د بلقیس کیسه

لیکوال: عبدالحمید جودة السحار ژباړه: شرر ساپی

1,026

په یمن کې خلک په سختې تنګسیا کې وو، ظالمان او سرکښان پرې واکمنان شول، له دوی نه اطمنان او سکون کډه وکړه، یو اشاره، یا یو سترګک د سر د پرېکولو لپاره کافي و، یو سرکښه پاچا ورباندې حاکم و چې زړه یې ډبره وه، زړه سوی يې نه پېژانده، خپل ولس ته يې ډول ډول شکنجې ورکړې، سبک سپاند يې کړل، د خلکو له زبیرګو او د وینو له بهولو یې خوند اخیست، په انارسیزم (نرګسیت) اخته پاچا و.
په سبا دولت باندې د ذلالت او سپکاوۍ ورېځې ګورې شوې وې، بلقیس دا هر څه وروسته له هغې په ځير څارل چې پلار يې مړ شو، ډېره پرې ودرېدله، د ورځو په تېرېدو يې د دې سرکښه پاچا سره کینه زیاتېدله، دا ولس د دومره فشارونو او سپکاوي وړ نه دی.
په فکر کې ډوبه شوه چې د دې ولس لپاره څه وکړي چې له دې ظالم پاچا نه خلاص شي، یوه مفکوره وروغورځېده، د هغې د پلي کولو هوډ یې وکړ، کېدای شي خلک له دې ظالم پاچا نه وژغورل شي، د خلکو زړونو ته بېرته اطمنان او سکون راوګرځي.
خپل وريښمن ګېډۍ ويښتان يې ږمنځ کړل، د ملغلرو هار يې په غاړه کړ، خپلې ښکلاګانې يې بربنډې کړې، د ښکلا او حسن یو سمبول وګرځېده، پاچا ته ورغله، کله چې پاچا ولیده، په شونډو يې ژبه تېره کړه، په ډېره مینه ورغی، په څنګ کې یې کېنوله، په ډېره مینه او تلوسه ورسره خبرې کوي، په مینه ناک نظر ورګوري، پاچا يې په شېبه کې د ځلیدونکي مخ، غټو سترګو او دنګ قد بندي شو.
پاچا ته به ورتله، تر دې چې پاچا پرې مین شو، کله چې به پاچا یوازې شو، د بلقیس فکر به یې په سر لوبې کولې، د بلقیس خبرو به یې حواس تخنول، یو نظر به یې په نیشه کې ډوباوه، هوډ يې وکړ چې واده ورسره وکړي او په پاچاهۍ کې یې شریکه کړي.
بلقیس د ناويتوب جامې واغوستې، له ګلونو ښکلې، د سهار له پرخې نرمه او له پسـرلي خوږه شوه، پاچا ورته رامنډې کړې، په زړه کې یې د مینې اور غرغرې کولې، په سترګو کې يې مینه راخوټیدله.
محفل پای ته ورسېد، ښځه او خاوند خپلې کوټې ته لاړل، مېلمانه خپلو کورنو ته ستانه شول، ماڼۍ ارامه شوه، پاچا بلقیس ته وکتل، ټول حواس يې په حرکت راغلل، ورنیږدې شو، هغې ورته د شرابو ګیلاس وړاندې کړ، پاچا ورنیږدې شو، بل ګیلاس یې ورکړ، په یو ګیلاس پسې يې بل ورکاوه، تر دې چې نیشه شو، وروښوېده چې خپله ناوې خپلې غېږې ته راجوخته کړي، هغه وروړاندې شوه، خنجر يې راوویست، د زړه په سر يې وواهه، په خپل کټ کې په خپلو وینو کې ډوب شو او وروستۍ سلګۍ يې وهلې.
بلقیس د ماڼۍ په زینو کې ارامه روانه شوه، کله چې تخت ته ورسېده، مرستندویان يې ورته وارخطا منتظر وو، نو د سرکښه پاچا سر يې ورګوزار کړ، د پاچا په تخت باندې کښېناسته، ملګري يې ولس ته راووتل چې د سبا د ظالم پاچا د مرګ او د بلقیس د پاچا کېدو خبر ورکړي.
بلقیس د موقات د سپوږمۍ د خدای معبد ته لاړه، قربانۍ يې ورته وړاندې کړې، بیا د لمر خدای معبد ذات حمیم ته لاړه، د شکر سجده يې ورته کېښوده، چې د دې ظالم پاچا په وژلو کې یې ورسره مرسته کړې ده.
اووه کاله تېر شول او بلقیس په خپله ماڼۍ کې په خپل ولس پاچاهي کوي، اسرائیلو ، سوریې او مصر ته د خوشبو او لبان قافلې لېږي او بېرته دغه قافلې هېواد ته ډکې منګولې راستنېږي، بلقیس او ملت يې د سپوږمۍ، لمر او عشتار عبادت کوي، دوی د نوور عربانو په څېر د ستورو عبادت کاوه، د ابراهیم دین يې نه و منلی.
الله پاک سلیمان ته پوهه، حکمت او داسې پاچاهي ورکړې وه، ویې ویل:
ای خلکه، ما ته د مرغانو د خبرو پوهه راکړل شوې ده او هر هغه شیان چې نورو نبیانو ته ورکړل شوي، ما ته راکړل شوي دي، بېشکه دا څرګنده مهرباني ده.
سلیمان ته د پېریانو، انسانانو او مرغانو لښکرې د جګړې او مانورې لپاره راټولې شوې، تر دې چې د مېږیانو په دره ورغلل، مېږیانو وویل:
