غزل

محمداجمل کریمي

497
ریڼې ریڼې هندارې شي ګردجنې ،څه یې کوې.
څېرې کاندي څېرو ته دروغجنې ،څه یې کوې.
هی! هی!ته یې را یاده کړې او ویې نڅولم.
له درد څخه مې وکړلې مننې ،څه یې کوې.
د خپل اوجود لاسونه مو په ځان نه چاپیریږي.
له خپله لاستي لویږو لکه ونې ،څه یې کوې.
قربان تر معشوقو پوري مزل اسانه نه دی.
له پښو نه به دي وځي تېرې غنې ،څه یې کوې.
افسوس!د عقیدې لمانځه ته هم پکې دریږو.
په هر ګند مو ککړي دي لمنې ،څه یې کوې.
دچا چا په پښو کې وخته! ونه رغړېدو؟
دچا چا مو ونه نیولې زنې ،څه یې کوې؟
په جنګ یې”کریمي”راباندې کور کلی خبر کړ.
په ذات کې مې را لویې کړلې بنې ،څه یې کوې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.