میرمن نسیمه باري د دعوت مېډیا ۲۴ سره په مرکه کې

مرکه کونکې پتانه''ژوند''

1,366

 لیکواله، خبریاله، ژباړنه او د ښځو د حقونو فعاله

میرمن نسیمه باري

د دعوت مېډیا ۲۴ سره په مرکه کې

 

پشتنې پیغلي سندري میوندۍ دي
پشتنې په قامت ستري ملالۍ دي

د یوبل نه کمې نه دي په ښکلا کې
کابلۍ که کندهارۍ که هلمندۍ دي

نه ستړې کیدونکې مبارزه میرمن لیکواله،’ژورنالیسته’او د ښځو د حقوقو فعاله اغلې هلمندۍ ملاله نسیمه باري. دا ځل دعوت مېډیا۲۴ کې راسره ده. هیله ده تر پایه یې ولولئ.

(ښځې راوړ امنیت دغې نړۍ ته)

مرکه کونکې پتانه”ژوند”

پتانه ژوند: محترمه نسیمه باري .ستړې مشې. ویاړو چې له داسي یوې بریالۍ میرمني سره مخ یو.لوستونکې به ستاسو پېژندني ته ډېره بېړه لري.
مهرباني که د ځان  په اړه راته ووایاست. د زدکړو ‘ ژوند او د اوسېدو او زیږېدو د ځای په اړه معلومات راسره شریک کړی؟
نسیمه”باري: اسلام علیکم. له تاسو ډېره زیاته مننه چې ماته مو وخت را کړ او زه مو د دې وړ وګڼلم تر څو ستاسو د ویبپاڼې له لیارې لوستونکې زما په اړه خبر شي. یا زما په هکله زه خپل معلومات ورسره شریک کړم. ترټولو مخته خو باید دا ووایم چې ما زدکړې په پاکستان کې کړې د مهاجرت په وخت کې چې موږ د وطن نه مهاجر شو. د لومړنیو زدکړو نه د ماسټرۍ تر کچې مې زدکړي هلته کړې. په سیاسي علومو کې ماسټري لرمه. د ژوند ډېره برخه مې په مهاجرت کې تېره کړې خو پنځلس کاله کیږي چې وطن ته راغلې یم نو خپل د فعالیتونو سلسله مې هم دلته په افغانستان کې شروع کړه همدلته مې په خصوصي اداراتو کې کار وکړ. شخصي موسیساتو کې مې وظیفه اجرا کړه البته د ښځو او ځوانانو  په برخه کې. پیدا شوې په افغانستان کې یم. خو دا چې د ژوند زیاته برخه مې په مهاجرت کې تېره شوې نو زده کړې مې هم هلته پای ته رسولې.

پتانه ژوند: څه رنګه مو وکولای شوو یوه افغانه ښځه یا پېغله چې د زیاتو محدودیتونو سره سره دومره د زیات خدمت جوګه ګرځې او مخ په وړاندي ځي؟

نسیمه باري: زه فکر کوم چې هره ښځه هره پیغله هره انجلۍ تکړه ده. د پښتنو میرمنې ډېري تکړه دي. دوي کولای شي په هر رقم حالاتو کې هم ګزاره وکړي، هم پرمختګ وکړي او هم پرځان باور ولري. په ځان باور یوه داسي پدیده ده که موږ پرځان باور ولرو هغه څه چې موږ هدف ځان ته ټاکلی وي یا زموږ خوب یا ارمان وي هغه ته موږ ځان رسولای شو. نو زه هم د ډېرو میرمنو په شان یم کوم چې ماځان ته خپل هدف ټاکلی وو. خو زه هم لاتر اوسه خپل هدف ته نه یم رسیدلې. دا زما یوڅه د فعالیتونو یا کوښښونو یوه کوچنۍ برخه ده. چې ما را پیل کړې ده په هغه لار روانه یم او انشاءالله همداسي به روانه اوسم.ترڅو نه یواځي د ځان لپاره تر څو د هغو ټولو پیغلو، انجونو او میرمنو لپاره کار وکړم چې د دوی پر مخ باندي د ښوونځي، د کار،  پرمختګ او د خپلو حقوقو د غږ د وچتولو دروازې بندي دي.

