بم غورزونکې الوتکه

زکریا رحیمي

879

بم غورزونکې الوتکهBomber

بم غورزونکې یوه پوځي جنګي الوتکه وي، له هوا څخه د سطحې ویشتونکې وسلې باندې د ځمکې او سمندر سطحه په نښه کوي، لکه په بمونو، په ټورپېډو، او یا له هوا څخه توغېدونکي کروز توغندي توغوي. د بم غورزونې لپاره د الوتکې لمړۍ کارونه د ایټالیا او ترکې (Italo-Turkish War) جګړه کې شوې. وروسته په لمړۍ او دوېمې نړیوالې جګړې کې ټولو لویو هوایي ځواکونو وکارولې او لویو ښارونو او کلیوالو سیمو ته یې لوی زیانونه پرې واړول. د بم غورزونې د موخې لپاره تر ټولو لمړۍ الوتکې په ۱۹۱۳ کې د ایټالیا (Italian Caproni Ca 30) الوتکه او د انګلستان (Bristol T.B.8) الوتکه وه. د ځینې الوتکو د تنې په پوز باندې د بریا نښې رسامي شوې وې.

د دوېمې نړیاوالې جګړې پر مهال د بم غورزونکې لپاره د ماشین محدودیت، د دقیق هدف ویشتنې نشتوالی او ځینو عملیاتي عواملو بم غورزونکې محدود رول ته ځانګړې کړې وې. د سړې جګړې پر مهال بم غورزونکې یوازې د اټوم بم غورزونې لپاره طرحه شوې وې. همداسې د دشمن د عملیاتو د مخنیوي لپاره هم کارېدلې. کله چې له هوا څخه هوا ته توغېدونکي توغندي اختراع شو نو بم غورزونکې له توغندي ځان ساتنې ته هم اړتیا پیدا کړه. له توغندي او رادار نه د بم غورزونکې د ساتنې لپاره په بم غورزونکې کې د لوړې الوتنې وړتیا اضافه شوه تر څو یې رادار ونشي لیدلی. کله چې د لویو وچو ویشتونکي بالاستیک توغندي اختراع شول نو نوره بم غورزونکې د اټوم بم غورزولو لپاره نه وه پکار تر ډېره پکې د غلچکي تګ، د ځمکني پوځ ملاتړ او ستراتیژیکې بم غورزونې وړتیا ته پام وشو.

بم غورزونکې یا ستراتیژیکه وي او یا تکتیکي بم غورزونکې وي.

ستراتیژیکه بم غورزونکې الوتکه

په اساسي توګه هغه الوتکې چې ډېرې غټې وي ستراتستراتیژیکه بم غورزونه ترسره کوي او هدف یې هم په ځمکه یا سمندر کې ستراتیژیک هدف وي. د خپل هدف لپاره لرې سفر کوي. اوس پوښتنه داده چې ستراتیژیک هدف څه ته وایي؟ ستراتیژ یک هدف داسې سیمه لکه د بېړیو بندر، د لوجیستیکي حمایې نظامي سیمې، د تولید کارخانې، پلونه, هوایي ډګرونه او ښارونه تر څو د دښمن جګړیزې سرچینې له منځه وېسي او یا هم دې سرچینو ته یې لاسری له منځه وېسي. د نړۍ تر ټولو نامتو د ستراتیژ یکو بم غورزونکو الوتکو نومونه لاندې وګورئ:

Spirit, B-52 Stratofortress, Tupolev Tu-95 ‘Bear’, and Tupolev Tu-22M ‘Backfire’; historically notable examples are the: Gotha G.IV, Avro Lancaster, Heinkel He-111, Junkers Ju 88, Boeing B-17 Flying Fortress, Consolidated B-24 Liberator, Boeing B-29 Superfortress, and Tupolev Tu-16 ‘Badger’.

