پاکستان: د ترانس جندر له پاره تليفوني ليکه فعاله شوه

864
2 ساعتونه مخکې

پاکستان د جمعې په ورځ د ترانس جنسيتي خلکو يا نرښځيانو له پاره تليفوني ليکه فعاله کړه. يوه لوړپوړي حکومتي چارواکي وويل هڅه يې دا ده چې هغوی له سپکاوي او ځورونې څخه وژغورل شي.

ډېر خلک په پاکستان کې ترانس وګړي يا نرښځيان رټلي او مردود ګڼي، په تېره د دغه هېواد په محافظه کارو سيمو کې چېرته چې دوی تر بريد لاندې راځي، جنسي تېري ورباندې کيږي او آن په قتل رسيږي. دغسې خلک عادي ښوونځيو ته له تللو څخه هم ډډه کوي څو ورسره د توپيري چلن مخه يې نيولې وي.

سلمان صوفي چې د پاکستان د وزيراعظم يا لومړي وزير شهباز شريف يو سلاکار دی، په يوه ټويټ کې ويلي چې د ترانس وګړو د سپکاوي او ځورونې ضد تليفوني ليکه چې ډېر انتظار ورته شوی، اوس رامنځ ته او فعاله شوه. هغه دا هم وويل چې دغه تليفوني ليکه د پوليسو له لوړپوړو چارواکو او د بشري حقونو له وزارت سره وصل ده.

الماس بوبي چې په پاکستان کې د ترانس جنسي وګړو يو وياند دی، اسوشيتد پريس خبري اژانس ته په تليفون کې وويل چې »موږ خوښ يو چې دغه په اصطلاح تليفوني ليکه زموږ له پاره جوړه شوه.«

بوبي زياته کړه چې د ځورونې په ډېرو مواردو کې ترانس جنسيتي خلک وهل کيږي، نيول کيږي او په ټول هېواد کې د پوليسو له خوا سپکول کيږي. بوبي دا هم وويل چې »څنګه دغه تليفوني ليکې ته زنګ ووهو چې تليفونونه رانه اخيستل شوي وي؟ کله چې د واده په مېلو کې د غلو په څېر نيول کيږو چېرته چې موږ راڅرګنديږو او پيسې ګټو؟ څوک مو تر ټولو زيات ځوروي؟«

بوبي وويل چې »بلې هو، همدغه پوليس دي او موږ بايد اوس پوليسو ته زنګ ووهو چې عدالت وغواړو.«

دغه تليفوني ليکه په داسې وخت کې فعاليږي چې د پاکستان حکومت غواړي د ترانس جندر په قانون کې تغيير راولي چې ترانس جنسيتي خلک به يې له مخې کولی شي خپل جنسيت په صادر شوو حکومتي اسنادو، د زدکړې په بريليکونو او ملي شناختي کارډونو يا تذکرو کې پخپله انتخاب کړي.

په پاکستان کې د ترانس جندر ښځو لومړنی ښوونځی
په پاکستان کې د ترانس جندر ښځو لومړنی ښوونځیانځور: Shahid Saeed Mirza/AP

خو دغو وړانديزو شوو بدلونونو ناندرۍ راپورته کړې دي چې سخت دريځه روحانيون يې مخالفت کوي. سره له دې چې پاکستان په تېرو کلونو کې د ترانس جندر وګړو د حقونو په برخه کې په دغه اکثريت مسلمان هېواد کې لږ څه پرمختګ کړی دی، د بشري حقونو کارپوهان وايي چې ډېر څه بايد وشي چې ترانس وګړي په ټولنيزه کچه هم په رسميت وپېژندل شي.

بوبي اټکل کوي چې په پاکستان کې به تقريبا ۱۰ زره ترانس وګړي ژوند کوي. تېر کال پاکستان د پاکستان په ملتان ښار کې د ترانس جندر زدکوونکو له پاره خپل لومړی حکومتي ښوونځی پرانيست او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکي کې به نور دغسې ښوونځي هم پرانيزي. په ۲۰۱۹ کال کې د پاکستان سترې محکمې يا سوپريم کورټ داسې مهمه پرېکړه وکړه چې له مخې يې ترانس وګړي د دريم جنس په صفت منل کيږي. پخوا به ترانس خلکو ته ډېری وخت د طبي درملنې حق هم نه ورکول کېده ځکه چې ډاکترانو پرېکړه نه شوای کولی چې د نارينه يا ښځينه ناروغانو په برخه کې يې درملنه وشي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.