پتانه ژوند: اغلي نسیمه باري. لیکوالۍ ته مو څنګه مخ شو او تر اوسه په کتابې بڼه چاپ شوې څه لری؟
نسیمه باري: دا چې ما درته وویل چې له ابتدایی زدکړو بیا ماسټر تر کچې زدکړي مې په پاکستان کې کړې. نو زما علاقه ډېره وه .ما به دا لنډي کیسې په اردو ژبه ډېرې لوستلې .ناولونه مې مطالعه کول .زموږ کورته به یو اخبار یا مجله راتلله په هغه کې به د میرمنو په هکله کیسې وې. دا کیسې به ما په ډېره لیوالتیا سره لوستلې همدا  زما مطالعه وه چې زما شوق یا علاقه یې پیدا کړه چې هغه څه زموږ په ټولنه کې تیریږي زموږ په میرمنو تیریږي موږ یې وینو لیدلي مو دي شاهدان یې یو. هغه څه ولي نه د قلم په ژبه ونه لیکل شي. کله چې زه افغانستان ته راغلم دلته مو د میرمنو، نجونو ستونزي او  مشکلات د ژوند برخه کې خنډونه ولیدل. نو زه دې ته وهڅیدم چې زه هم د لیکوالۍ ډګر ته راشم. نو زه ولي نه دغه مسایل او ستونزی د قلم په ژبه بیان کړم خلکو ته یې وړاندي کړم. ترڅو په هره کیسه کې یا په هره ژباړه کې خلکو ته یو پیغام ووسي او یوپیغام وړاندي کړم.
زما درې کتابونه چاپ شوې. چې یو مې د لنډو کیسو کتاب دي چې ټولي کیسې یې د افغان میرمنو او انجونو پرحقیقي ژوند باندي راڅرخي حقیقي کیسې دي. او بل هم د لنډو کیسو دي چې کوم هم د اردو ژبې څخه مې لنډي کیسې را ژباړلي دي. او یو هم تاریخي ناول ده د غدار په نامه د اردو ژبې څخه مې پشتو ته را ژباړلی دی. دا درې کتابونه مې چاپ شوي. د دې ترڅنګ مې د دوو داسي خویندو کتابونه هم ورچاپ کړي چې هغو خپل په مستعار نوم باندي شعرونه لیکلي او یاهم ادبې ټوټې یې لیکلې توان او وس یې نه درلودی چې ترڅو کتابونه چاپ کړي یا یې اجازه نه درلوده د ځینو فرهنګې مشکلاتو له وجې نو د دې خویندو کتابونه مې هم ورته چاپ کړي او د ایډیټ او د چاپ او کتلو په برخه کې مې ټوله کارونه  خپله ورته مخته وړي.

پتانه ژوند: تاسو خو د اردو ژبي د تکړه لنډه کيسه ليکونکي کرشن چندر ناول غدار هم پښتو ته د ”خاينانو“ په نوم را ژباړلی دی نو د دې ناول را ژباړلو مو موخه څه وه يا مو څنګه ورته پام شو؟

نسیمه باري: بلکل غدار یو تاریخې ناول وو چې ټول په هغو حقایقو لیکل شوی چې کله پاکستان او هندوستان سره جلا کیدل . د خلکو ترمنځ هغه وژنه، بې اتفاقې یو د بل د عزت لوټل دغه هرڅه په هغه کې دومره شوي وو چې په هغه کې ما د خپل افغان ټولني د خپلو پښتنې ټولني عکس ولیدل نو زه یې دې ته وهڅولم دومره یو خوندور ناول وو دومره په خوږه ژبه  دغه لیکوال دغه غیري انساني حرکات د قلم په ژبه بیان کړي وو چې زه یې دې ته وهڅولم چې ترڅو زه خپلو خلکو او خپلي ټولنې لپاره دغه کتاب وژباړم.

 ځکه دغه کیسې دغه نا انساني چلند زموږ د ټولني عکاسي کوي یا زموږ د ټولنې برخه هم ده موږ هم د دې څه سره مخ یو وینو یې. راباندي تیریږي دتاریخ یوه برخه مو ده. نو په دې هکله وهڅیدم چې دغه کتاب پښتو ژبې ته را وژباړم ترڅو زموږ خلک هم پرې خبر شي او هغه پیغام چې لیکوال د ناول په اخیره کې د انسانیت په هکله خلکو ته وړاندي کړی وو ډیر یو موثره او اثر کوونکی وو نو په همدې خاطر ما زړه شه دا تاریخې ناول پښتو ژبې ته را وژباړم ترڅو د پښتو ژبې او ادب لپاره یو خدمت هم شي او په ترڅ کې د خلکو لپاره یو هغه پیغام چې لیکوال خپلو خلکو ته وړاندي کړی زه یې د ژباړي له لارې خپلو خلکو ته وړاندي کړم.

