د حمل د مخنیوي طریقه او لارې چارې

1,817

ځيني وختونه انسان مجبوره کيږي چی حمل مخنيوي کړي او ديو څه وخت لپاره د پيدايښت مخه ونيسي چی مختلف سببونه لري مثلا ډيری ناروغي سته چی دهغه ناروغي په شتون کي حامله پاته کيدل دښځي ژوند ته خطر وي ځيني اقتصادي مشکلات وي چی د اولاد ښه روزنه او پالنه يي ورته مشکل وي  ځيني خلګ بيا وايي لږ اولاد پيدا کوی چی پالنه او روزنه يي ښه کوی چی کورني او ټولني ته خير ورسيږي همدارنگه په ځيني هيوادوکي د نفوس د کنټرول په مقصد هم دحمل مخنيوي کوي.

همدارنګه ذکر سوي د حمل مخنيوي په طريقو ماشوم وژنه هيڅ نسته دلته فقط او فقط د نارينه د مني (سپرم) او دښځينه د هگي تر منځ يو ديوال جوړيږي د نارينه د مني او د ښځينه دهگي د يو ځاي کيدو مخه نيسي د نارينه مني د ديوال يوي خواته پاته کيږي دښځينه هگي د ديوال بلي خواته پاته کيږي .دحمل دمخنيو طريقي هره يوه جلا جلا  ښه او بد  طرف يي په لاندی شکل تشريح کوم .

پيچکاري (ستنه): دحمل په مخنيوکي ډيري تاثير ناکه دي د يو مياشتني او دري مياشتني ستني سته چه دمياشتني ناروغي په اول پنځه ورځو په داخل کي ورته لگول کيږي ذکر شوي ستني هم گټه لري او هم تاوان لري

گټه يي داده چی د اوږده وخت لپاره دي ، داعتماد او د باور وړ دي ، د حمل دمخنيوي وړتيا يي لوړه ده ، دنورو دواګانو سره يي يو ځاي استعمال خاص تاوان نلري، په پريښودلو سره تکرار خپل پخواني حالت ته راګرځي، درحم او تخمدان دکنسر په مخنيوي کي کمک کوي  ، د پاخه عمر لرونکو ميرمنو ، دويني فشار لرونکو او دشکري دناروغي لرونکو میرمنو دپاره استعمال کيداشي

تاوان يي دادي چه مياشتني ناروغي دغير منظم والي احتمال ورسره سته ، دمياشتني ناروغي د ځنډوالي احتمال ورسره سته ، غير منظم د رحم دويني احتمال ورسره سته ، وزن دزياتوالي احتمال ورسره سته ، دژور خفګان د زياتوالي احتمال ورسره سته  ، د سيني دحساسيت احتمال ورسره سته ، دهډوکو د کمزوتيا احتمال ورسره سته .

دواگاني : دحمل په مخنيوي کي ډيري کامياب دي، د حمل دمخنيوي وړتيا يي لوړ  ده، د تابلتو مختلف ډولونه لري په عمومي ډول په ورځ کی  يو دانه خوړل کيږي يويشت 21 ورځي ادامه ورکول کيږي په منځ کي اوه 7 ورځي فاصله ورکول کيږي تکرار شروع کيږي

گټه يي دا ده چه د حمل په مخنيوي کي په لوړ درجه تاثير لري، په پريښودلو سره دستي خپل پخواني حالت ته راگرځي، په هر عمر کي داستفادي وړ دي، ټول منفي تاثيرات يي څيړل شوي، مياشتني ناروغي لنډوي اسانه کوي یی او منظم کوي يي ، د درد لرونکي مياشتني ناروغي مخنيوي کوي، پر جنسي ژوند او جنسي اړيکو کوم منفي تاثير نلري  ، دسيني او درحم د سرطان په مخنيوي کي کمک کوي

تاوانونه يي دادي چه د نورو دواگانو سره يي استعمال منفي تاثير ښکاره کوي، هره ورځ خوړل کيږي، د ويني دلوړ فشار احتمال ورسره سته، دزړه دناروغيو احتمال ورسره سته ، د صفرا دکڅوړي د تيږي (تيگه) احتمال ورسره سته ، دینه (جگر) دسرطان احتمال ورسره سته ،  د ديفريشن او ژور خفگان احتمال ورسره سته

د دواگانو د استعمال په وخت کي کيداي شي دغه تاثيرات هم ښکاره کړي لکه سرچرخي، استفراق، سر دردي، د سيني حساسيت، دمياشتني ناروغي نه ليدل، پر پوستکي ټکۍ او داني

دواگانی باید دلاندی  ښځو لپاره استعمال نشی چه  عمر یی تر 35 کالو لوړ او سګريت څکوي ، چاغي ښځي، حامله  ښځي، بي تشخيصه د رحم دويني شتون والي، نيم سري او سردرد لرونکي ښځي، لوړ ګليسترول لرونکي  ښځي  ، هغه ښځي   چه ماشوم ته طي ورکوي( اولي شپږ مياشتی ) ، چه ښځي دسيني دسرطان تشخيص يي ښودل شوي وي

په عمومي ډول دواګاني دهغه  ښځو  لپاره ښه مناسبي دي چه ځوان عمر ولري ، دمياشتني ناروغي وينه يي زياته وي ،  غير منظم مياشتني ناروغي ولري  ، په مياشتني ناروغي کي دردونه ولري ،  په سينه او تخمدان کي کيستونه (کوچني داني) ولري

په بازو کي تر پوستکي لاندي دامپلانت ايښودل : د بازو په لاندني برخه کي تر پوستکي لاندي يوه آله ايښودل کيږي چه  په داخل  کي د آلي هرمون شتون لري دضرورت په اندازه يي وجود ته ورکوي مختلف ډولونه لري دمياشتو او کلونو لپاره داستفادي وړ دي دحمل په مخنيوي کي کامياب دي  دآلي په ايستلو سره خپل پخواني حالت ته راگرځي منفي طرف يي دادي چه دمياشتني ناروغي د غير منظم والي احتمال ورسره دي .

