوټ دی چې له انسان سره په یوه ګډ چاپېریال کې د فعل او انفعال وړتیا لري. هغه روبوټونه کوم چې په صنعت کې له انسان څخه په جلا ځای کې کار ترې اخیستل کیږي له کوبوټ ربوټ سره توپیر لري. د دې لپاره چې چلند یې محفوظ وي د کم وزن توکي، ګرد کونجونه، د سرعت او ځواک محدودیت، سېنسورونه او ځانګړي سافټوېر پکې کارېدلي.

ربوټ دوه ډوله وي : یو صنعتي ربوټ وي او په صنعتي چاپېریال کې د اوتومات ماشین په توګه کار ترې اخیستل کیږي، بل د خدماتو ربوټ وي په کور او مسلک کې کار ترې اخیستل کیږي. کوم چې د خدماتو ربوټ وي کوبوټ ګڼل کیږي ځکه چې انسان سره یو چاپېریال کې چارې پر مخ وړي.

کوبوټ د ډېرو موخو لپاره کارېدلای شي لکه په عامه ځایونو کې د مالوماتو لپاره، لکه تعمیرونو کې د ټرانسپورټ او لوجیستیک لپاره، له بل صنعتي روبوټ سره د همکاري لپاره.

کوم چې صنعتي روبوټونه وي لاندې څلور ځانګړنې لري :

۱ – همکاري : له انسان سره کار کوي خو خپله کې ګډ کاري چاپېریال نلري.

۲ – متوالي همکاري : انسان او صنعتي روبوټ په یوه چاپېریال کې کار کوي خو په یوه وخت کې فعالیت نه کوي کله چې یو فعالیت پای ته ورسوي بل کار کوي.

۳ – یو بل ته ځواب ویونکې مرسته : د انسان خوځښت ته ځواب وایي.

۴ – همکاري : روبوټ او انسان دواړه په یوه چاپېریال کې په یوه ځای کې همکاران وي.

ډېری هغه صنعتي کوبوټ ربوټونه چې له انسان سره په یوه وخت او یوه چاپېریال کې دنده پر مخ وړي او یا یې همکاري متوالي وي په مستقله توګه فعالیت کوي.

کوبوټ په ۱۹۹۶ کې (J. Edward Colgate and Michael Peshkin) اختراع کړی وو. دواړه په (Northwestern University) پوهنتون کې پروفیسران وو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.