پتانه’ژوند: اغلي باري: په یوه نر واکه ټولنه کې هغه څه اړین دي چې باید ور باندي ښځينه ليکوالي لیکني وکړي؟
نسیمه باري: په دې ټولنه کې داسي ډیر مسایل شته چې باید ورباندي لیکني وشي داسي ډیر مسایل لیکوالانو څیړلي دي خو په دومره ښه توګه چې یوه ښځینه لیکواله یې کولای شي په ښه توګه نه دي رابرسیره شوي. هغه بیلا بیل اړخونه چې یوه ښځینه لیکواله یې د یوې ټولني راخیستلای شي تشریح کولای او بیانولای شي هغه اړخو ته پاملرنه نه ده شوې. زه فکر کوم چې داسي ‌ډېر مسایل دي چې په هغو باندي زموږ نارینه لیکوالانو لیکنې کړی او لیکني، کیسې او ناولونه یې  ورباندې لیکلي او همداسي مقالي.
خو زه دا فکر کوم چې هغه بسنه نه کوي باید ښځینه لیکوالاني د ښځو د ژوند، د ښځو په وړاندې هغه خنډونه او ستونزي چې په دا نرواکه ټولنه کې پر تیریږي یا ورباندي تیر شوي او موږ تاسو یې وینو شاهدان یې یو هغه څه د قلم په ژبه باندي خلکو ته وړاندي کړي هغه برخې هغه نقات یې وڅېري چې تروسه په هغو باندي نه څه ویل شوې او نه څه لیکل شوي دي او یا ځیني د ځینو فرهنګي ستونزو له امله ځیڼې نارینه لیکوالان دې ته زړه نه ښه کوي. که زړه وغواړي خو لیکنه نه شي باندي کولای په دې خاطر چې د دوی جنسیت بیا ترپوښتني لاندې راځي چې هغه د ښځو په وړاندي تاوتریخوالي دی د ښځو حقونو ته پام لرنه نه کول، د ښځو په بدیو کې ورکول. ښځې خپلو اساسي حقونو ته نه پریښول دي بل د واده کولو حق ده چې په اسلام کې الله پاک نر او ښځي ته دا حق ورکړی چې دوی خپل د ژوند ملګری په خپله خوښه د انتخابولو حق لري خو متاسفانه زموږ په ټولنه کې د ځیني فرهنګي محدویتونو له وجې. زموږ دغه حق د نجونو د ښځو څخه اخیستل شوی دی. همداسې د کار کولو حق ده همداسي د جایداد د رانیولو حق. همداسي د تعلیم. دا ټول هغه اساسي حقونه دي چې زموږ. باید فقط او فقط د ښار ښځې یا یو څو محدودي ښځې چې دغه اسانتیاوو یا دغو حقوقو ته لاس رسی لري موږ باید هغه حساب نه کړو موږ باید عمومې چې په کلیو بانډو کې ژوند کوي دغه ټولې په نظر کې ونیسو او د دوی دغه ټوله ښځو لپاره قلم واخلو هغه مسایل چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي هغه وڅیړو او په هغو لیکني وکړو او هغه رابرسیره کړو.

پتانه ژوند:  اغلي نسیمه باري د خدمتونو او فعالیتونو په اړه مو راته ووایاست.
تاسو د لیکوالۍ تر څنګ د ژورنالیزم برخه کې هم ډېر مهم کارونه کړي د ”امیل“ په نوم اخبار پر مخ وړۍ.
د یادوني وړ ده چې دا اخبار د ښځو لپاره دی که د دې اخبار او د ژورنالیزم د برخې کارونو په اړه د دعوت مېډیا ۲۴ لوستونکو ته معلومات ورکړۍ ډیر به ښه وي؟