د رحم داخلي آله : دا يوه ډيره کوچني آله ده چه درحم په داخل کي ځاي پرځاي کيږي دحمل په مخنيوي کي ډير کامياب دي ډيري ميرمني يي استعمال کوي مختلف ډولونه لري د پنځه 5 کاله څخه تر لس 10کالو پوري داستفادي وړ دي دآلي په ايستلو سره حالت خپل پخواني حالت ته راگرځي

گټه يي داده چه ارزانه ده، اسانه ده ،  د اوږده وخت لپاره داستفادي وړ دي، ددنيا ډيري ميرمني يي استفاده کوي، د آلي په ايستلو سره حالت خپل پخواني حالت ته راگرځي، هرمونيک آلي يي دمياشتني ناروغي دردونه او وينه هم کمولاي شي

تاوانونه يي دادي چه د آلي ايښودل مسلکي ته ضرورت لري  ، دمياشتني ناروغي د زيات وينه کيدو احتمال ورسره سته ،  دميکروبي کيدو احتمال ورسره سته

دا آله په عمومي ډول دهغو ښځو لپاره مناسبه ده چه د اوږده وخت لپاره حامله کيدل نه غواړي  ، ماشوم ته طي ورکونکي ښځي   ، هغه ښځي چه د دوا استعمال نه غواړي  ، هغه ښځي چه د 12 مياشتو په داخل کي د رحم پوري مربوط ميکروبي ناروغي نه وي پر تيره شوي ،   هغه ښځي چه پاکي او صافي  ته ډيره توجه کوي ، هغه ښځي چه تولد  يي ډير کړي وي ، هغه ښځي چه مياشتني ناروغي يي منظمه وي

د رحم داخلي آله بايد د دغه  ښځو لپاره بايد نشي استعمال لکه حامله ښځي ،  په رحم پوري مربوط د ميکروبي ناروغيوشتون الي  ، دويني کنسر شتون والی، د ايډز شتون والی، د وجود دفاعي سيستم خرابوالي  ، د مس سره دالرژي شتون والی ، دويلسن د ناروغي ستون والي  ، بي تشخيصه د رحم دويني شتون والي  ،  رحم تر خپل نارمل حد دیر غټ يا کوچني وی ، د زړه  د والو دناروغيو شتون والي

د رحم داخلي رينگ : دا يو نرم ارتجاعي جوړښت لري حلقه يې د هورمون څخه تشکليل سوی د حمل په مخنيوی کی کامياب دی، د درو (۳) اونيو لپاره ايښودل کيږی او په ۲۹ ورځ ايستل کيږی او بل رينګ ورته ځای پر ځای کيږی. په ايستلو سره يې بېرته خپل پخوانی حالت ته راګرځی او د حمل په مخنيوی ګټور دی.

د نارينه ګاندم:- د نارينه ګاندم د حمل په مخنيوی او هم د ساری امراضو (ايدز، تور ژيړی، ايچ آی وي…) مخه نسی. د هری جنسی اړيکی لپاره بايد نوی ګاندم استعمال سی، او د جنسی اړيکی وروسته بايد ګاندم وکتل سی کچيری سوری سوی يا څيری سوی وی نو تر ۷۲ ساعته پوری دی نږدی صحی مرکز ته مراجعه وکړئ.
د ګاندم استعمال اسانه، ارزانه، ګټور او کوم خاص تاوان نه لری.

ښځينه ګاندم:- ښځينه ګاندم نرم جوړښت لری تر جنسی اړيکی مخکی د رحم په مخکنی برخه کی ځای پر ځای کيږی دا هم د حمل مخنيوی او هم د ساری امراضو مخنيوی کوی.

د نارينه د کانالو بندول:- د نارينه د کانالو بندول ۱۰۰% د حمل مخنيوی کوی، ددی کانالو تر بندولو وروسته د نارينه څخه د عمر تر پايه حمل نه اخستل کيږی.
د کانال بندول پر جنسی اړيکی او ژوند کوم منفی تاثير نلری او دا طريقه دير لږ اشخاص کاروی.
دا طريقه هغه اشخاص کاروی چی په کافی اندازه اولادونه لری او حامحله کيدل يې ميرمنی ته خطرناک وی.

د ښځينه کانال بندول:- د ښځينه کانال بندول هم ۱۰۰% د حمل مخنيوی کوی او پر مياشتنی ناروغی او جنسی اړيکو کوم منفی تاثير نلری.
يوځل چی کانال بند سی بيا د عمر تر پايه د حامله کيدو چانس يې دير کم وی، دا طريقه هم هغه ميرمنی کاروی چی په کافی اندازه اولادونه ولری.

له ټولنيزو رسنيو څخه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.