ایډیالیستان ښوونه او روزنه

مرسل امیري

469

اېډیالیزم(Idealism)
اېډیالیزم یا ارمان ګرایي د فلسفي افکارو هغه ټولګه ده چې ملانړي یې پر دې باور دي، چې مفکورې یا نظرونه د پوهې اصلي موضوع ده؛ نظرونه د شیانو څخه مخکې رامنځته شوي دي او دا نظرونه دي چې د شیانو لپاره د شتون امکان برابروي.
د دې نظر له مخې، مفکورې د معرفت پېژندنې او میتافیزیک له مخې لومړیتوب لري، او بهرنی واقعیت، لکه څنګه چې موږ پوهېږو، ذهني پړاوونه څرګندوي. اېډیالیزم دا ادعا نه کوي چې ذهن د مادې یا مادي نړۍ جوړونکی دی. مګر دا ادعا کوي چې بهرنۍ نړۍ یوازې د افکارو په مرسته پېژندلای شوو.
اېډیالیزم د ریالیزم د دې نظر خلاف دی، چې وايي د انسان پر ذهن د بهرنۍ نړۍ د حقیقت پیژندلو لپاره تکیه نشي کېدلای. یانې اېډیالیزم او د دې سیستم ملاتړي شعور تر مادې مخکې ګڼي او په دې باور دي چې نړۍ تر هغې وروسته رامنځته شوې ده. دوی نړۍ د انساني شعوري ځواک په مرسته د پېژندنې وړ ګڼي. دا ډله له مرګه وروسته ژوند هم مني، د تلپاتې او ښه ژوند ورته وايي.
په نوموړي فلسفي سیستم کې (اروا یا روح) حقیقت دی او توک (ماده) د انسان د شعور زېږنده ګڼل کېږي. دلته د (مانا) ارزښت تر هر څه اوچت دی، یا په بله وینا همدا مانا هر څه ده او (ريښتیا) له توکیزې نړۍ څخه بهر یوازې د مانا په پېژندنه کې لاسته راځي. هر هغه څه چې د انسان په چاپېریال کې دي، د انسان په ګډون د یوه ستر مانیز ځواک په هوډ جوړ شوي چې انسان یې څرنګوالی پېژندلای نه شي خو (ريښتیا)دي.
اېډیالیزم ټینګار کوي، چې شعور تر توک وړاندې دی او ګرده توکیزه نړۍ تر هغه وروسته رامنځته شوې ده. خو دا هغه شعور دی، چې ماورا الطبیعت (تر طبیعت اخوا) نومېږي او بشپړ حقیقت دی.
یوه ډله اېډیالیستان نړۍ د پېژندلو وړ ګڼي او د انسان له شعور څخه بهر یې شته والی مني دا ډله (Objective) نومېږي او وایي، (پیدا شوې، شته، خو له منځه تلونکې هم ده) مانا دا چې د توک (ماده Mater) په بشپړ له منځه تګ ګروهمن دي او اروا او جسم دوه داسې بېل واقعیتونه ګڼي، چې یو تر بله خپلواکي هم لري. دا داسې خپلواکي ده، چې اروا که څه هم په یوه پړاو کې له جسم نه بېلېږي خو هېڅکله له منځه نه ځي او تلپاتې بڼه غوره کوي.
په اېډیالیزم کې ژوند پر دوو برخو وېشل کېږي؛ لومړی هغه چې تر مرګ د مخه ده او دویمه هغه برخه چې تر مرګ وروسته پیلېږي. لومړنی ژوند ژر تېرېدونکی او بشپړېدونکی دی او دویم ژوند تلپاتې او بېپایه بڼه لري. مرګ له لومړني ژوندانه څخه د دویم پر لوري د تېرېدو یوپُل دی، چې هر ژوندی ساکښ مجبور دی چې هرومرو به یو ځل ترې تېرېږي. (د مرګ له قانون څخه هېڅ سیستم سترګې نه پټوي).
دا فلسفه څرګندوي، چې لومړنی ژوند یا دا نړۍ د انسان د کړنو او چارو ازمایښتون او د دویم ژوندانه لپاره پیلامه ده. همدلته ده، چې انسان به د خپلو کړنو پر بنسټ هڅه کوي چې د دویم ژوندانه ښه او غوره برخه (جنت) ته ورسېږي او ریښتینې سوکالي ومومي. خو هغه انسان چې په دې نړۍ کې یې د خدای له لارښوونو سره سمې چارې سرته رسولې نه وي، له بد کړوونکي ژوندانه (دوزخ) سره به مخامخېږي.