نسیمه باري: بلې ما په هلمند کې په مُسکا نومې یوه محلې راډیو کې څلور څلور نیم کاله رضا کاره کار هم کړی دي چې هلته مې د ښځو د موضوعاتو بیلابیلو موضوعاتو په اړه بیلا بیلي خپروني مخته وړې چې دا کار زما رضا کاره وو. او د دې خپروني مې یا د دې پرګرامونو مې  زه ویاړمه چې د دې پرګرامونو مې تر ډېرو ښځو د دوی د حقوقو د دوی د ضروریاتو، مشکلاتو په هکله عامه پوهاوی رساوو. او په دې خپروني کې ما ډیري ښځینه نجوني او ښځې مینوالي پیدا کړې چې ترڅو  دوی دا فکر پیدا شو چې دوی زما څخه د خپلو ستونزو په باره کې پوښتنه وکړي خپل غږ پورته کړې او د قانون دننه خپل حق او حقوق وپیژني خپل ځان وپیژني. او د دې سره سره ما د امیل په نوم باندي د ښځو لپاره د ښځو لخوا اخبار چاپول هم پیل کړل. د هلمند څخه د جنوبې ولایتو په نماینده ګۍ ځکه ماپه ټولنه کې ولیدل چې موږ ډيري تکړه میرمني نجوني لیکوالاني لرو خو دوی هغه مجلې اخبار یاسایټ  ته لیکني نه شوای لیږلی چې هغه به د نارینو لخوا مخته وړل کېدې. ځکه زموږ یوه سُنتي ټولنه ده او دلته موږ ډېر زیات محدودیتونه لرو په ځانګړي توګه د ښځو په وړاندي. نو بیا ماته دغه انګېزه پیدا شوه چې ولي نه زه یو داسي پلیټ فارم یو داسي چتر د ښځو لپاره جوړ کړم چې ترڅو دوی وکولای شي دوی په ازادانه توګه هغه څه چې دوی لیکې هغه د دې امیل اخبار لپاره چې د دوی لپاره ده د دې اخبار لخوا چاپ شي او تر نور ښځو پوري ورسي.

پتانه ژوند: اغلي نسیمه باري: د نظام د بدلیدو سره ښځو خپل کارونه له لاسه ورکړل او فعالیتونه یې په ټپه ودرېدل، تاسو څنګه اوس هم خپل فعالیتونه کوی او خپلو خدمتونه ته مو ادامه ورکړې او که څنګه؟
نسیمه باري: بلې دا ډير وخت کیږي ما اخبار نه دی چاپ کړی. د اخبار د جواز وخت پوره شوای نو زه غواړم  د اخبار د جواز وخت بیرته نوی کړم بیرته د اخبار له لاري چې هغه میرمني چې تر تاثیراتو لاندی یاد ځینو مشکلاتو لاندی دی او شرایطو برط دومره تاثیر کړای چې دوی نه غواړي لیکني وکړي او یا د دوی روحي او ذهني حالات دې ته اماده نه دي چې دوی یوڅه ولیکې او موږ یې په اخبار کې چاپ کړو دغه میرمني بیرته وهڅوم دوی بیرته تشویق کړم او دوی څخه غوښتنه او هیله وکړم چې هغه لیکني چې د دوی په زړه دي یا هغه څه چې دوی وینې د قلم په ژبه یی ولیکې او تر موږه یې را ورسوي او موږ یې د امیل اخبار له لاري خپاره کړو او تر خلکو یې ورسوو .نو تر ډېره حده به ځانته دغه حوصله ورکوو چې کارونه لاهم شته باید موږ په ځان باور ولرو په خپل کار باور ولرو خپل هدف ته د رسیدو لپاره که څه یو څه فاصله په کارو کې یا د کار مخه ډب شي نو دا د دې معنا نه لري چې موږ خپل جرئت د لاسه ورکړو او لاس تر زنې کښینو موږ باید په دغه وخت کې مطالعه وکړو هغه څه زده کړو چې مخکې موږ د زیاتو مصروفیتو له وجې وخت نه ورته پیدا کاوه مطالعې ته دوام ورکړو دا ځکه مطالعه یو بهترین ملګری ده چې له همدې لاري موږ ډیر څه زده کولای شو او په خاصه توګه ښځو او نجونو ته زما دا مشوره ده چې دوی په دغه وخت کې که دوی د مکتب په انتظار ناستي دي او یا د وظیفې انتظار چې یوه ښه وظیفه ورته پیدا شي.نو د دې وزګار وخته دي په مطالعه سره ګټه پورته کړي او مطالعه ته دي مخه کړي.

