!د مشرتوب ستونزه

سرلوڅ مرادزی

566

افغانان تل شکایت لري چې مشر نه لري، نو ځکه ستونزې نه حل کیږي او ورځ تر بلې نورې هم یو پر بل باره کیږي او پسې ډېرېږي. د ډیری افغانانو په اند، د ستونزو د حل کیلې د مشر سره ده او چې مشر نه وي راپیدا شوی د ستونزو حل ناشونی دی. لکه څنګه چې خلک انګیري، ځمکه د غوايي په ښکر ولاړه ده!

افغانان په خپل ذهن او ماحول کې د مشر څخه یو سراب وزمه موجود جوړوي او سراب ته چې څونه نږدې کیږې، هومره لیرې کیږي. که د مشر په اړه افغانان دغه سراب وزمه درک او پېژند لیرې نه  کړي، هیڅکله به مشر پیدا نه کړي.

مشر له اسمان څخه نه راځي، لکه په پخوانیو دودونو او سنتونو کې چې په ناسمه رواج وو، بلکې خلک پخپله مشر جوړوي. مشر پر ځمکه هم نااشنا موجودات او مکنونات نه رامنځته کوي، بلکې ولسونه د راستۍ په میدان کې خپل مشر پنځوي.

د مشر څخه ولس د خپلې لارښوونې او مشرتوب هومره تمه لرلای شي، څونه انرژي او ونډه چې ولس د مشر په رامنځته کېدو کې لګولې ده. دلته معادله دوه طرفه ده.

دا ګیله هم پرځای نه ده چې مشر دې په هر څه پوه وي. مشر دې هم اقتصادپوه، کرنپوه، هم مولانا، هم فیلسوف، هم ښه ویاند، هم ښه هنرمند، هم ډېر ښکلی او هر…..هر وي.

بېکاره، لټ او ناپوه ولس؛ هیڅکله خپل منځ کې د هوښیار، فعال او ځېرک مشر د لرلو ادعا نه شي کولای. په کاسه کې هغه څه اچول کیږي چې په دېګ کې وي. یا دا متل څنګه غر هغسې يي کربوړی.

په مشرتوب کې سپږې لټول پکار نه دي، ولس باید د خپل فعالیت په پایله کې مشر رامنځته کړي!

د ۲۰۲۲ کال د سېپتمبر ۱۹ مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.