په اېډیالیزم کې بله غه څانګه ده چې نړۍ د بشري شعور زېږنده بولي او د همدغه شعور له کړکۍ څخه بهر واقعیت نه مني، سبجېکټیوېسم (Subjectivism) نومېږي، چې هر څه ته مانیزه بڼه ورکوي او وایي، چې توکیزې ښکارندې نشته او دا هر څه چې موږ یې وینو له آره مانیزې دي، چې زموږ شعور زېږولي او په خپلواکه بڼه یې انځور کړي، خو دا ښکارندې له شعور پرته خپل شته والی ساتلای نه شي او انساني شعور هم نه شي کړای چې بشپړ اروايي او مانیز حقیقت وپېژني.
د اېډیالیزم تاریخ
د اېډیالیزم هغه اصطلاح ده، چې په(۱۷۴۳) ام کال په خوا شا لومړی په انګلیسي او وروسته نورو ژبو کې وکارول شوه. دا اصطلاح د یوناني کلمې (Idea) څخه راځي، چې مانا یې( لید)دی.
که څه هم دا کلمه په هغه پیړۍ کې جوړه شوې وه، په دې کې هېڅ شک نشته چې اېډیالیزم له( ۲۰۰۰ )کلونو څخه زیات په فلسفه کې شته ځکه چې افلاطون د دې تیورۍ پلار ګڼل کیږي.
په( ۴۸۰ )هجري کې ج. انکساګورس لارښوونه وکړه چې هرڅه د ذهن له لارې رامنځته کېږي. کلونه وروسته، افلاطون دا مني چې ډېر عیني واقعیتونه د نظرونو له مخې د لاسرسي وړ دي.
د دې یوناني اصل سره،هم ډیری پوهان دا ادعا هم کوي چې اېډیالیزم په لرغوني هند کې، د بودیزم په تعلیماتو کې، او په نورو ختیځو ښوونځیو کې چې د وداس متنونه یې کارول، وو. په هرصورت، اېډیالیزم د یو څه وخت لپاره هېر شوی و دا هغه وخت دی چې اېډیالیزم بیاپه خپلو مشهورو ډولونو وېشل کېږي.
د اېډیالیزم ډولونه
اېډیالیزم چې د تخیل د اصليت په مانا او د ریالیزم مخالف دی. د اېډیالیزم ډولونو د بنسټیزو ځانګړتیاوو له مخې په بشپړه توګه له یوبل سره توپیر لري. په اېډیالیزم کې لاندې ډولون موندلای شوو:

الف ـ عیني اېډیالیزم
عیني اېډیالیزم، چې د یوې عیني خبرتیا شتون وړاندیزوي چې د انسان له خبراوي نه وړاندې او په خپلواکه توګه شته وي، له همدې کبله د همدې شي شتون د انسان له درک څخه خپلواک دی.
د نظرونو د شتون په تایید سره، دا په خپله څرګنده ده، چې موږ د انسانانو په توګه یوازې کولای شو هغوی د نظرونو د نړۍ څخه درک او یا کشف کړو.
– داسې انګېرل کېږي چې د تجربې واقعیت د تجربه شوي شیانو واقعیتونه او د څارونکي ذهن سره یوځای کوي او مخ ته ځي. نظرونه پرتله دا دی چې یو کس واقعیت تجربه کړي او د استدلال له لارې ورته لاسرسی پيدا کړي.
ب ـ مطلق اېډیالیزم
مطلق اېډیالیزم د عیني اېډیالیزم له فرعي څانګوڅخه ده، چې د هیګل لخوا رامنځته شوې او وايي چې انسان د لیدل شوي څیز د پوهېدو لپاره باید لومړی د فکر او وجود پېژندنه وکړي. د هیګل په وینا وجود باید د یو بشپړ انتیګرال په توګه وپېژندل شي.
ج ـ استعلایي اېډیالیزم
استعلایي اېډیالیزم د امانویل کانت لخوا جوړ شوی، هغه په دې باور دی او وايي همدا ذهن دی چې دغه نړۍ موږ ته ژباړي، د ځای او وخت په بڼه یې جوړوي چې کولای شو درک یې کړو.
پوهه هغه وخت رامنځته کېږي کله چې دوه عنصره شتون ولري: یو شی چې لیدل کېږي او بل هغه کس چې هغه ګوري.