تکتیکي بم غورزونکې الوتکې

تکتیکي بم غورزونه دوه ډوله ترسره کیږي لمړی ډول د دښمن په نظامي فعالیت برید کوونه ده، دوېم ډول یې کله چې پوځ د دښمن ضد عملیات کوي د ځمکني پوځ ملاتړ دی. لکه د ستراتیژ یکو الوتکو په څېر د عملیاتو لپاره لرې سیمې ته نه ځي او نه هم د یادو الوتکو په څېر غټې وي او د ځمکني پوځ سره نږدې د غلیم په پوستو، پټنځایونو او یا بېړیو بمونه غورزوي. مختلف ډولونه لري لکه سپکې بم غورزونکې ( light bombers)، د منځنۍ کچې بم غورزونکې (medium bombers)، جنګ کوونکې بم غورزونکې (fighter-bombers)، برید کوونکې (attack aircraft)، د څو موخو لپاره کوونکې جنګي الوتکې (multirole combat aircraft)

د نړۍ تر ټولو نامتو تکتیکي بم غورزونکو نومونه لاندې وګورئ

Xian JH-7, Dassault-Breguet Mirage 2000D, and the Panavia Tornado IDS

مخینه

له هوا څخه لمړی بم غورزونه ایټالیا کړې (د سمندري ځواک لخوا جوړ شوی لاسي بم، نارنجک یا ګرېنېډ وو)، لمړی بم غورزونکی د ایټالیا دوهم بریدمن جولیو ګاوتي (Giulio Gavotti) وو. لمړی بم یې کله چې د ایټالیا د سلطنت او عثماني خلافت ترمنځ په لیبیا کې جګړه وه په همدې جګړه کې یې په عثماني ترکانو د ۱۹۱۱ کال د نومبر په لمړۍ نېټه کارولی. الوتکه یې د بم غورزونې لپاره نه وه طرحه شوې او له همدې امله یې د برید اغیز هم کم وو. کوم لاسي بم یې چې له الوتکې غورزولی وو د بالېریناس (ballerinas) په نامه یادېده، له فولادي پوښ جوړ شوی وو او له پېکرېک اسیدو ډک وو.

د ۱۹۱۲ کال د اکټوبر په ۱۶ نېټه د بلغاریا د هوایي ځواک په الوتکه کې یو کتونکي پرودان تاراکایف (Prodan Tarakchiev) هم همدا دوه بمونه د ترکې په کراچ یا کاراګاک (Karağaç) ریل سټېشن یا د ریل ګاډي تمځای (د اېدیرنه ښار ته نږدې) وکارول. د بم غورزونې لپاره کارول شوې الوتکه (Albatros F.2) وه، د الوتکې پیلوټ رادول میلکوف وو، جګړه د بالکان لمړۍ جګړه وه.

وروسته په ۱۹۱۳ کال کې ایټالیا د (Caproni Ca 30) په نامه او انګلستان د (Bristol T.B.8) په نامه لمړۍ داسې الوتکې جوړې کړې کومې چې د بم غورزونې رول ته ځانګړې شوې وې. د انګلستان بریسټول دوه وزرې الوتکه وه او د (Bristol Aeroplane Company) شرکت جوړه کړې وه. د هدف وېشتنې لپاره پکې منشوري (Bombsight) کارېدلی وو کوم چې مخکې سوچ بورډ کې د پیلوټ له چوکۍ سره نصب وو، د الوتکې لاندې برخه کې د استوانه اي بمونو د نصب کېدو لپاره ځای جوړ شوی وو، په الوتکه کې تر لسو پورې ۴.۵ کیلو ګرامه بمونه نصب کېدای شو، د غورزونې لپاره یې داسې سیستم لره چې ټول یې په یوه وخت او یا هم یو یو غورزولی شو. له جوړېدو وروسته دواړو د انګلستان هوایي ځواکونو (Royal Naval Air Service and the Royal Flying Corps) وپېرله. په ۱۹۱۳ کې د همدې الوتکو درې الوتکې پاریس ته د نندارې لپاره ولیږل شوې، او وروسته د فرانسې لخوا په جګړه کې وکارېدې.

د شلمې پېړۍ په پیل کې هوایي بېړۍ جوړې شوې خو پیل کې یې د نازک پوستکي له امله خلکو ته زیان اړوه. د (Zeppelins) په نامه کس په همدې نوم جرمني کې هوایي بېړۍ جوړې کړې کومو چې د هدف لور ته د بم وړلو وړتیا لرله. یادې بېړۍ لرې واټن کې د هدف په نښه کوونکې لمړۍ ستراتیژیکې بم غورزونکې ګڼل کیږي. د جرمني سمندري ځواک ټولې ۷۳ هوایي بېړۍ لرلې او د جګړې تر پایه یې ۵۳ له لاسه ورکړې وې، همداسې یې له ۵۰ سمندري بېړیو خپلې ۲۶ جنګي بېړۍ له لاسه ورکړې وې.

