ښوونه روزنه

مرسل امیري

639

ښوونه: ورزده کونه، تعلیم، درس ورکول، تدریس کول (مشواڼی،۱۳۹۱: ۶۶۸).
علم یا هنری را برای کسی یاد دادن، کسی را چيزی آموختن، آموزش(عمید،۱۳۸۷: ۴۰۴).
د تعلیم کلمې معادل (instruction) ده، چې په دهخدا کې یې مانا د آموختن، اګاهانیدن، کسی را چیزی اموختن، خوپه اصطلاح کې ښوونه یا تعلیم هغه هڅه او کوښښ ده، چې ښوونکی یې د پوهې او زده کړې د لېږد لپاره زده کوونکو ته ترسره کوي. یا په بله وینا ښوونه یا تعلیم د هغو پوهو، ارزښتونو، مهارتونو او باورونو لېږد دی، چې سموالی یې پخوانیو ثابت کړې وي.
ښوونه هغه وخت درمل وي، چې زده کوونکي کې څه بدلون راوړي؛ یانې هغه ته د کارونو په ترسره کولو کې پیاوړتیا وبخښي او دهغه د ځواکمنتیا لامل شي(ویاړ، ۲۰۱۸: ۲).

روزنه:
تربیه، پالل (مشواڼی،۱۳۹۱: ۵۱۲).
پروردن، پرورش دادن، پروراندن ادب و اخلاق به کسی یاد دادن (عمید، ۱۳۸۷: ۳۸۶).
د ښوونې روزنې ځیني تعریفونه :
په پیل کې غواړو چې د بېلابېلو پوهانو له نظره د ښوونې روزنې په اړه ځیني تعریفونه وړاندې کړو او وروسته د ښوونې روزنې د موخو په اړه معلومات درکړو.
• محمدباقر هوشیار : ښوونه روزنه د کړنو او چلنونو منظمه ټولګه بولي، یا په بل ډول : ښوونه روزنه د دوو سیالو لوریو ( ښوونکي او زده کوونکي )تر منځ فعل او انفعال دی، چې موخې او پروګرام ته اړتیا لري.
• جان ډیوي : ښوونه روزنه د تجربې بیا سازمانول یا بیا جوړول دی، ددې لپاره چې د تجربې مانا پراختیا پیدا کړي اود راتلونکو تجربو د لارښوونې او کنټرول لپاره له شخص سره ښه مرسته وکړي (شریعتمدار، ۱۳۹۳: ۳۶).
• ژان ژاک روسو : ښوونه روزنه داسې هنر دی، چې د زده کوونکي د استعدادونو او طبیعي قوو د لارښوونې په صورت کې، د طبیعي ودې د قوانینو په مراعاتولو سره او په خپله د هغه په همکاري سره د ژوند کولو لپاره ترسره کېږي (محمدی۱۳۹۶ :۱۷۱).
• امیر حسین آریانپور : ښوونه روزنه : د انساني قصدي تجربو د لوري او جریان لارښوونه ده.
په قران کریم کې د ښوونې روزنې او د علم د خپرولو په اړه ډېر آیتونه راغلي، چې هغه ټول په دې ځای کې نه شو ځایولای، خو د نمونې به یې دلته را نقل کړو.
1ـ اللهُ الَّذى خَلَقَ سَبْعَ سَماوات وَ مِنَ الاَرْضِ مِثْلُهُنَّ یَتَنَزِّلُ الأَمْرُ بَیْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا اَنَّ اللهَ عَلى کُلِّ شَىء قَدیرٌ وَاَنَّ قَدْ اَحاطَ بِکُلِّ شَىء عِلْماً.
ژباړه : الله (ج) هغه ذات دی، چې اووه آسمانونه او ځمکې یې پیدا کړي. د الله (ج) فرمان او تدبیر په پرلپسې ډول په هغو کې راښکته کېږي، چې پوه شي الله (ج) په ټولو څیزونو او د الله (ج) علم او پوهه پر ټولو شیانو باندې احاطه لري.