‌د ـ ذهني اېډیالیزم
ذهني ایډیالیزم، دا وايي چې یو مادي شی یوازې تر هغه بریده پورې شته چې یو انسان هغه درک کولای شي.
بهرنۍ نړۍ خپلواکه نه ده، بلکې په موضوع پورې اړه لري.
د دې فلسفیانو په وینا، هر څه چې په واقعیت کې وړاندې شوي، د نظرونو یوه ټولګه ده، چې زموږ له ذهن څخه بهر نشته دي. ذهني اېډیالیزم انسان تر هر څه لوړ بولي.
هـ ـ اخلاقي اېډیالیزم
اخلاقي اېډیالیزم په ثابتو اخلاقي افکارو او اېډیالونو او اخلاقي حقایقو او عقلي یا عالي فضیلتونو باور کول دي، چې د انسان ژوند ورته وايي. اخلاقي اېډیالیستان د اخلاقو له نظره په نېکیو او بدیو، ثابتو او مطلقو معیارونو، نړۍ والو اخلاق او اخلاقي اصولو باور لري. خپل وګړیز او ټولنیز چلند د همدغو اخلاقي افکارو پربنسټ جوړوي. اخلاقي اېډیالیزم نسبیت ته اجازه نه ورکوي. مثالي او اصولي خلکو ته د ثابت اخلاقي جوړښتونو سره روزنه ورکوي.
اخلاقي اېډیالېزم یانې د یوې عقیدې او آرمان په لاره کې سرښندنه. د تاریخي روایت له مخې پوهېږو، چې د کارګر غورځنګ د نړۍ وال بهیر په لړ کې خورا زیاتو انقلابیانو او مارکسېستانو د سرښندنې تر کچې د خپل آرمان په لاره کې وړاندې لاړل او ورسره څنګ کې یې له فلسفي اېډیالیزم سره مبارزه او مخالفت کاوه.
ی ـ فلسفي اېډیالیزم
فلسفي اېډیالیزم هغه نظریه ده، چې د روح په وسیله د مادې توضیح یې بنسټ جوړوي. یا فلسفي اېډیالیزم هغه استدلال دی، چې د فلسفې د بنسټیزې پوښتنې پر وړاندې دا ډول ځواب وايي: «روح تر ټولو اصلي، مهم او مقدم عنصر دی». همدارنګه دغه اېډیالیزم د فکر د لومړیتوب او اهمیت د تایید ترڅنګ مني، چې فکر د هستۍ خالق دی؛ یا په بل عبارت: «دا روح ده چې ماده منځ ته راوړي، نه ماده روح».
دا د اېډیالیزم لومړنۍ بڼه ده، چې په پرمختللیو، پراخ پلوو او منل شویو ادیانو کې منل شوې، چې مطلقه روح او الهي ذات، د مادې خالق یا پیدا کوونکی دی. په دې ترتیب، هغه مذاهب چې له فلسفي بحثونو یې د ډډې دعوه کوله او لایې هم کوي، د اېډیالیستي فلسفې له ښکاره او منطقي مظاهرو څخه دي.
مګر د تاریخ په اوږدو کې علم مداخله وکړه، له علمي لارې او له اېډیالیستي فرض پرته د مادې، نړۍ او څیزونو توضیح، لازمه وګڼل شوه؛ ځکه له شپاړلسمې پېړۍ را په دېخوا، علم پرته له دې، چې د خلقت او مبدأ په اړه متداول لیدلوري په پام کې ولري، د طبیعي پدیدو څېړنه یې پیل کړه.
د دې له پاره، چې له دغو علمي، مادي او دین خلاف توضیحاتو سره سمه مبارزه وشي، په کار ده د اېډیالیزم لمنې ته دومره پراخوالی ورکړل شي، چې حتا خپله د مادې له وجود څخه هم انکار وشي. دغه کار د اېډیالیزم د پلار انګلیسي اسقف بېرکلي له لوري د اته لسمې پېړۍ په لومړیو کې پیل شو. په فلسفه کې د اېډیالیزم اصطلاح میتافزیکي لیدلوري په ګوته او تشرېح کوي، کوم چې ادعا کوي، چې واقعیت د انسان له درک او ادراک نه د نه تشخیص وړ او نه بېلیدونکی دی. واقعیت یوه ذهني جوړونه ده، چې له اېډیاګانو سره نږدې اړیکې لري.
