ارواښاد يو رښتينی – سپېڅلی انسان او درنه سټه وه

627

انا لله وانا اليه راجعون

د ارواښاد لطيف لالا له غمځپلې کورنۍ سره د خواخوږۍ په پار

ارواښاد يو رښتينی – سپېڅلی انسان او درنه سټه وه

په خواشينۍ سره مو له رسنيو څخه د ارواښاد قانونپوه او نامتو وکيل عبداللطيف يا ((لطيف لالا)) د مرګ ((شهادت)) خبر ترلاسه کړ. ارواښاد لطيف لالا چې موږ ورسره له اتيايمې لسيزې راهيسې د اواره ګۍ په وخت کې په باړه خيبر ايجنسۍ کې نژدې پاتې شوي يو او همدارنګه بيا په نوييمه لسيزه کې د ارواښاد پروفيسور عبدالرسول امين د دفتر ((د ازاد افغانستان د ليکوالو ټولې [وفا])) چې وروسته بيا ((د افغانستان د مطالعاتو مرکز)) په نوم واوښت پېژندګلوي لرله.

له شک پرته ارواښاد لطيف لالا يو مينځلاری او د ستر پاچا خان د لارې يو پياوړی لاروی وو او تر کومه ځايه چې را ته روښانه ده لطيف لالا له ډېرو خلکو او ان زموږ له افغانانو سره چې په حقوقي بنسټونو کې به له ډېرو سختو ستونزو سره لاس وګرېوان وو. ارواښاد تل د بېوزلو لاسنيوی کړی او له هغوی سره به يې د خپل توان تر کچې په هر ډګر کې منډه وهله او مرسته به يې ورسره کوله. نوموړی د ارواښاد پروفيسور عبدالرسول امين خورا نژدې دوست او ښه ملګری وو.

ارواښاد يو نرم او د ورين تندي څښتن وو. له مېلمه خونې يعنې حُجرې او دېرې څخه يې بې چايو راوتلی نه شوې. ارواښاد يو ښه پياوړی ملتپال انسان وو. پر پښتنو او افغانستان مين انسان وو. زما د ترور ارواښاد څښتن سيد علي جان پاچا به چې کله هم ورغی او دی به په ځای کې وو، نو ډېر ښه ګپ شف به يې ورسره لګولو.

د ده دغه ناځوانه او بېرحمانه وژنه په خورا کلکو ټکو غندم. مړينه يې د لروبر ټولو پښتنو/افغانانو لپاره يوه لويه تشه ده. څښتن تعالی دې پرې ورحميږي، قبر يې روښانه او څښتن تعالی دې يې جنت الفردوس په برخه کړي.

اروا يې ښاده او ياد يې تل

سيد حسين پاچا

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.