2ـ کَما اَرْسَلْنا فیکُمْ رَسُولا مِنْکُمْ یَتْلُو عَلَیْکُمْ آیاتِنا وَ یُزَکّیکُمْ وَ یُعَلِّمُکُمْ الْکِتابَ و الْحِکْمَةَ وَ یُعَلِّمُکُمْ مالَمْ تَکُونُوا تَعْلَمُونَ.
ژباړه :څرنګه چې مو ستاسو د لارښوونې لپاره له تاسو څخه ستاسو لپاره پیغمبر راولېږه ، تر څو زما آیاتونه تاسو ته ولولي، تاسو پاک کړي، تاسو ته حکمت او پوهه در زده کړي او په هغه څه چې پوهېده تاسو ته یې درزدکړي.

3ـ رَبَّنا وَابْعَثْ فیهِمْ رَسُولا مِنْهُمْ یَتْلُوا عَلَیْهِمْ آیاتِکَ وَ یُعَلِّمُهُمُ الْکِتابَ وَالْحِکْمَةَ وَ یُزَکّیهِمْ اِنَّکَ اَنْتَ العَزیزُ الْحَکیمُ.
ژباړه : اې پروردګاره ! دهغوی په منځ کې له هغوی څخه پیغمبر ورولېږه ، چې ستا آیاتونه ورته ولولي ، هغوی ته کتاب او حکمت ورزده کړي، هغوی پاک کړي ځکه توانا او حکمت والا یې او پر دې کار باندې قادر یې .
4ـ وَ ما اَرْسَلْنا مِنْ قَبلِکَ اِلاّ رِجالا نُوحى اِلَیْهِمْ فَاسْئَلُوا اَهْلَ الذِّکْرِ اِنْ کُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ.
ژباړه : او له تا څخه وړاندې مې نور څوک نه دي لیږلي، پرته له هغو کسانو چې وحي مې ورته کوله ، که نه پوهېږئ له پوهو کسانو پوښتنه وکړه .
د ښوونې روزنې په اړه په قران کریم کې له لسو آیتونو څخه مو دا آیتونه ټاکلي چې غواړو په هغو باندې یو اجمالي نظر وړاندې کړو:
لومړنی آیت نړۍ د یوه پوهنتون په څېر معرفي کوي، چې ټول انسانان یې د ډ‌ېرې پوهې او علم لپاره پيدا شوي دي ، او موخه یې داده، چې ددې پېښو د اسرارو په اړه فکر وکړي او د الله (ج) له علم او قدر سره بلد شي ، په بل تعبیر سره : « د ټولې نړۍ له پیدا کېدو څخه موخه پوهه ده » ؛ فرمایي : الله (ج) هغه ذات دی، چې، اووه آسمانونه او ځمکې یې پیدا کړل، د الله (ج) فرمان او تدبیر په پرلپسې ډول په هغو کې راښکته کېږي، چې پوه شې الله (ج) په ټولو څیزونو او د الله (ج) علم او پوهه پر ټولو شیانو باندې احاطه لري.
دا ډېر په زړه پورې ټکی دی، چې هم د آسمانونو او ځمکې پیدایښت او هم د هغوی دایمي تدبیر د بشر د ځیرکتیا د حس د تحریک لپاره یوه وسیله ده، چې د نړۍ د اسرارو په اړه ډېر فکر وکړي، په پایله کې د الله (ج) له علم او قدرت څخه ځان خبر کړي. نو دا ټول د انساني نفوس د روزنې لپاره یوه سریزه ده او ( قرب الی الله) ، او همدارنګه له دې څخه ځان خبرول، چې د شریعت احکام د خلقت د احکامو په څېر دي؛ نو معلومه شوه چې د نړۍ پیدایښت د علم لپاره دی.
