په ژمي کې د مخ پوستکی له وچوالي او د یخ له اثراتو څنګه ژغورلی شو

1,274

د ژمي له راتلو سره په هوا کې د لمدوالی اغیز کمېږي چې زموږ دبدن په پوستوکي د وچوالي اثر کوي ، چې پوستکی له تور والي او چاودېدو سره مخ کېږي . پوهانو په یوې څیړنې کې چې د پوستکي لپاره یې ترسره کړې ویلې دي :

 په ساړه موسم کې د پوستکي لږ ساتنه هم ستاسو د پوستکي په ښکلا کې زیاتوالی راولي . پوهانو ویلي تر ډیره په ګرمو ( تودو ) اوبو غسل هم د پوستکي د وچوالي سبب ګرځې ، ځکه باید نیم ګرم او نیمې سړې اوبه استعمال کړئ . پام چې د غسل موده مو تر لس ۱۰ دقیقې زیاته نه وي . له دې سره سره په اوبو کې څو څاڅکې د شړشمو تېل اچول ستاسو پوستکي نرم او تازه ساتي .

 له غسل کولو وروسته ژر تر ژره ځان وچ کړئ مخ په ساده تېلو غوړ کړئ . روزانه تر خوب مخکې مخ وینځل تر ښو کریمو غوره دي . په یخه هوا کې صابون لږ تر لږه استعمال کړئ . صابون د پوستکی قدرتي لمدوالی له منځه وړي . هغه کسان چې د بدن پوستکی یې نازک وي لږ د لیمو اوبه دې د شپې لخوا پر مخ او لاسو ووهې او له پاڅیدو سره سم دې په صابون ووینځې . په دې طریقه به ستاسو پوستکی له تور والي او وچوالې څخه ژغورلی وي .

 په ساړه موسم کې د پوستکي تازه اوښکلي ساتلو لپاره د شپې لخوا د کریمو استعمال غوره دی . پدې ډول تاسو خپل پوستکی نرم او د یخ له اغیز څخه ساتلی شئ . د اوبو زیات استعمال کوئ مګر له تاودو معیاتو ډډه وکړئ ځکه چې ستاسو د بدن اوبه باسي . د طب پوهانو له خولې په ساړه موسم کې ګازرې ، مالټې ، مولۍ او نور موسمي لمدې میوې نه دا چې ستاسو ښکلا ساتې بلکه د بدن په اوبو پوره کولو کې ډیره برخه اخلي .
معلومات شېر کړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.