د شنو مڼو پنځه حیرانونکې ګټې

922

لکه څنګه چې مڼه له رنګه ښکلې ده، خوند یې هم خوږ دی، ښه بوی هم لري، ویل کیږي، د ورځې لخوا یوه مڼه خوړل مو له ډاکټره لرې ساتي.

مڼه یوه داسې میوه ده چې په ژمي، و اوړي او هر موسم کې موندل کیږي، د هر ځای او هر موسم سره مختلف رنګونه لري، او په نړۍ کې د ډېرو کرنیزو او مصرف شوو مېوو په سر کې راځي.

مڼه شنه وي که سره، یو شمېر روغتیایي ګټې لري، انرژي، پروتین، یو شمېر ویټامینونه، کلسیم، وسپنه او داسې نور ډیرې روغتیايي ګټې په کې موندل کیږي، او د یو شمېر ناروغیو په مخنیوي کې هم ګټور ثابتیږي.

که څه هم د شنې مڼې په پرتله بازار کې سره مڼه زیاته موندل کیږي، خو د تغذیې او ګټو له لحاظه شنه مڼه د سرې په پرتله د روغتیايي ګټو ډیرې ځانګړتیاوې لري، خو فرق یې دادی چې ددې خوند کې د خوږوالي پرځای تروشوالی زیات وي.

ګټې يې په لاندې ډول دي:

میټابولیزم اضافه کوي

په شنه مڼه کې د فایبر کچه زیاته وي، چې ورسره د میټابولیزم (استقلاب هم ورته وایي، بدن کې خواړه په ګټه بدلوي) اضافه کیږي، خو شنه مڼه باید د پوستکي سره وخوړل شي، ځکه چې ددې پوستکی هم یو شمېر ګټې لري. شنه مڼه د ځیګر او هاضمي سیستم ښه کولو کې مرسته کوي.

د وینې جریان او رواني کې مرسته کوي

په شنه مڼه کې د چاغولو ماده په نشت حساب ده، همدا لامل دی چې بدن کې د وینې جریان کوي، سربېره پر دې په دې کې ویټامن K هم په لوړه کچه موندل کیږي، د وینې جریان ښه کېدلو سره انسان د زړه سربېره له یو شمېر نورو ناروغیو څخه ژغورل کیږي.

ویټامن A او ویټامن C په لوړه کچه لري

ویټامن سي بدن له جلدي ناروغیو ژغوري، که هر ورځ یوه شنه مڼه وخوړل شي د بدن پوستکی تازه او انسان ځوان پاتې کیږي، همدا ډول په دې کې موجود ویټامن ای د سترګو نظر لپاره غوره دي.

هډوکو لپاره ګټورې دي

د یو شمېر ویټامنونو او منرالونو لرلو سره سره شنه مڼه کې کلسیم هم لوړه کچه موندل کیږي، چې د هره ورځ یوې مڼې خوړلو سره د بدن هډونکي او غاښونه قوي کیږي.

همیشه مو ځوان ساتي

د روغتیایي ګټو ترڅنګ شنه مڼه د بدن ښایست لپاره هم غوره خواړه منل کیږي، شنه مڼه پوستکی تازه او نرم ساتي، سربېره پر دې د سترګو شاخوا تورو حلقو له منځه وړلو کې هم مرسته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.