دویم آیت د اسلام د پیغمبر (ص) د بعثت په اړه بحث کوي او هغه د الهي آیتونه تر سیوري لاندې ښوونه روزنه ګڼي او فرمایي : هماغه ډول لکه چې ستاسو د لارښوونې لپاره مې له تاسو څخه ستاسو لپاره پیغمبر راولېږه ، تر څو زما آیاتونه تاسو ته ولولي، تاسو پاک کړي، تاسو ته حکمت او پوهه در زده کړي او په هغه څه چې پوهېده تاسو ته یې درزدکړي.
په دې ځای کې د پیغمبر (ص)د بعثت د موخه په توګه یواځې د کتاب په ښوولو او حکمت باندې تکیه نه ده شوې ، بلکه د هغو امورو په ښوودلو، چې د وحي له لارې لېږل ممکن نه وو هم اشاره شوې ده ، دې برخې ته یې دقت وکړئ : « یُعَلِّمُکُمْ مالَم تَکُونُوا تَعْلَمونَ ».
په همدې ترتیب هم د نړۍ له پیدایښت څخه موخه د علم او پوهې پرمختګ دی او هم د پیغمبر (ص) د بعثت موخه د علم او پوهې پراختیا او د نفوس روزنه ده.
له درېیم آیت څخه په ښه ډول سړی پوهېدای شي، دا ستر او لوړ موخه یانې د ښوونې روزنې حکمت د ابراهیم خلیل (ع) په دعا کې چې دې امت ته یې کړې، راغلي دي : له هغه ځایه چې له الله (ج) غوښتنه کوي او وایي : « اې پروردګاره ! دهغوی په منځ کې له هغوی څخه پیغمبر ورولېږه ، چې ستا آیتونه ورته ولولي او هغوی ته کتاب او حکمت ورزده کړي او هغوی پاک کړي، ځکه توانا او حکمت والا یې او په دې کار باندې قادر یې.
دا آیت، ښکاره کوي چې همدا دوه موخې ( ښوونه روزنه ) د مخکنیو امتونو په منځ کې هم له پېژندل شویو موخو څخه وو. د پاملرنې وړ دا ده، چې په دې آیاتونو او ځینو نورو آیاتونو کې چې په دې اړه راغلي دي هم د کتاب د ښوودلو او تزکیې په اړه خبرې شوي او د حکمت د ښوودنې په اړه ، دا چې په دې ځای کې د حکمت منظور څه شی دی ؟ بېلابېل تفسیرونه ذکر شوي دي:
لومړی منظور دا ده، چې له دیني معارفو او د دین له احکامو سره بلدتیا ده. دویم دا چې د رسول الله (ص) سنت دی، ځکه د الله (ج) د کتاب په څنګ کې ذکر شوی دی ، ځینو بیا ویلي، چې له دې څخه موخه هغه نښې ديو چې حق له باطل څخه بېلوي ، او کله کله هم ویل شوي، چې حکمت له هغو آیاتونو سره ورته والی لري، چې پیغمبر(ص) په ځانګړي ډول ښوولي دي، خو د حکمت معنوي ریښې ته په پاملرنې سره له ناپوهي او خطاء څخه د خلاصون اوپه موضوع کې د هر شي په مناسب ځای ایښوودل له حکمت څخه عبارت دی . داسې ښکاري، چې دلته له حکمت څخه موخه د احکامو له اسرارو ، پایلو او لاملونو او همدارنګه د نړۍ ، انسان ، د هغه د راتلونکي او د هغه د کار د اسرارو په اړه ځان خبرول دی.
په څلورم آیت کې کلي قاعدې ته چې د ښوونې روزنې دمسألې اساس دی، اشاره شوې ده او فرمایي چې له پوهانو څخه پوښتنه وکړئ که نه پوهېږئ : « فَاسْئَلُوا اَهْلَ الذِّکْرِ اِنْ کُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ ».
دا آیت که څه هم د پخوانیو انبیاوو په اړه نازل شوي دي چې، هغوی د بشر له جنسه وو او په ښکاره یې له نورو انسانانو سره توپیر نه درلوده خو پوهېږو چې دا مورد د آیت پراخ مفهوم نه محدودوي او پر عمومیت باندې حکم باقي پاتې دی.
