چارټ او د میوجاتو ګډول له ګټې تاوان ډیر لري

1,276

فروټ چارټ چې بیلابیل ډوله میوې پکې یوځای کوئ ، څیړنې واييوچې له ګټې يې تاوان ډیر دی . د تغذيې متخصصین وايي چې هیڅکله یوه میوه له بلې سره مه یوځای کوئ . دوې وايي چې هره میوه بیل خصوصیات او بیلابیل ترکیبات لري . ځینې يې تیزابي او ځینې يې غیرې تیزابي وي چې یوځای کول يې ګټور نه دي .

اول : د ډاکترانو په باور چې هیڅکله خټکی ( خربوزه ) او هندواڼه له کوم بل څه سره مه یوځای کوئ . که تاسې هندواڼه له مڼې او یا مڼه له خټکي سره یوځای کړئ ، نو خټکی او هندواڼه ژر هضمیږي خو مڼه ژر نه هضمیږي چې ورسره د هاضمې سیستم هم خرابیږي .

دوهم : انګور ، انار ، ځمکی توت ، مڼه ، او شفتالو له کیلې او کیله له دې شیانو سره مه یوځای کوئ . لومړۍ هغه يې تیزابي دي او کیله بیا خوږه ده او تیزابیت نه لري . دا کار هم د هضمې سیستم زیانمنوي .

درېیم : ځینې میوې او سبزي هم سره مه یوځای کوئ . د مثال په ډول نارنج له ګازرو او ګازرې له نارنجو سره مه یوځای کوئ .

ډاکتران سپارښتنه کوي چې کوښښ وکړئ هره میوه بیله بیله په بیلابیلو وختونو کې وخورئ . دا چاره ستاسې عمومي روغتیا ته ډیره ګټه لري .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.