جلد او وېښتانو ته د کیلې د پوستکي ګټې

871

کیله خوندور خواړه دي، فایبر، پوتاسیم او د ویټامین سي په څېر انټي اوکسیډنټ لري. ډېر خلک چې کیله وخوري نو پوستکی یې غورځوي خو له دې لیکنې لوستلو وروسته ممکن دا چاره ونه کړي او ګټه ترې واخلي.

د کیلې پوستکی د پوستکي د پاملرنې، د وېښتانو د پاملرنې او د غاښونو سپینولو کې کارېدلی شي.

د کیلې پوستکی د پوستکي د پاملرنې لپاره:

۱ – که چېرې د کیلې پوستکی په مخ وموښل شي د مخ د پوستکي ګونځې ورکوي او پوستکی روښانه ساتي

۲ – که چېرې د سترګو لاندې کېښودل شي د سترګو لاندې پړسوب ورکوي

۳ – د کیلې پوستکی د انسان پوستکی نرم ساتلای او له لوندوالي ژغورلای شي

۴ – د کیلې پوستکی د ځوانۍ دانې او ټپ یې کمزوری یا ورکولای شي

۶ – که چېرې پوستکی مو د (psoriasis) ستونزه لري بخار یې ارامولای او د بخار سیمه نرمه ساتي – پسوریازیس (psoriasis) د پوستکي ناروغي ده، په پوستکي کې د سره رنګ د بخار لامل کیږي

۷ – که چېرې په ذخې (wart) یوه شپه د کیلې پوستکی وتړل شي ذخه له پوستکي لرې کولای شي

په ۲۰۱۸ کال کې یوې مطالعې وښوده چې د کیلې پوستکی فېنولیک لري او یاده ماده ځواکمنه د مکروب ضد او اوکیسډنت ضد ځانګړنه لري.

په ۲۰۱۱ کې یوې بلې مطالعې موندلي چې د کیلې پوستکی بیو اکیټیف ترکیبونه لري لکه کاروټېنویډ او پولیفینول.

په ۲۰۱۲ کې یوې بلې مطالعې د کیلې د پوستکي په شیره کې د پړسوب ضد ځانګړنه وموندله.

د کیلې پوستکی د وېښتو د پاملرنې لپاره

که چېرې وېښته د کیلې په پوستکي ماسک شي وېښتو کې نرموالی او ځلا پیدا کوي. په کیلې کې انټي اوکسیډنټ ازاد راډیکالونه خنثا کوي او د وېښتو د روغتیا ساتنه کوي.

د کیلې پوستکی د غاښونو سپینولو لپاره

د کیلې پوستکي کې د باکتریا ضد ځانګړنه هم شته او (A.actinomycetemcomitans and P. gingivalis) له منځه وړي. دا باکتریاوې د غاښونو چارچاپېره ناروغیو پیدا کولو کې ونډه اخلي لکه د (gingivitis and periodontitis) ناروغۍ. که چېرې د کیلې پوستکی په مستقیمه توګه پر غاښونو وموښل شي د ووریو او غاښو لپاره ګټور دی. که چېرې تر یوې هفتې پورې هره ورځ همدا چاره تکرار کړی غاښونه مو هم سپینوي.

باتور غیرت وایي؛ که چېرې د کیلې پوستکی په ګرمکیو، د شنو یا خسکو پر چیچلي ځای او یا هم د لمر په سوزولي پوستکي وموښل شي بخار یې ورکیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.