د معلم ورځ

شرر ساپی

512

یو ځل مې له خپل جاپاني ملګري نه پوښتنه وکړه:
_ ستاسې په هیواد کې د ښونکي کومه ورځ ده او څنګه یې لمانځئ؟
زما پوښتنې ته یې په تعجب ځواب راکړ:
– موږ د ښونکي په نوم کومه ورځ نه لرو.
د ځواب په اوریدو یې زه حیران شوم!
دا به رشتیا وایي؟!
ماته فکر راولوید:
” د اقتصاد، پوهې او تکنالوژۍ له پلوه په یو پرمختللي هیواد کې د معلم په اړه دومره بې تفاوتي”؟!
له زدکړو وروسته یوه ورځ، جاپاني ملګري د مېلمستیا بلنه راکړه.
دا چې کور یې د کار له ځایه لرې و، نو مټرو کې ولاړو.
مازیګر و، په مټرو کې زخته ګڼه ګوڼه وه
.د دروازې ترڅنګ ودریدم.
ناڅاپه یو بوډا سړی له خپلې چوکۍ نه راپورته شو، ماته یې د کیناستو بلنه راکړه.
ما له کیناستو ډډه وکړه.
خو هغه په خپلې خبرې کلک ودرید.
زه د دې درناوي په راز پوه نه شوم،
سر بیره پر دې چې هغه تر ما ډېر مشر و.
له مټرو نه ووتلو، خپل جاپاني ملګري نه مې د دې درناوي د راز پوښتنه وکړه.
ملګری مې وموسید، بیا یې زما پر سینه ټومبلي میډال ته اشاره وکړه، ویې ویل:
– دې بوډا سړي ستا پر سینه د ښونکي ټومبلی میډال لیدلی دی.
تاته یې د معلم په صفت درنای کړی دی.
دا چې په لومړي ځل د جاپاني ملګري کور ته تلم، باید یوه ډالۍ ځان سره وروړم.
له ملګري سره مې مشوره وکړه، هغه هم زما خبره تاید کړه، ویې ویل، مخې ته مو سوداګریز مارکیټ دی، د ښونکو لپاره ځانګړی تخفیف لري، له هغې نه به ډالۍ راونیسو
ومې ویل:
– له دې امتیازاتو یوازې ښونکي برخمن دي؟
هغه سر وخځاوه، بیا یې د خپلې خبرې د پخلي په پار وویل:
– په جاپان کې د ښونکي دنده تر ټولو مقدسه او عزتمنه ده، په جاپان کې تر ټولو زیات د معلم درنای کیږي،هر سوداګر په دې ویاړي چې معلم یې مارکیټ ته ورننوزي، دا د ځان او مارکیټ لپاره ویاړ ګڼي.
وروسته متوجه شوم چې په مترو کې ښوونکي ځانګړي چوکۍلري، په ټیاټر کې ټکټ اخیستلو ته په لیکه کې نه دریږي.
ځانګړي سوداګریز مارکیټونه لري.
نو پوه شوم چې جاپانی ښوونکی په کال کې یوې ورځ ته څه اړتیا لري.
چې هره ورځ یې لمانځنه کیږي؟؟

په کوم ملت کې چې معلم خوار او ذلیل وي، هغه ملت دې د ترقۍ او پرمختګ خوبونه نه ویني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.