ناپوهان یې باید له پوهانو څخه زده کړي ، ځکه علوم او پوهه په حقیقت کې دهغه فکر ، اندېښنې او تجربې محصول ده، چې پخوانیو کسب کړي او د راتلونکي لپاره یې په کار اچولي ، هغوی هم پر هغه ورزیات کړي او راتلونکو نسلونو ته یې لېږدولي دي . په دې ترتیب د بشرپوهه ورځ تر بلې د تکامل په حال کې ده او په همدې دلیل د ښوونې روزنې مسأله په مادي او معنوي اړخ کې د بشر د ټولنیز پرمختګ او ودې اصلي ستنې دي.
په دې ځای کې یوه جمله له غزالي څخه رانقل شوې چې مطلب نور هم روښانه کوي؛ یو چا له هغه څخه وپوښتل : دا علمي احاطه چې پر اسلامي اصولو لرې له کومه ځایه دې پیدا کړې ؟ هغه پورتنی آیات تلاوت کړ : « فَاسْئَلُوا اَهْلَ الذِّکْرِ اِنْ کُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ »: یانې کلي علم له علماؤ او پوهانو څخه د پوښتنې کولو او زده کړې له لارې حاصلېږي.
ښوونه یو ځانګړی معرفت غوښتونکې کړنه ده، چې ددې په رڼا کې زده کوونکي د ښوونکي لارښوونه ، علم، مهارت او وړتیا ترلاسه کوي.
ښوونه د زده کوونکي د معرفت غوښتنې د پراختیا او قابلیت اړین لامل دی، چې د نړۍ لید، شخصیت جوړونې ،انساني لوړو خویونو او د ښکلا خوښونې د احساس هڅول دی.
معلومات او ښوونه یو له بله سره ډېرې نېغې اړیکي لري، په بله ژبه معلومات د ښوونې پایله او ښوونه د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره بنسټیزه لاره ده. د روزنې د پرمختګ او د انسان د شخصیت په جوړونه کې د معلوماتو او ښوونې ونډه ډېره ګټوره ده( ویاړ، ۲۰۱۸: ۳-۶).

د ښوونې روزنې ارزښت
د ښوونې روزنې ارزښت د دې څانګې د کړنو او د کار د ساحې په پراختیا کې دی، چې هره ورځ په ټولنه کې وده کوي. د عامو او خاصو وګړو پام ځان ته اړوي. پوهان او عادي وګړي پر دې پوه شوي دي، چې دملتونو او تمدنونو پایښت، لومړی ذهني وړتیاوې چې د نوښت او د تکنالوژۍ پراختیا لپاره اړین دی او بل په شعوري زده کړې پورې تړلې ده. ذهني وړتیاوې د ښوونې روزنې په مانا ده، ځکه چې وړتیاوې، لوړ تخصصي زده کړې او ټولنیز ژور بصیرت د ښوونې روزنې او زده کړې له لارې شونې دي(الیاس،۱۳۸۹: ۱۳).
څرنګه چې ښوونه روزنه انسانانو د جوړونې او پوهونې لامل دی. د زېږون پر مهال د ماشوم کمزورتیا ټولو ته روښانه دی. له ښوونې روزنې پرته بل څه کولی شي، چې له یوناتوان انسان په یوازې ډول د بالغ ، ځواکمن او د انساني ځانګړنو لکه کرامت، غیرت،درناوی، مېړانه، شجاعت، ملګرتیا، حکمت، عدالت او عمل څښتن کړي؟ یوازې ښوونه روزنه ده، چې په یوه سالمه انساني ټولنه کې انسان په یادو شویو ځانګړنو برابروي.
که انسان ونه روزل شي، یا له ټولنې اړینې زده کړې ونه کړي، یوازې دا نه چې یادې شوې ځانګړتیاوې به پکې ښکاره نه شي بلکې نور اعمال او کړه وړه به یې د نورو حیواناتو په څېر لومړني او غریزيي پاتې شي.
