د ګوتم بدهـ خدای

رفیع ضمیر

877

د حاملې مور په ګېډه کې غبرګوني ماشومان په خبرو سر وو، یوه یې وویل:

“د مور له ګېډې په بهرني ژوند هم باور لرې؟”

دویم ځواب ورکړ: “بې له شکه چې لرم یې، ځکه له پیدایښت وروسته به خامخا هغه څه موجود وي، د کوم لپاره چې اوس همدلته تیارېږو.”

اولني یوه بیا وویل:

کم عقله! ژوند همدا دی چې دلته یې کوو، له دې وروسته بل هېچېرې نشته…..

دویم وویل:

زه د هغه ژوندانه اړوند دومره نه پوهېږم، مګر امکان لري چې هلته له دې ځایه هم زیاته روښنایي شتون ولري، کېدای شي چې هغلته موږ په خپلو پښو تګ وکولی شو او په خوله خوراک، څښاک وکړو، او ممکنه ده چې زموږ ځینې هغه احساسات چې اوس پټ او ورک دي، هغلته را ښکاره شي او د درک توانایي یې ولرو.

اول ماشوم په خبرو سر شو:

توبه نو، عجیبه خبرې کوې!، په پښو هم څوک ګرځېدی شي؟! او په خوله باندې خوراک او څښاک لا څنګه کیږي؟!

دا خو ډېره د خندا وړ خبره ده!!

ګورې نه چې موږ دلته یوازې د نوم د ویالې له لارې خوراک او څښاک ترلاسه کوو، او ته خو لږ په ځير سره ورته وګوره، ودې لیده چې څومره تنګه ویاله ده؟! دومره تنګه ده چې زموږ د څو ورځو ژوندانه ساز و سامان لري.

اوس نو ته ووایه، که چېرې له دې وروسته ژوند وی نو دا ویاله به دومره موقتي او تنګه وی؟ زه خو په باور سره درته وایم چې له دې وروسته نه ژوند شته او نه کومه بله دنیا.

دویم په خپله خبره کلک ولاړ و او په ټینګار یې وویل:

وروره، دا ومنه چې له ګېډې بهر حتما یو څه شته، چې ددې ګېډې په څېر نه دي، خو له دې لوی او متفاوت دي، چې بیا به له سره د خوراک لپاره دې وړې او تنګې ویالې ته پکې محتاج نشو.

اولنی ماشوم عصباني شو، په غوصه یې وویل:

ای هی کم عقله! که ستا خبره رښتیا هم وي او له دې ځایه بهر ژوند شتون ولري نو ولې ترې څوک واپس نه دي راغلي؟ له پیدایښت وروسته هېڅ ژوند نشته، بلکه یوه تیاره او چوپه خلا ده، چې پای نه لري او بس! په دې لویه خلا کې بیا نه خپل موجودیت درک کولی شو او نه هم چېرې تګ کولی شو.

دویم ماشوم اسوېلی وکیښ:

ښاا !!! زه په دې باره کې بیخي نه پوهېږم، خو دومره ضرور ویلی شم، چې په هغه ژوندانه کې به له خپلې مور سره خامخا یوځای کېږم او هغه به زما بېحده ډېر خيال ساتي.

اولني ماشوم چې دا خبره واورېده، نو په حیرانۍ یې وویل:

مور!!! ښه نو؛ ته ګني د مور وجود هم منې؟ څه عجیبه خبرې درنه اورم.

که چېرې په رښتیا هم مور موجودیت ولري نو ولې ځان نه را ښایي؟ چېرته ده اخر دا مور؟

دویم یې ځواب ورکړ:

مور خو زموږ هره خوا ده!

هغې خو موږ چارچاپېر احاطه کړي یو، د هغې د شتون له برکته خو پایېږو او د هغې په درون کې ساګانې اخلو، که مور نه وي نو زما او ستا دا دنیاګۍ هم ړنګه بوله!!!

اولني ماشوم وویل:

که هر څه هم ووایې، خو معقوله خبره داده، چې موږ تر اوسه مور په سترګو نه ده لیدلې او دا ددې خبرې اثبات دی، چې نشته.

دوهم ماشوم له خبرو تنګ شو، او ددې کیسو له اورېدو وروسته یې د اخري ځل لپاره وویل:

“که کله په خاموشۍ او چوپتیا کې متوجه شوې، نو حتما به د هغې وجود حس کړې، دا لا څه چې د هغې له مینې هغه ډک اواز به هم واورې، چې له پاسه ما او تا ور غواړي.”

له خبرو وروسته دویم ماشوم چوپ او ډوبې خاموشۍ ته لاړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.