پتانه ژوند: اغلي نسیمه باري: موږ ګورو چې په داسي سیمو کې د یوې ښځي بیرون خدمتونو ته را وتل واقعاً یو انقلاب او مبارزه ده. یوه قهرماني ده. موږ تاسو د یوې قهرماني په نوم یادوو او ستاسو جرٸت، فکر او همت ته درناوی وړاندي کوو.ایا مشکله نه وه چې کله مو بیرون راوتل وغوښتل د مخالفتونو او ستونزو سره مخ نه شوی کومه لاره تاسو د ځان لپاره غوره کړه؟

نسیمه باری: یو افغانې پښتنې میرمنې یا ښځې لپاره واقعاً دا ډېره سخته ده چې په یوه نرواکه ټولنه کې را وځې هغه دې درس ووایې اول درس ویل زموږ لپاره یو ډیر غټ خنډ ده چې موږ درس نسو ویلای موږ لوړو زدکړو ته لاس رسي نسو درلودالای په دې کار کې اول زموږ د کورنۍ غړي زموږ مخالفت کوي خو بیا هم په کورنۍ کې حتماً داسي یو کس پیدا کیږي د ورور’دپلار ‘یاد خاوند په نامه  چې زموږ ملاتړ وکړي .خو زما هیرو زما اتل زما پلار وو چې زما لاس نیوی یې وکړ زما ملاتړ یې وکړ زما ترڅنګ ودریدی په هر ډول حالاتو کې یې زه یواځي نه پریښودم .زما د تعلیم مخالفت چې به هر چا کاوه مخته به مې پلار ولاړ وو .زه چې هرڅوک یم دا مې د پلار له برکته یم. نو داسي په کورنۍ کې حتماً یو څوک پیدا کیږي چې هغه تا تشویق کړې ستا ترڅنګ ودریږي او ستا ملاتړ وکړي. نو کله ناکله واقعاً کورنۍ ستونزی انسان مایوسه کوي. چې انسان پرمختګ ونه کړي تعلیم ونه کړي کار ونه کړي. خو موږ باید جرئت د لاسه ورنه کړو .دغه ستونزي په ژوند کې هرڅوک لري. نن که موږ تاسي ځیني میرمني وینو چې هغه د هیواد په سطحه نه بلکې په نړیواله سطحه باندې هغه یو نوم لري په تاریخ کې یادول کیږي د هغو تاریخ پاته دی د هغو د ژوند څخه موږ ډیر څه زده کوو نو که موږ ووینو هغوئ په اسانۍ سره مبارزه نه ده کړې .هغوئ په اسانۍ سره دغه مقام ته نه دي رسیدلې هغوئ ډیري قربانۍ ورکړي. هغو ډیرې ستونزې ګاللی دي. نو موږ

هم د هغو په مثال او نقشه باندي مخته ولاړي شو. قربانۍ ته اماده سو ستونزي وګالو باجرئته ووسو په خپل ځان باور ولرو او ماتي هیڅ وخت ونه منو. نو ماهم په ژوند کې همدا کړي ماته مې نه ده منلې. مباریزه مې کړې د ډیرو سختو ستونزو سره مخامخ سوې یمه. حتی ما په راډیو کې په مستعار نوم باندي کار کوی.کله چې ما د اخبار کار شروع کړ د ډیرو خنډونو سره مخامخ شوم. مګر دې خنډونو ونشوای کولای ما ماته کړي. یا زه د خپل هدف څخه راوګرځم.

پتانه ژوند: اغلې نسیمه باري! تاسو د خپلو خدمتونو  په پار چې په بیلا بیلو برخو کې مو کړي دي. تاسو به ډېر ستاینلیکونه هم تر لاسه کړي وي او د اوېدو له مخې مو  د سولي جایزه مو هم احیستې. یاد ستاینلیکونه مو په کومه برخه کې او د چا او کوم لوري تر لاسه کړي او فکر کوم شمیر یې څومره دی؟