په ایټالیا کې د (Gianni Caproni) شرکت (Caproni Ca 30) بم غورزونکې تولید کړې، دوه وزرې الوتکې وې او (67 kW (80 hp) Gnome rotary engines) درې ماشینونه پکې کارېدلی وو، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۱۴کال په اکټوبر کې وکړه. د ازموینې الوتنې دا وښوده چې ماشین کافي ځواک نه لري. له ازموینې وروسته یې ډېر ژر (81 kW (110 hp) Fiat A.10s) ماشین پکې نصب کړ. له ماشین بدلولو وروسته سملاسي د ایټالیا پوځ د پېرلو لپاره قراداد وروسره وکړ او د ۱۹۱۵ کال له اګسټ وروسته یې لمړۍ جوپه ترلاسه کړه.

ستراتیژیکه بم غورزونه

د بم غورزونې او مخنیوي عملیات د جګړې پر مهال د انګلستان او فرانسوي ځواکونو لخوا ترسره کېدل. جرمنیانو خپل هوایي ځواک او نورې سرچینې یوازې د دفاعي حالت لپاره کارولې. په ۱۹۱۵ کې د (Battle of Neuve Chapelle) جګړې پر مهال لویه برخه بمبار د انګلستان هوایي ځواک ترسره کړ او د جرمني د ریل ګاډي تمځایونه یې په نښه کړل تر څو د پوځ د حمایه کېدو مخه ونیسي. د لمړۍ نړیوالې جګړې متحدینو ته (Entente) نوم اخلي. په دې متحدینو کې لمړی کس (Hugh Trenchard) وو چا چې د منظمې ستراتیژیکې بم غورزونې سپارښتنه وکړه تر څو د مخالف لوري پټلۍ پرې له منځه یوسي. تر څو یې چې بمونه تولیدول تر هغې مخکې به یې له بم غورزونکې د مخالف لوري په صنعتي سیمو لاس کې نیولي بمونه له الوتکې اچول.

د لمړۍ نړیوالې جګړې پر مهال تر ټولو زیاتې کارېدلې بم غورزونکې د فرانسې ( Breguet 14)، د انګلستان (de Havilland DH-4)، د جرمني (Albatros C.III) او د روسې (Sikorsky Ilya Muromets) الوتکې وې. د روسې لمړۍ څلور ماشینه الوتکه وه کومه چې د ستراتیژیکې بم غورزونکې په توګه وکارېده.

د لرې واټن لپاره به څو ماشینونه لرونکې الوتکې د شپې لخوا عملیاتو ته تللې لکه د (Gotha G.IV) الوتکه او وروسته (Handley Page Type O) الوتکه خو د ورځې لخوا په لنډ واټن کې به تر ډېره د یوه ماشین لرونکې الوتکه وه. د الوتکې سپرلۍ به یو یا دوه کسان وو.

دوېمه نړیواله جګړه

د دې تر څنګ چې د ماشین ځواک کې محدودیت وو ډېر هیوادونه په دې هم بوخت وو چې الوتکې داسې طرحه کړي کومې چې د دقیق هدف ویشتنې وړتیا لري. د دوېمې نړیوالې جګړې له پیل سره هوایي ځواکونه توانېدلي وو چې لاندې یادې شوې الوتکې ترلاسه کړي :

– غوټه وهونکې الوتکې : د غوټې وهلو وړتیا پکې اضافه شوې وه تر څو هدف په دقیقه توګه په نښه کړای شي

– سپکې بم غورزونکې، د منځنۍ کچې بم غورزونکې، درندې بم غورزونکې جوړې شوې وې او د کارونې موخه یې د کچې له مخې ټاکل کېده

– ټورپېډو غورزونکې : ځانګړې الوتکې وې او سمندر کې یې د بېړۍ ضد ټورپېډو اچوه

– په ځمکه برید کوونکې : د ځمکني پوځ د ملاتړ لپاره کارېدې او د مخالف لوري پوستې، ټانکونه او نور مهمات یې د جګړې پر مهال بمبار کول