د هغه وحشي ماشوم کیسه چې له انساني ټولنې لرې په ځنګله کې لوی شوی و، راته وايي، چې زده کړه په انساني ټولنه کې د انسان په انسانيت، شخصیت جوړونه کې ډېره اړینه ده. له ښوونې روزنې پرته وحشت او بربریت پر مدنیت برلاسی کېږي. په هر حال که ښوونه روزنه کټ مټ ژوند وبولو او په نشت یې د ټولنیز ژوند دوام ناشونې یا ستونزمنه و ګڼو، نو ښوونه روزنه ډېرې ګټې او ارزښتونه لري، چې دهغو پېژندل او یادول یو لوی کار دی، خو موږ يې په لنډ ډول ځینوارزښتونو ته نغوته کوو.

د ښوونې روزنې فردي ارزښت:
ښوونه روزنه د جمال او کمال لوړې کچې ته د روح د رسېدو وسیله ده، چې د شخص د نیکبختۍ لامل یې هم بللای شو؛ د ښوونې روزنې تر سیوري لاندې واقعي انسان لیدای شو. ښوونه رزونه ده، چې په انسان کې پټ جوهر را ژوندی او پیاوړی کوي؛ د ذهن جوړنې او تفکر لامل ګرځي، پنځګر، زړور او خپلواکپالی ترې جوړ وي، شخصي ژوند یې رغوي اوټولنیز ژوند ته یې وده ورکوي. روزنه د شخصیت بنسټ دی ، استعدادونه غوړوي ، د انسان د شخصیت هر اړخ روزي او د بشپړتیا پړاو ته یې رسوي. انسان ته فرصتونه برابروي او د عمل جامې وراغوندي، همدارنګه د ارادې قوه یې لاقوي کوي، سړی اړ باسي چې مخ پر وړاندې قدم واخلي،بدن پیاوړی کوي، فکر او زده کړې ته د تدبیر زمینه برابر وي ( مجیب الرحمن، ۱۳۹۴: ۲۰).

د ښوونې روزنې ټولنیز ارزښت:
که یو وګړی د ژوند او ټولنیز ژوندانه د بنسټ ډبره وبولو، دې پایلې ته رسېږو، چې ددې ټولنې د هر غړي روزنه او جوړونه د ډبرې او فقرې په څېر دی، چېشتون یې د ټولنې په جوړښت او تحرک کې اړین دی. د روزنې مساله د ملتونو او ټولنو مساله ده، ځکه چې د ټولنې او وګړو کړه وړه پر یوبل اغېز ښندي، نو په داسې حال کې لوستي او هوښیار وګړي د ټولنې په ژوند او برخلیک کې اغیزمن وي.
کله چې سړی یا خلک تر ښوونې روزنې لاندې نیول کېږي په حقیقت کې ټولنې د حالت د بدلون هڅه کېږي، چې په وګړیز او ټولنیز چلن کې بدلون راځي. د ښوونې روزنې ارزښت له ټولنیز پلوه په دې کې دی، چې ډېر لوی خلک یې د غلامۍ له مرحلې ژغورلي، د آزادۍ او د کمالاتو څښتنان کړي دي. همدارنګه ددې جوګه کړي یې دي، چې د ژوند نوي پړاو ته راوګرځي، خپلو او د نورو حقوقو ته درناوی وکړي، د ځان او نورو ټولنې ورغوي(محمدی، ۱۳۹۶: ‍۱۶۱).
د خپلواکۍ په اخیستلو کې د ښوونې روزنې ارزښت:
هر څومره چې علمي روزنه له اخلاقي روزنې سره زیاته وي، هرڅومره پوهه او ژور لیدلوری ولرو، په همغه کچه به مو د سم ټاکنې ځواک پیاوړی وي، د ژوند او نیکبختۍ لاره به مو وټاکلی شو. هر څوک چې له خپل برخلیک سره مسئولانه چلن وکړي، همغه سړی خپلواک دی. همدا لامل دی، چې ټولنې له واقعي خپلواکۍ څخه برخمنې دي. دغه امتیاز ته دلاسرسي یوازینۍ لاره کورني او ټولنیز ښوونه روزنه ده.له بل پلوه مطلقه ازادي او خپلسري هم ازادي نشو ګڼلی، هغه بیا د انسان لپاره د حیواني زولنو پیلامه بللای شو، چې ودې او کمال ته یې نه پرېږدي.
