پنځلس مثبت عادتونه، چې د ژوند کیفیت مو ښه کوي

1,048

۱ ـــ په هغه برخه کې، چې غواړئ پرمختګ وکړئ، ډېره مطالعه ولرئ
آیا خوښېږي مو، چې په یوه ځانګړي مهارت کې پرمختګ وکړئ؟ په اړه یې مطالعه وکړئ او دغه راز په اړه یې ډېر زیات فکر وکړئ، هغه کتابونه ولولئ، چې پوهه مو زیاتوي. که د پایلې او لا ډېرې اغېزمنتیا په لټه کې یاست، نو مطالعه کولو ته ځانګړی پام وکړئ، ځکه په مطالعې سره هر څه مو په ذهن کې پاتې کېږي.
۲ ـــ مهربان واوسئ
په نورو باندې مهربان او زړه خوږی واوسئ او دا ځانګړتیا د خپل ځان لپاره په یوه عادت باندې بدله کړئ، هڅه وکړئ، چې ډېر کم غوسه شئ او په خپل ځان کې دا باور رامنځته کړئ، چې د عاقلانه او د زړه خوږي له مخې چلند کول، ډېری وخت له ځانه سره ښه پایله لري. دا تفکر او چلند له تاسو سره مرسته کوي، چې په اسانه توګه له نورو سره اړیکه ټینګه کړئ.
۳ ـــ د خپلو شاوخوا خلکو خبرو ته په ډېر دقت سره غوږ ونیسئ
د نورو خبرو ته په فعاله توګه غوږ نیول، یو ارزښتمن کار دی. ښایي کومه مهمه خبره له خولې څخه بهر نه شي، خو باید خپل پام مقابل لوري ته ښکاره کړئ. هره خبره او خبرې اترې په دې جملې سره پای ته ورسوئ: «څنګه کولای شم، چې له تاسو سره مرسته وکړم؟». هغه وخت مو دې ته پام کېږي، چې همدا یوه ساده جمله څومره له نورو سره ستاسو د اړیکې په ښه والي باندې اغېزه لري. کله وخت په کاري اړیکه کې د حل لارې پیدا کول اسانه کار دی، خو که واقعاً د مقابل لوري خبرو ته غوږ نیسئ، نو دا کار ترسره کوئ.
۴ ـــ په خپلو ورځنیو کارونو باندې فکر وکړئ
که واقعاً غواړئ، چې پرمختګ وکړئ او خپلو موخو ته ورسېږئ، نو باید په دې باندې پوه شئ، چې څنګه کولای شئ پرمختګ وکړئ. یوازینۍ لاره د دې لپاره چې پوه شئ، څنګه پرمختګ وکړئ، دا ده، چې فکر وکړئ او له خپله ځانه وپوښتئ، چې کوم کارونه اړین دي، باید ترسره شي.
۵ ـــ هغو کسانو ته، چې درته مهم دي، ډېر زیات پام وکړئ
که اړیکه مو له کوم چا سره له منځه تللې ده، نور مهمه نه ده، چې په اړه یې د فکر څه بڼه لرئ. زموږ ټولو په شاوخوا کې داسې کسان شته، چې له هغو سره مینه لرو او راته مهم دي. ځان غوښتنه پرېږدئ او دې افرادو ته ډېره زیاته پاملرنه وکړئ، ځکه دا افراد ستاسو د کارمندانو، شریکانو او مدیرانو په ژوند کې ډېر مهم رول لري او هغو ته نه پاملرنه کولای شي، له هغه فرد سره ستاسو اړیکې ته زیان ورسوي.
۶ ـــ له نورو سره مل شئ او پرمختګ وکړئ
له هغو کسانو سره اړیکه ټینګه کړئ، چې تاسو ته پرمختګ درکوي، باید په دې باندې پوه شئ، چې تر ټولو غوره شخصي پرمختګ د نورو په وسیله ترسره کېږي. که له هغو کسانو سره، چې ستاسو په څېر کار کوي وخت تېر کړئ، نو له هغوی سره خپل ځان د ودې په حال کې وینئ، ډېر ژر له دې، چې وغواړئ ټول کارونه په یوازې توګه ترسره کړئ.
۷ ـــ له شاوخوا خلکو سره مو اړیکې ته ډېر زیات ارزښت ورکړئ
دوامداره اړیکه، هغه مهم څیز دی، چې د یوې ګټورې اړیکې په ټینګښت کې ډېر زیات ارزښت لري. کله نا کله په یوه مناسب وخت کې یوه ساده ستړي مه شي، کولای شي ستاسو لپاره یوه اوږد مهالې کاري اړیکه رامنځته کړي.
۸ ـــ د مکافاتو او مجازاتو سیسټم ولرئ
د مکافاتو او مجازاتو سیسټم د هغو کسانو لپاره، چې غواړي خپل بد عادتونه پرېږدي، ډېر اړین دی. کله وخت یوه ډالۍ یا یوه لنډه مهالې سزا کولای شي د اغېزناکو بدلونونو د رامنځته کېدو سبب شي.
۹ ـــ له ښو کارونو څخه ملاتړ وکړئ
ځینې کسان داسې عادت شوي دي، چې تل پټکې وکړي او یا هم وډونګېږي او دا یې له یاده وځي، چې کله وخت اړینه ده، د نورو له ښو کارونو او خدماتو څخه مننه وکړي. دمګرۍ هغو ښو کارونو ته، چې نورو ستاسو لپاره ترسره کړي دي، لږ فکر وکړئ او د هغوی له خدماتو څخه قدر داني وکړئ.
د یوې مناسبې ډالۍ ورکړه، نه یوازې ستاسو ارزښت پېژندنه ښکاره کوي، بلکې کولای شي د دې سبب شي، چې نور له تاسو سره ښه اړیکه او دغه راز ستاسو په اړه ښه احساس ولري.
۱۰ ـــ له خپل ځان سره رښتینی واوسئ
کله وخت یوازې خبرې کول نه شي کولای، چې کوم بدلون رامنځته کړي. اړینه ده، چې د خپل پرمختګ او لوړتیا لپاره یو کتاب چمتو کړئ او هغه هر ځای ته له خپل ځان سره یوسئ او ووایئ: «زه د دې لپاره د هڅې په حال کې یم، چې تر ډېره په شېبه کې ژوند وکړم.» تر دې چې موبایل را واخلئ او خپلو دوستانو ته دا ډول پیغام واستوئ: «زه په شېبه کې د ژوند کولو لپاره د هڅې په حال کې یم».
۱۱ ـــ له خپل د خوښې وړ افرادو څخه الهام واخلئ
نورو ته د انګېزې د رامنځته کولو، له هغوی څخه د الهام اخیستلو یا حتا د ورځنیو یاددښتونو لپاره کتل، چې څنګه کولای شئ په سفر کې خپل تګلوري ته دوام ورکړئ، کولای شي ګټور وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.