د ښوونې روزنې په اړه د اېډیالیستانو نظر
دا مکتب روزنې ته ځانګړی ارزښت ورکوي او په دې عقیدې دي، چې د ښوونې روزنې موخه باید د شاګرد د ذهن وده او بشپړتیا وي او د حافظې په مرسته مطالب زده کړي. ښوونځی باید پر عقلي فعالیتونو زیات ټینګار وکړي. په دې تربیتي فلسفه کې د ښوونې روزنې موخو ته د تدریس د لارو چارو په نسبت ډېرپام کېږي او همدارنګه د انساني علومو مطالعې ته د طبیعي علومو له مطالعې ډېر ارزښت ورکول کېږي. د دوی په نظر انسانان د روزنې وړ موجودات دي. د دې مکتب پیروان ښوونه روزنه داسې تعریفوي: ښوونه روزنه د انسان نفوذ او اغېز پر بل انسان باندې دی او هغه جریان ده، چې انسان د خپلو بالقوه استعدادونو د غوړونې لپاره د شخصي هڅو په لور لارښونه کوي. د دوی په باور روزنه دوه طرفه جریان دی، چې هر یو(زده کوونکی او ښوونکی) باید فعال وي. انسان باید اخلاقي ارزښتونه له ښوونځي څخه زده کړي.
د دوی له نظره ښوونه روزنه ځيني موخې لري، چې له هغه ډلې څخه يې اړین ټکي دا دي:
۱ – د حقیقت پلټل ۲- دځان وده ۳- د خوی وده ۴- ذهني وده
دوی ټینګار پر دې کوي، چې د ښوونې روزنې په هره سطح کې تر ټولو اړین لامل دا دی، چې زده کوونکي د فکر کولو لور ته وهڅوي. دوی وايي فکر کول کولای شي چې ژوند ته بدلون ورکړي.
نو د دوی په نظر د روزنې موخه دا ده، چې انسان د کمال تر ټولو لوړې درجې ته د کومې، چې وړتیا لري ورسوي. ښه انسان هغه دی، چې معلومات ولري. په ټوله کې دا مکتب یو معلم محوره مکتب دی.
اېډیالیستي ښوونه روزنه
د اېډیالوژیکي زده کړو موخه دا ده چې زده کوونکي په خپل ژوند کې د ښکلا او نېکمرغۍ حقیقت درک کړي ترڅو د هغه شخصیت په آزاده او بشپړه توګه وده وکړي. ځان پېژندنه د اېډیالیستي زده کړو اصلي موخه ده. یانې دغه فلسفه غواړي چې یو کس د شخصیت لوړ مقام ته ورسوي او د هغه ټولو طبیعي ځواکونو او استعدادونو ته وده ورکړي. د اېډیالیستي فلسفې له مخې معنوي چاپېریال رامنځته کول باید د ښوونې روزنې اړینو موخو څخه وي. د اېډیالیسټانو په اند، کلتور او معنوي چاپېریال د انسان د تخلیقي فعالیتونو پایله ده، په دې مانا چې ټول انساني علوم لکه هنر، ادب، دین، اخلاق، ریاضي، ساینس، تاریخ او فلسفه د انسان د هوښیارۍ، اخلاقو او ښکلا پېژندنې محصول دي ښوونه او روزنه باید دې کلتوري میراث ته درناوی وکړي. په دې مکتب کې تر جسمي ودې ذهني ودې ته ډېر ارزښت ورکول کېږي. بدني ودې ته ځکه پاملرنه کېږي،چې د روح زېرمه ده. څومره چې بدن ښه وده وکړي، هومره روح هم ښه وده کوي.
په ټوله کې اېډیالیسټان موافق دي چې ښوونه روزنه باید نه یوازې په فکري پراختیا ټینګار وکړي، بلکې باید پوهان وهڅوي چې د تل پاتې ارزښتونو په اړه ټول تمرکز وکړي. د افلاطون سره یوځای، دوی په دې باور دي چې د زده کړې موخه باید د رېښتیني نظرونو په اړه د څېړنې لخوا ښوونه وشي. د اېډیالیسټانو بله مهمه موخه د شخصیت وده ده، ځکه چې د حقیقت لټون د ځان انضباط ته اړتیا لري.