نسیمه باري: بلکل دا چې زما رضا کاره کارونه او یاهم د ښځو او نجونو په برخه کې زما کارونه په نړیواله سطحه وستایل شول نو ما د ځوانانو ته د الهام ورکونکې ځوانې په نامه باندي نړیواله جایزه په سرلانکا کې ترلاسه کړه د یوې ځواني رهبرې جایزه مې په نیپال کې ترلاسه کړه همداسي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا کله چې زما د لنډو کیسو کتاب چاپ شو . نو دې کتاب په ټول افغانستان کې د داستان لیکنې په برخه کې دوهم مقام ترلاسه کړ چې د هغوئ د لوري هم ما جایزه ترلاسه کړه. د دې سره سره په خپل ولایت هلمند کې د زون په سطحه او د افغانستان په سطحه په بار بار ما د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا ما ستاینلیکونه تر لاسه کړي دي. همداسي د هلمند ولایت کې د ولایت لخوا د حقوق بشر لخوا ‘دکندهار د شاروالۍ لخوا’، د ښځو چارو ریاست لخوا’ بیلا بیلي جایزې وخت په وخت ما ترلاسه کړې دي.

پتانه ژوند: تاسو د ښځو، ځوانانو لپاره په بیلو بیلو برخو کې کار کړی او د هغوئ د حقونو لپاره مو مبارزه کړې پهه دې لار کې داسي کوم څه درته د منلو وړ نه وو چې باید د هغې برخې لپاره کار او ترې دفاع وشي؟
نسیمه باري: د ښځو او نجونو اساسي حقونو او د دې څخه سرغړونه راته د منلو وړ نه وه چې هدف هم دغه وو چې ما تر اوسه کار کړی دی یا زه په دې برخه کې کار کوم هغه که زما کار رسمې بڼه لري یا رضا کاره بڼه لري یا هم د امیل په بڼه وه یا هم د رادیو د برخي کارونه. ټول همدغه وو چې زه د ښځو او نجونو حق او حقوق لپاره کار وکړم د دوی لپاره کارو وکړم دوی تشویق کړم تر څو هغه هدف چې دوی د ځان لپاره ټاکلی ده هغه ته د رسیدو لپاره هر ډول کوشش وکړي هر ډول قرباني ته باید اوږه ورکړي مباریزه وکړي. حوصله او جرئت د لاسه ورنکړي. همدا زما هدف دئ د همدې لپاره کار کوم. کار مې کړی لابه نورې هڅې هم کوم.انشاء الله.

پتانه ژوند: اغلي نسیمه باري: څه رنګه میرمني پېغلي یا انجونه به وکولای شي د خپلو او نورو میرمنو د حقونو لپاره مبارزه وکړي. اوس چې کوم وضعیت دی، زړه بوږنونکي حالات دي د هغوی په مخ هر لوری تړل شوی ښوونځی بند دي، دفترونه پرې تړل شوی دي او خورا ډېرو مشکلاتو سره مخ دي. که نن ستاسو نه کومه میرمن د مرستي غوښتنه وکړې ستاسو ځواب به ورته څه وي؟

نسیمه باري: لکه څنګه چې ما مخکې یادونه وکړه حالات به هر ډول ځي او راځي هیڅ ډول حالات تل پاتي نه وي هر حالات که هغه کورني وي بهرني وي او که د هیواد حالات وي دا ټول بدلیدونکې دي دا تل پاته کیدونکې نه دي نو د دوی سره باید موږ خپل ځانونه، خپل ذهنونه عیار وساتو . او هیڅ وخت خپله حوصله او جرئت د لاسه ور نه کړو دا زموږ لپاره هغه میرمنې چې د ښوونځیو پاته شوې یا د وظیفو نه پاته شوې. نو په دې انتظار دي چې زموږ په مخ د کار کولو دروازې پرانیستلي شي. دا یو بهترینه فرصت دی د مطالعه کولو موږ ډیر بهترینه کتابونه لرو چې هغه زموږ د پښتنو تکړه لیکوالانو لخوا لیکل شوي را ژباړل شوي دي په بلابیلو برخو کې چې موږ په هره برخه کې علاقه ولرو شوق ولرو باید هغه کتابونه مطالعه کړو ترڅو په هغه خپل مسلک کې موږ لا هم دقیق ووسو په هغه خپل مسلک کې نور هم ځان ورسوو نور هم معلومات پیدا کړو دا فرصت موږ باید داسي ضایع نه کړو چې هرڅه زموږ په مخ تړل سوي. نه موږ باید له دې وخته ښه ګټه واخلو. دا د مطالعې فرصت دی.