ای مېږیانو، خپلو کورنو ته ننوځئ چې سلیمان او د هغه لښکر مو په ناپامۍ کې د پښو لاندې نه کړي.
سلیمان د دوی د خبرو په اورېدو وخندل او ويې ویل:
ای زما ربه، ماته د شکر ایستلو توان راکړه، د هغه لورینو چې په ما او زما په پلار دې کړي، چې زه نېک کار وکړم او په خپل رحمت مې د خپلو نېکو بندګانو سره په رحمت کې ننباسه.
یو مرغه نادرکه شو، ویې ویل:
څه خبره ده زه ملا چرګک(هدهد) نه وینم، که ورک دی. هرومرو به سخته سزا ورکړم او یا به یې حلال کړم او یا به کوم کره دلیل راوړي چې ولې تللی.
لږه شیبه وروسته ملا چرګک حاضر شو، و یې وویل:
ما د هغه څه خبر درته راوړی چې ته ترې نه یې خبر، د سبا له هېواده مې درته کره خبر راوړی دی،یوې ښځې پرې پاچاهي کوله، هغې ښځې ته د دنیا هر نعمت ورکړل شوی دی، له دې سربېره یو لوی تخت يې هم لره. قوم یې له الله پرته لمر ته سجده کوله، شیطان ورته خپل عملونه ښایسته کړي و، د الله له لارې يې بند کړي وو، هغوی د حق لار نه شي موندلی، شیطان بېلاري کړي چې هغه الله ته سجده کښېنږدې چې له اسمان او ځمکې زرغونه راشنه کوي او په پټو او ښکارو پوهېږي. هغه الله چې له هغه پرته بل معبود نشته او هغه د لوی عرش څښتن دی.
سلیمان وویل:
وبه ګورو چې دروغ وایي که رښتیا. زما دا لیک وروړه، ورګوزار يې کړه، بیا ترې راوګرځه، وګوره چې دوی څه ځواب راکوي.
بلقیس وویل:
ای مشرانو ما ته یو عزتمن لیک راغلی دی، دا له سلیمان نه راغلی دی، مضمون یې دا دی د مهربان او لوراند خدای په نامه.
ویې ویل:
ای د هېواد مشرانو، په دې کار کې مشوره راکړئ، ما هیڅکله داسې کار نه دی کړی چې تاسې په کې حاضر نه یاست.
دوی وویل:
موږ د زور او ځواک څښتنان یو، نور امر ستا لاس کې دی، څنګه چې ستا نظر وي، هم هغسې وکړه.
ویې ویل:
کله چې هم پاچاهان یو، کلي ته ورننوځي، هغه له منځه وړي، تر ټولو عزتمن يې تر ټولو زیات سپکوي او همدارنګه کوي، زه ورته یوه ډالۍ لېږم، ګورم چې ما ته څه رالېږي.
کله چې سلیمان ته راغلل، هغه وویل:
تاسې ما ته په مال لالچ راکوئ، الله ما ته له تاسې نه غوره څه راکړي، تاسې په خپلو ډالیو خوشالېږئ، واپس ورشئ، داسې لښکر به ورپسې ورولم چې هیڅ مخه به يې نه نیول کېږي او له هغه ځای نه به یې سپک او ذلیل راوباسم.
ویې ویل:
ای مشرانو، مخکې له دې چې هغوی تسلیم راشي، څوک به یې تخت راوړي.
له پېریانو څخه عفریت وویل:
مخکې له دې چې له ځایه پورته شې، زه به یې راوړم، زه یې په راوړلو قادر او امین یم.
هغه چا وویل چې د کتاب پوهه ورسره وه:
زه به یې د سترګو په رپ کې راورسوم
کله چې يې تخت ولید، ویې ویل:
دا د خدای مهربانی ده، چې پر ما يې ازمايښت وکړ، چې زه شکر وباسم که ناشکري کوم، که چا شکر وویست، د شکر ګټه يې هم هغه ته ورګرځي او که یې ناشکري يې وکړه، نو زما رب ډېر عزتمن او بې پروا دی.
ویې ویل:
تخت يې رنک کړئ، چې خپل تخت پېژنې او که نه د هغه چا په څېر ده چې نه یې پېژني.
کله چې بلقیس راغله، ورته وویل شول:
ستا تخت دا رقم و؟
ويې ویل:
دا لکه چې هم هغه وي.
موږ لا پخوا پوهېدلي وو او د اطاعت سر مو ښکته کړی وو( موږ مسلمانان شوي وي)، خو حقیقت دا و چې مخکې يې له الله پرته د بل شي عبادت کاوه، او دغه عقیده يې ترمنځ خنډ ګرځېدلې وه او د کافرانو له جملې څخه و. ورته وویل شول:
شاهي ماڼۍ ته ننوځه.
کله چې يې ولیده، ګومان يې وکړ چې د اوبو حوض دی، نو پایڅې يې راپورته کړې، ورته یې وویل:
دا ماڼۍ له ښېښې جوړه شوې ده، اوبه نه دي.
ویې ویل:
ای زما ربه، ما په خپل ځان ظلم کړی دی، له سلیمان سره د نړۍ پالونکي الله ته تسلیم یم.
محمد صلي الله عليه وسلم او ملګري یې
د اسماعیل علبه السلام نبیره لسم ټوک.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.