– شپنۍ بم غورزونکې : یوازې یې د شپې لخوا بمبار کوه

– سمندري ګزمه کوونکې : د اوبتلونو، بار وړونکو او پوځي بېړیو د بمبار لپاره کارېدې

– جنګ کوونکې بم غورزونکې : په نورو الوتکو کې بدلون راوستل شوی وو تر څو د بمبار او هوا کې د جګړې وړتیا پکې اضافه کړل شي

سړه جګړه

د سړې جګړې په پیل کې، بم غورزونکې یوازې د اټوم اچولو موخې لپاره کارېده، دوېمه موخه یې د پوځي عملیاتو مخینوی کول وو. کله چې له هوا څخه هوا ته توغول کېدونکي توغندي اختراع شول بم غورزونکې له جنګ کوونکې د ځان دفاع کولو ته اړتیا پیدا کړه. د برید د مخنیوي او رادار نه د تېښتې لپاره لوړه الوتنه او سرعت لرلو وړتیا پکې اضافه شوه. وروسته د ځمکې له سطحې هوا ته توغېدونکو توغندیو د دې وړتیا پیدا کړه چې لوړه الوتنه کوونکې بم غورزونکې په نښه کړای شي، د توغندي او رادار نه د تېښتې لپاره د ډېرې ټیټې سطحې الوتنې ته پکې پام زیات شو تر څو یې رادار ونشي موندلی او په توغندي یې په نښه نه کړي.

کله چې اټومي وسلې له غورزېدونکي بم څخه په توغول کېدونکې وسلې بدلې شوې نو بم غورزونکې اړتیا نه لرله چې د هدف له پاسه تېره شي او له پاسه بم پرې وغورزوي. بر عکس د هدف هوایي حریم ته له داخلېدو مخکې یې د اټومي وسلې د توغولو وړتیا لرله او له چاودنې مخکې یې تېښته کولای شوه، همداسې د دښمن له رادار او توغندي هم پنا کې وه. رنګ یې هم سپین وو تر څو د اټومي چاودنې د وړانګو د جذب مخنیو پرې وکړي. کومو هیوادونو چې اټومي وسلې نه لرلې لکه ویتنام او مالیزیا غیرې اټومي بمونه پرې بیا هم لکه د پخوا په څېر له تکتیکي او ستراتیژیکو بم غورزونکو را ورېدل.

د سړې جګړې په پای کې د لویو بم غورزونکو تولید په کمېدو شو او لامل یې د تولید زیات لګښت وو، دوېم لامل د لویو وچو ویشتونکي بالاستیک توغندي اختراع وه کوم چې اټومي سروکي ځان کې انتقالوی شي او له همدې امله په ۱۹۶۰ لسیزه کې متحده ایالتونو د خپلې (XB-70 Valkyrie) بم غورزونکې د جوړولو پروګرام لغوه کړ. همداسې یې د (B-1B Lancer and B-2 Spirit) الوتکو تولید تر ډېره ځنډولی وو خو وروسته یې پوځ ته وسپارلې. اوسمهال یې بي ۵۲ کومه چې د ۱۹۵۰ لسیزې طرحه ده تر ۲۰۴۰ لسیزې پورې کارونې ته چمتو کړې. همداسې د شوروي اتحاد د وخت (Tu-22M ‘Backfire) بم غورزونکې کومه چې د ۱۹۷۰ لسیزې طرحه ده تولید یې درېدلی دی. ځینې الوتکې یې چې پخوانۍ دي په ۲۱ پېړۍ کې هم روسیه کاروي لکه (Tupolev Tu-16 and Tu-95) بم غورزونکې.

انګلستان کې هم بم غورزونکې ټولې تر ۱۹۸۳ کال پورې تقاوت شوې، فرانسې خپلې (Mirage IV) په کال ۱۹۹۶ کې تقاوت کړې او ځای یې (Mirage 2000N and the Rafale) الوتکو ونیوه. چین یوازې یو څو (Xian H-6s) بم غورزونکې لري.

عصري دور

د متحده ایالتونو، روسې او چین هوایي ځواکونه درندې بم غورزونکې کاروي. بم غورزونکې یې له رادار د تېښتې او پټېدو وړتیا لري لکه د متحده ایالتونو (Northrop Grumman B-21) الوتکه، د روسې (PAK DA) الوتکه او د چین (Xian H-20) الوتکه. خو نور هوایي ځواکونه بیا د څو موخو لپاره جیټ الوتکې لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.