پتانه ژوند: اغلي باري هغه انجونې یا ښځې چې په لیري پرتو سیمو کې دي هغه چې د زیاتو ستونزو سره مخ دي د هغوي حقونه تر پښو لاندي کیږي هغوی له هرڅه محرومې دي. څه رنګه هغو ښځو ته فکري بیداري ورکولای شو، ورته څه رنګه باید رسیدګې وشي دا ځکه چې تر ټوله دا اړینه ده چې باید هغوی ته پاملرنه وشي. تاسو یو اخبار د ”اميل“ هم لری د هغوی ږغ ته باید انعکاس ورکړل شي. دا ځکه چې تاسو یوه د ښځو د حقونو فعاله او مبارزه یاست؟

نسیمه باري: هغه میرمنې او هغه نجونې چې په لیري پرتو سیمو کې ژوند کوي واقعاً هم  د هغو ژوند ته که موږ ځیر شو هغه د بیلا بیلو ستونزو سره مخامخ  دي د هغو په ژوند کې هیڅ تغیر او تبدیل نشته  تر ټولو مستحق هغه میرمني دي چې د هغو لپاره کار وشي. دا د یوه کس یا د یوې ادارې یا د یو اورګان کار نه دئ چې د هغو وس دي پرې ورسیږي د دې لپاره اتفاق پکار ده چې ټولي ادارې بیلابیل مدنې فعالان ورسره دولت ټوله په ګډه باندي یو پلان جوړ کړي د هغه پلان په عملي کولو کې هر یو تر خپله وسه پوری چې څومره هره برخه یې کومه اداره کوم کس دولت څومره پرمخ وړلای شي. باید د هغو لپاره کار وشي زما په فکر باندي دا د یو کس او یوې ادارې کار نه دی د دې لپاره اړینه ده او دغه ښځې له کلونو کلونو ځورول شوي کسان دي. یا هغه ځورول شوې پس پاته ټولني دي. د دوی لپاره اساسي او بنسټیز کار ته اړتیا ده او دا اساسي او بنیادي کار په یو کس یو لاس او یوې ادارې سره نه کیږي باید د دې لپاره ډیر کسان ډیري ادارې او ورسره دولت یو ځای شي پلان جوړ او د عملي کولو میدان ته ور داخل شي.

پتانه ژوند: اغلې باری: کله چې موږ ستاسو سره د مرکې لپاره وخت غوښتنه وکړه. تاسو د جلال اباد ‘د یوې غونډي یادونه وکړه. که د دې غونډي اړه معلومات راکړئ دا غونډه د څه په  هکله وه او په دې غونډه کې څومره شمیر ښځو ګ

ډون کړی وو؟
نسیمه باري: دا یو رسمې پرګرام وو چې دلته موږ بیلا بیلي خویندي سره راټولي کړې وې هغه خویندي چې وس نوې په دندو ګمارل شوی دي ترڅو د دوی د دندو په هکله موږ دوی ته روزنه ورکړو چې دوی په ساحه کې خپله کاري برخه کې خپل کارونه په ښه توګه باندي مخته یوسې او په خپل کار او وظیفه باندي پوهاوی ترلاسه کړي په دې هکله زه د دې روزني یوه تن روزونکې وم. ترڅو دوی ته د دوی فعالیتونه او مسولیتونه او دوی ته په ساحه کې د کار طریقه او پروسیجر په واضحه او اسانه توګه تشریح کړو.

پتانه ژوند: اغلي باري: فعلاً څه مصروفیت لرئ ایا له اوسني وضعته راضي یاست که مهرباني وکړئ او په شخصي ژوند مو لوستونکو ته معلومات راکړی. واده مو شوی کنه ؟
اولادونو ته مو څه غواړی څه رنګه یو فکر ورکړئ چې هغوئ باید د خپلي ټولني لپاره ښه او یو مثبت فکره انسانان جوړ شي؟
نسیمه باري: فعلاً مصروفیت نه لرم، هو واده مې کړئ دی. ماشومان که د هر چا وي سالمه روزنه باید ورکړل شي. هیواد پرستي ورته وښودل شی .او د ماشوم لپاره ناز دومره مهم نه دی زموږ په پښتني ټولنه کې اکثره وخت دومره ناز او نخرې  ماشومانو ته ورکوو چې زموږ دا هیر شي چې موږ باید دوی ته سالمه روزنه ورکړو نو سالمه روزنه ډېره مهمه ده موږ باید دوی ته د هیوادنۍ میني یو فکر ورکړو ترڅو دوی په هیواد مین کس ووسی او په راتلونکې وخت کې خپل هیواد او ټولني او د خپلو خلکو لپاره د خدمت جوګه وګرځي.