په پایله کې باید ووایو چې، خپلواکي یانې د ټاکنې مسئولیت، ځکه څوک چې خپلواک نه و مسئول هم نه وي.د انسان طبیعي پرمختګ باید د نسبي ازادۍ او د اړتیاوو د ودې له بېلابېلو پړاوونو سره جوخته وده وکړي، چې د جسم او روح تدریجی او طبیعي بشپړتیا په همغږۍ او متعادل ډول ثمرې ته ورسېږي.
په انساني ټولنو کې چې، ښوونه روزنه له مناسبې ازادۍ څخه برخمنه نه وي، زده کوونکي د ناسمې کړنلارو او ناوړه قید اوبند سره راګیروي. که د ښوونې روزنې تر څنګ ډار، رټل اوګواښل وي، داسې حالت کې موږ باید د دې تمه ونه کړو، چې یو ازاد، مسئول، فعال او لېوال وګړی دې ټولنې ته وړاندې کړو. بلکې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو حقیقي او طبیعي اړتیاوو ته د نه پاملرنې او د روزنې د اصولو نه مراعاتول به دوی ته ناسمه روزنه ورکړي.

د انساني اړیکو له مخې د ښوونې روزنې ارزښت:
ډېر داسې متخصص او پوه وګړي شته دي، چې خپلې وړتیاوې په ناانساني لارو او یوازې خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي. په خپل دې عمل سره د ټولنې ریښې وهي. دا کار انساني اړیکو ته په لویه کچه زیان رسوي، کینه، بخل، ځانښودنه، بدبیني او درغلي چې د بد اخلاقۍ بنسټ ګڼل کېږي، رواجوي او په پایله کې امنیت او ارامي له خلکو څخه اخیستل کېږي، خلک یو بل ته بدبین کېږي. ددې لپاره چې یو سالم انساني ژوند ولرو، څه باید وکړو؟
ځواب دا دی چې پوهه، وړتیاوې اوپر کار پوهه اړین لاملونه دي، خو شرط بسنه نه کوي. په بله وینا تخصص او وړتیاوې اړینې نه دي، اړینه دا ده، چې یو له بل سره څه ډول اړیکې ولرو؟ یوازې انساني سالمې اړیکې دي چې موږ ته خوښي، خوشحاله او سالم ارواح بښي. د ټولنې وګړي پر دې پوه شي چې د دوی اروايي او رواني روغتیا، یو بل سره په سمو اړیکو کې دی.
ملګرتیا، درناوی، مسولیت، زړه سوی، انسانانو د حقونو درناوی او په ټوله کې انساني اړیکو ته وده ورکول، د ټولنیزو اړیکو یادو لاملونو ځانګړنې چمتوکړو؛ نودې پایلې ته به ورسېږو، چې دغه ټول یوازې د يوې ټولنې د خلکو لپاره د سمې روزنې له لارې تر لاسه کېدای شي او د يوې ټولنې پایښت تضمین او بیمه کوي.

د ښوونې روزنې اقتصادي ارزښت:
دوګړو له زیاتېدو، ښاري استوګنې، د کار وېش، نړیوالو اړیکووده، ډېرخبرتیاو سره د خلکو اړتیاوې زیاتېږي اوهیلې یې پراخېږي.
هغه هڅې او کوښښونه چې د ټولنې او خلکو مادي او اقتصادي اړتیاوو د پوره کولواو ځواب لپاره کېږي، د خلکو د اقتصادي پرمختګ او د ودې موقع برابروي او ټکنالوژۍ ته چټک پرمختګ ورکوي. خو له دې ټولو سره سره زده کړه ده، چې د یوه ټولنه سوکالۍ ته لاسرسی پیدا کوي. د يوې ټولنې اقتصادي زېرمې دا دي:
الف ـ طبیعي زېرمې: چې تر ځمکې لاندې شتمني لکه معدنونه، قیمتي اوسپنې، کاڼې، ډبرې، تیل، ګاز او د ځمکې پرمخ زېرمې لکه ځنګلونه، څړځایونه، کښتونه، دریابونه، سیندونه، هوا… پکې شامل دي.