د محصلینو له انضباطي سرغړونو څخه د ارواپوهنې او د خودخواهۍ د راڅرګندېدو په مانا بلل کېږي، چې باید د اخلاقي اصولو له مخې مجازات شي. د اېډیالیسټانو په اند، د دې اصولو ریښه په دین کې ده، یا په دې عقیده کې چې انسان یو روحاني دی او د هغه روح به تل پاتې وي.
دا ویل کېدای شي چې د اېډیالوژیکي زده کړې یو اړینه موخه د ځان حقیقت درک کول دي. په اصل کې، دوی ټینګار کوي چې حقیقي زده کړه یوازې د وګړي لخوا احساس کیږي، او که څه هم ښوونکي نشي کولای د ماشومانو ذهنونو ته راشي، دوی کولای شي درسي مواد او فعالیتونه داسې چمتو کړي چې پر زده کړه اغېزه کوي، او دا د دې موادو او زده کونکو غبرګون دی.
په اېډیالیستي فلسفه کې ښوونکی
په دې نظریه کې ښوونکی زده کوونکو ته داسې لارې چارې او چاپېریال تیاروي چې دوی خپل معنوي او روحاني ودې ته ورسېږي.په دې فلسفي ښوونځي کې زد کوونکي ښوونکي ت ډېر لوړ ارزښت لري، ځکه هغوی باید په ښو اخلاقو او ښکلو ځانګړنو سرهه وروزل شي. دا کار پهه لومړي پړاو کې د ښوونکي لخوا ترسره کیږي. له همدې امله ښوونکی باید یو عالي شخصیت او د روزنې روحیه ولري. د ښوونکي موخه دا نه ده چې زده کوونکي ته عیني معلومات ورکړي، بلکې د داسې شرایطو برابرول دي چې د زده کوونکي شخصیت وده وکړي او هغه پخپله وده وکړي؛ دا وده باید د روحاني ودې په لاره کې ترسره شي. د ښوونکي شخصیت پر زده کوونکي اغېزه کوي او ښوونکی هڅه کوي چې زده کوونکي رهبري کړي ترڅو هغوی په شخصي توګه په خپل حقیقت کې بریالي شي.
په اېډیالیستي فلسفه کې محتوا او نصاب
ځکه چې د زده کړې موخه د ځان پرمختګ یا ځان پوهول دی، نو د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره باید محتوا ګټور وي. نو ځکه هغه مواد چې اېډیالونه او ذهني فکرونه پیاوړي کوي ځانګړی ارزښت لري. اېډیالیسټان د نصاب په ټاکلو کې د ماشوم اوسنۍ تجربې ته پام نه کوي، بلکې د ټول بشریت تجربې ته پام کوي.
په بل عبارت، دوی ماشومانو د لویانو میناتور ګڼي نو په پایله کې، دوی هغه مواد چې لویانولپاره غوره ګڼي ماشومانو ته هم همغه مواد مناسب ګڼي.
ساینس او انساني علوم د اېډیالیستي ښوونې روزنې دوه اصلي برخې جوړوي. دوی د دې دوو برخو هغه برخو ته پاملرنه کوي چې ثابت او تلپاتې ارزښت لري او د ټولې بشري ټولنې د روغتیا او ساتنې لپاره ګټور دي.

اېډیالیستي تعلیمي مېتود
ځکه چې په دې فکري ښوونځي کې موخه دا ده چې زده کوونکي خپل ځان او خپل کرکټر تر ټولو لوړې کچې ته ورسوي، نو د همدې موخې پر بنسټ د ښوونکي مېتود دی چې زده کوونکي څنګه د کمال پړاو ته ورسوي. ښوونکی هڅه کوي چې د دوه اړخیزو بحثونو او تحلیلونو له لارې د زده کوونکو شخصیت ته وده ورکړي. په دې مېتود کې زده کوونکي هڅه کوي چې د حقایقو او واقعیتونو د زده کولو پر ځای په مسایلو کې ژور بصیرت پیدا کړي. په اېډياليستي مېتود کې هڅه دا ده چې زده کوونکي د استاد تر مشرۍ لاندې د وګړیز ودې او پرمختګ امکان ومومي او دا حقيقت درک کړي چې اوسنۍ تجربې يې کمې دي او هڅه وکړي چې د لا ډېرو پوره تجربو ترلاسه کولو هڅه وکړي. دې موخې ته د رسېدلو لپاره د زده کوونکو ترمنځ بحث ته د استاد د مستقيمې وينا په پرتله ډېر ارزښت ورکول کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.