پتانه ژوند: اغلي باري له دومره ډیرو مصرفیتونو سره چې خورا ډیر دي، د کور کارونه او کورني مسولیتونه چې هم ډیر مهم دي څه رنګه مخته وړی؟

نسیمه باري: الحمدالله د کور کارونه او مصروفیتونه هم په  ډیر په ښه توګه مخته ځې. یعني هغه میرمني چې د باندي کار کوي هغه میرمني چې واقعاً باید کورنۍ ته هم توجه وکړي کورنۍ هم ور د غاړي وي او د باندي مصروفیتونه هم لري ماشومان هم لري ځیني میرمني چې په ژوند کې هدف ولري زه فکر کوم د هغو میرمنو لپاره که څه دا اسانه نه ده سخته ده خو بیاهم دوی په ډیره ښه توګه باندي د مهال ویش له مخي کارته، کورته، ماشومانو ته، دوستانو ته هر چاته وخت ورکوی او دا ډیر په ښه توګه مخته وړي خوشبختانه زه هم د هغو میرمنو څخه یم چې هرڅه ته مې وخت ورکړی دی د دوستانو، خپلوانو سره خپله دوستی پالو کورنۍ ته وخت ورکوو. کورنې کارو کې الحمدالله تکړه یم هیڅ ستونزه نه لرمه د پخلي څخه نیولې پرتبخی باندي د ډوډۍ پخولو پوري مور مې هر کار راته ښوولی دي. دانه چې موږ تعلیم کړی یا بیرون کار کوو د باندي راوځو نو د کورني کارو څخه بې خبره یو نه داسي نه ده د کور ټوله کارونه پخپله کوم. او په ډېره ښه توګه یې کوم او ډیر ښه مخته روان دي.

پتانه ژوند: ډېره مننه اغلي باري. ډېره مننه اخر کې انجونو ته چې مخته تګ غواړي.غږ اوچتول غواړي.نن چې د ښځو غږ زندۍ شوی دی.څه ویل لرئ چې ناهیلې نشې او څه باید وکړي چې خپلو ارمانونو ته ورسیږی؟
نسیمه باري: ډېره زیاته مننه له تاسو ستاسو له حوصلې څخه او بیا هم له لوستونکو له وړاندي څخه مننه چې زما مرکه په ډېره لوړه حوصله سره لولي.
په دوم قدم کې د نجونو او میرمنو لپاره زه دا پیغام لرم چې د یو او بل لاس نیوی وکړئ یو بل ته مینه ورکړۍ، یوبل تشویق کړۍ، یو بل مه تخریبوئ. دا حالات چې وس موږ نن سبا وینو یواځي موږ نه بلکې ټول هیواد ورسره لاس او ګریوان ده. په هیواد کې مشکلات دي اقتصادي ستونزي دي تعلیمې ستونزي دي د کار په برخه کې ډیري ستونزي موږ لرو انشاءالله دا حالات به بدل شي حالات تل په یوه حال نه پاته کیږی.

نو مُهمه دا ده چې موږ باید بې زړه او بې جرئته نشو او همت د لاسه ورنکړو خپل ځانته خپله ډاډ ورکول پکار دي. موږ د خپل ځان بهترینه ‌ډاکټر یو. موږ کولای شو چې خپل ځانته ډاډ ورکړو او په دغه حالاتو کې مایوسي خپل پر ذهن او ځان دومره حاوي نه کړو چې موږ ذهني یا روحي روحیه د لاسه ورکړو. ځان په کتابونو لوستلو مصروف کړو. دا بهترینه فرصت دي چې مطالعه وکړو هغه مسلک چې زموږ ورته نیت ده
هغه ملک چې زموږ برخه ده یا مو راتلونکی کښې سنجولی دی د هغه خپل مسلک کتابونه پیدا کړئ اوس خو د تلیفون او انترنیت وخت دی په دې باره کې سایټونه وګورئ معلومات وکړئ. حافظه مو هم ورسره ښه کیږۍ او د دې سره سره معلومات مو ډیریږي او ذهن مو پراخیږي.

May be an image of 4 people

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.