ډاکټر که کرېکټر؟

محب زغم

777

نن د اسطوره‌یي اتل راشد خان کلیزه ده.
د شپږم ټولګي پښتو کتاب کې مې د ده بیوګرافي/ ژوندلیک راوړی و. هغو کتابونو سر وخوړ نو متن به یې دلته وګورئ:

ولولئ او دریاد یې کړئ: لاندې متن ولولئ. د متن د هر پراګراف تر لوستو وروسته له ځان سره فکر وکړئ چې «دا راته څه شی یادوي؟» دې ته ورته معلومات مو پخوا چېرته اورېدلي، لیدلي، یا لوستي وو؟

ډاکټر که کرېکټر؟
مور یې غوښتل چې دی ډاکټر شي. په همدې خاطر به د کرېکټ لوبو ته نه پرېښوده او ویل به یې چې درسونو ته دې پام وکړه. د ده هم ډاکټري خوښه وه، خو له کرېکټ سره یې لا ډېره مینه وه. ده به هم درسونه ویل او هم به یې د کرېکټ لوبې کولې او بیا داسې وخت راغی چې مور یې پخپله ورته وویل: «آفرین راشده ګله! نور نو بې غمه کرېکټ کوه.» کیسه داسې وه چې د افغانستان د نولس کلنو کرېکټ لوبډلې د پاکستان له لوبډلې سره سیالي کوله. دا لوبه په ټلویزیون کې خپرېده. راشد خان په دې لوبه کې پنځوسیزه ووهله او لوبه یې وګټله. خلکو د ده پلار ته ټیلفونونه کول او مبارکۍ یې ورکولې. مور یې هم د ده ښه لوبه کتلې وه او ویې لیدل چې خلک راشد خان څومره ستایي. هماغه وه چې د لوبو اجازه یې ورته ورکړه.
راشد خان ارمان د ۱۳۷۷هـ. ش. د وږي په ۳۰ نېټه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. دی شپږ وروڼه او څلور خویندې لري. هغه کرېکټ په ماشومتوب کې له خپلو وروڼو سره پیل کړ. په لومړي سر کې د توپ وهنې شوقي و. وروسته ملګرو ورته وویل چې ته په توپ اچونه کې ډېر تکړه یې او په همدې برخه کې باید زیار وباسې. ده ډېره خواري وکړه او دومره تکړه شو چې د افغانستان د نولسو کلنو او بیا ملي لوبډلې ته غوره شو. دی په لوبو کې دومره ښه وځلېد چې څو ځله د کرېکټ د نړۍوالې شورا په درجه‌بندۍ کې د دنیا غوره بالر یا توپ اچوونکی شو. په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د کرېکټ نړۍوالې شورا د تېرې لسیزې غوره لوبغاړي معرفي کړل چې راشد خان په ټوله نړۍ کې د دې لسیزې غوره بالر شو.
راشد ارمان لومړنی افغان ورزشکار دی چې نوم د ګېنس په کتاب کې راغلی دی. په دې کتاب کې د داسې کسانو نومونه لیکل کېږي چې ریکارډونه یې جوړ کړي وي. راشد خان ډېر ریکارډونه جوړ کړي دي، لکه: دی تر ټولو ځوان لوبغاړی دی چې ۱۰۰ وېکټې یې اخیستې دي؛ په شل اوریزو لوبو کې یې ۵۰ وېکټې پوره کړې دي؛ په څلورو پر له پسې توپونو یې څلور وېکټې اخیستې دي او څو نور ریکارډونه.
راشد خان په ټوله دنیا کې مشهور لوبغاړی دی خو دا نوم یې په آسانۍ سره نه دی ګټلی. هغه هره ورځ ۴ ساعته تمرین کوي او ډېر عمر یې په مسافرۍ کې تېرېږي. ده په ۲۰۱۹ کال کې په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل: «په تېرو یو نیمو کلونو کې مې ایله ۱۰ – ۱۲ ورځې له خپلې کورنۍ سره تېرې کړې دي او نور وختونه مې ټول په سفرونو او سیالیو کې تېر شوي دي.» تر سختو تمرینونو او مسافریو ورهاخوا، راشد خان ډېر دردونه هم ګالي. کله کله په لوبه کې خوږ شي او سخت دردونه زغمي، خو لوبه نه پرېږدي.
راشد ارمان د نړۍ په ډېرو لویو تجارتي لوبو کې لوبېدلی دی، لکه د هندوستان غوره لیګ (IPL)، د آسټرالیا بېګ باش، د کارابین غوره لیګ (CPL)، د بنګله‌دېش غوره لیګ (BPL) او نور. دی په هر ډګر کې ښه ځلېدلی دی او په هر هېواد کې خپل مینه‌وال لري، خو خپل هېوادوال ډېر ورباندې ګران دي. دی وايي: «د خپلو هېوادوالو خوښي او مینه ډېره انرژي راکوي.»
راشد خان ښوونځی تمام کړی دی، خو په کرېکټ د بوختېدا په وجه یې لوړې زده‌کړې نه دي کړې. دی وايي چې د ورزش تر څنګ تعلیم هم ډېر مهم دی. په همدې وجه په ۲۰۱۹ کې د کابل روزنتون ته ولاړ او له بېوزلو ماشومانو سره یې د پیسو مرسته وکړه چې خپل درسونه ووايي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.