ب ـ مادي شتمنۍ: نغدې پیسې، سره زر، سپین زر ، نور قیمتي اوسپنې، لاسي صنایع او داسې نور….
ج ـ انساني زېرمې: مهارتونه، تخصص، دخلکو د پوهې کچه د ستونزو د ګټورو حل لارو په ارایه کې، مدیریت، رهبري او نوښت چې ددې برخې اقتصادي ارزښت تر دوو یادو لاملونو څخه ډېر اړین دي ،ځکه چې له هر ډول مخلوقه ښه ګټه اخیستنه په انساني پانګې پورې تړاو لري. نو ځکه په ښوونه روزنه کې پانګونه د انساني قوې تخصص د کار وړتیا او مهارت( انساني پانګه) په اوږد وخت کې تر لاسه کېږي، بېړنۍ ګټې پکې کمې تر سترګو کېږي مګر د اوږدو او پراخو اقتصادي ګټو لرونکی وي.
سم ښوونیز سیاست چې د ټولنې د هر وګړي پورې اړه لري، که د یوې ټولنې خلک دکار اهل نه وي او په اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو( تولیدي فعالیتونو) کې اړینې وړتیاوې او زده کړې ونه لري، د هغه ټولنې اقتصاد به مصرفي او وروسته پاتې بڼه ونيسي. د تولید کیفیت به یې خراب شي، او د اړتیا وړ توکي به یې ناسم او غیراقتصادي تولید شي. اقتصادي کمزورتیا بازار سړوي او ژوند سختوي لومړني مواد په کمه بیه صادرېږي او مصنوعي توکي به ګران ډول را صادرېږي.
مګر په نننۍ نړۍ کې پر ښوونه روزنه پانګونه، د ماهرو او متخصصې قوې د لاسته راوړنې په موخه اقتصادي پانګونه ګڼل کېږي. وړ قوې په ښه توګه کولی شي، چې د تولیداتو کیفیت او کمیت ته پیاوړتیا ورکړي او اقتصادي سرچینې په ښه لوري برابرې کړي. یوازې مناسبه ښوونه روزنه ده، چې د وخت له اړتیاوو او ټولنې له احتیاجاتو سره همغږي لري، د تولیداتو اقتصادي لوړوالی تضمن کړي او صنعت ته اوږه ورکوي، له پرمختللې تکنالوژۍ ګټه اخلي، د ټولنیزې سوکالۍ زمینه برابروي، له محدودو او شته امکاناتو د ښې ګټې اخیستنې زمینه برابره وي. هېواد له وابستګۍ خلاصوي، په ځان بسیا او خپلواک کوي یې. چې دا هېواد ته دسرلوړۍ او ښکلاګانو زېری دی.

د ښوونې روزنې سیاسي ارزښت:
په اوسني وخت کې تاریخي، سیاسي تجربې او د انسانانو هڅې په ټولیزه توګه ټولنیز انقلابونه او بدلونونه ښیي، چې بشریت د ازادۍ او خپلواکۍ غوښتنونکی دی؛ ددې موخې د لاسته راوړنې لپاره د خلکو حکومت پر خلکو یا په بله وینا «مردم سالاري» چې د انسانانو طبیعي، مدني او انساني حقوقو ته درناوی کېږي، فردي او ټولنیز حقوق یې په نظر کې نیسي، ورته پاملرنه او درناوی لري. اوس باید و ګورو چې دې موخو ته د خلکو د رسېدو لپاره څنګه روزنه وشي او کومې زده کړې باید کړو. یا په بله ویناهغه څوک چې د ملک په کچه مسولیت لري باید څه شرایطو او ځانګړونو درلودونکی وي. په یقیني او قطعي ډول سره دا کار د ښونیزو رونیزو سازمانونو په غاړه دی، چې خپل وتلي سیاسون له پلان شوې او دقیقې ښوونې روزنې برخمن کړي.
