غزل

عبدالباري جهاني

562
خاطره: پرون مازیګر ناوخته قدم وهلو ته تللی وم. زموږ له کورونو سره نیژدې د سړک په پای کي یو پراخ او ښکلی چمن دی. پر چمن باندي له دریو خواوو یو وړوکی ځنګل را ګرځېدلی دی. د چمن هغه کونج چي په ځنګله ننوتلی او ډېر خاموش او آرام ښکارېدی او ضمناً د ځنګله د ونو سیوري تاریک کړی وو زما توجه ور واړوله او دا غزل مي ولیکل.
راځه ولاړ سو له دې ښاره مرور سو له جهانه
په لمنو کي د غرونو بس جونګړه کړو ودانه
پورته غر کښته ځنګل وي شین سهار د زرکو شخول وي
د بازانو پرې یرغل وي موږ پردي یو له خپل ځانه
شور ماشور وي د بلبلو بوی را خپور وي د سنځلو
یکه زار سیوری د ولو ږغ راځي له کوهستانه
نه له چا سره مو کار وي نه تهمت وي نه اغیار وي
نه رقیب نه یې آزار وي وېره نه وي له اسمانه
نه دوستي نه دښمني وي نه یاري وي نه ګوندي وي
نه خمار وي نه مستي وي نه منت وي له مُغانه
چي نه شرنګ وي د پایلو نه پیالې ډکي له مُلو
نه ګېډۍ غواړو د ګلو نه محتاجه له باغوانه
چي نه می نه میخانه وي نه ساقي نه پیمانه وي
نه قاضي نه زولانه وي نه مو وېره وي له چانه
نه اوږده د هجر شپه وي نه بې وسه ډېوه مړه وي
نه غماز راته دېره وي نه سهار سي له آذانه
په وفا به مو سوګند وي یو د بل په مینه ژوند وي
زړه مي ستا سره پیوند وي زه او ته اوسو جانانه
جهاني، غزل ، کتاب وي ستا مستي وي ستا شباب وي
له ژوندونه ورک حساب وي بې پروا یو له زمانه.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر پنځه لسمه، ویرجینیا
May be an image of 1 person and outdoors

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.