په دې برخه کې هغه ځوانان چې د رهبرۍ، مدیریت کافي ځواک، وړتیا او استعداد لري و پېژندل شي او روزنې ته یې ځانګړې پاملرنه وشي، چېد مسولیت اخیستلو ، ټولنیز دريځ مدیریت او رهبرۍ ته لازم او کافي تیاری په لاس ولري. څنګه چې سیاسي اړخ یې د کولتوري،ټولنیز او اقتصادي اړخ په پرتله له حساسیته برخمن دی، نو باید رهبران بې له تبعیضه د خلکو له منځه ظوابطو ته په کتو و ټاکل شي ځکه چې پوه، مسول اوانسان دوست مدیر د ټولنې په سم جوړښت کې پوره ونډه اخیستلای شي. هغه ټکي چې په ښوونه روزنه کې د سیاست له پلوه باید پرې پوه شو دا دی. که کله په یوه ټولنه کې د خلکو په خوښه د خپلواکۍ ، مادي او معنوي اسانتیا د لاسته راوړنې وګړیز او ټولنیز غوره والي لپاره قدم واخیستل شي، خپله په خپله موخې او ښوونیز روزنیز ارزښتونه تر مثبتې اغېزې لاندې راولي.
دا د روزنیزو سازمانونو دنده ده، چې ځوانان د ټولنې له سیاسي موخو سره بلد کړي، داسې فکر او مفکوره وروزي تر څو د ارزښتونو ساتونکي وي او دې لپاره رهبري وکړي چې ملي ګټې ، ټولنیز خپلواکي، وګړیز حقوق له پامه ونه غورځوي. د يوې ټولنې د سیاسي مسیر ټاکل باید خپل توان ته په کتو د خلکو د اړتیاوو له مخې وټاکي او پلي یې کړي؛ څنګه چې سیاست اقتصادي، کولتوري، ټولنیز او اخلاقي اړخونه تر اغېزې لاندې راولي باید دغه اغېزه یو اړخیزه نه وي. بلکې هر اړخیز ډول یاد شوي عوامل تر اغېزې لاندې راولي، سیاسي توانايي دخلکو له مادي او معنوي کولتورسره همغږي او دهغوی د اړتیاوو له مخې وکاروي.
چارواکي او سیاستوال باید پوه شي چې په یوه ټولنه کې د ښوونې روزنې کیفیت کولی شي چې د خلکو د ژوند ټول اړخونه تر اغېز لاندې راولي. د ټولنې د خلکو کولتور، اقتصاد، ټولنیزې او سیاسي اړیکې، خوشبختۍ ، بدبختۍ او برخلیک د سیاست ګذارۍ او د روزنیزو ارزښتونو د کړنو له کیفیت سره تړاو لري. او څنګه چې ښوونه روزنه د ټولنې د ژوند هنداره ده، نو هر ډول ټولنیز بدلونونه د هغه ټولنې له روزنیزو اړتیاوو سره مل وي.
یاد شوو ټکو ته په پام سره دې پایلې ته رسېږو چې ټولنیزه روزنه باید د ټولنې د مادي او معنوي کولتور په بنا او وګړیز او ټولنیز ازادۍ ته په درناوي او اړتیاو ته په کتو پلان شي. په دې برخه کې د شعور لوړول، ټولنیز پوهاوی، د مهارتونو زده کړه ، تخصص ، هوښیاري، واقع بیني، نړۍ لید، تقوا، د پنځونې او نوښت د ښوونې روزنې د ارزښتمنو موخو برخه و ګرځول شي.ځکه چې د ټولنې لويي، نیکبختي او خوشبختي په برنامه او سم تطبیق کې نغښتې ده( مجیب الرحمن، ۱۳۹۴: ۲۴).

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.