په پنځو لمونځونو کې د سجدې او رکوع ګټې

952

آيا پوهېږئ چې په پنځو لمونځونو کې د سجدې او رکوع ګټېڅه دي؟

 د ورځې په اوږدو کې ۶۴ وارې سجده او ۳۲ وارې رکوع کوو، په داسې حال کې چې د ساینسي څېړنو په نتیجه کې، د ساینس پوهانو او طبي کارپوهانو په نظر چې وايي  په لمانځه کې د سترګو ثابت ساتل يعنې پر يوه جهت او موقیعت سترګې ساتل د څه وخت لپاره د سترګو د ضعف او امراضو لکه مایوپیا له منځه وړي او همدارنګه د سترګو د اعصابو او عضلاتو مقاومت زیاتوي.

په لمانځه کې ولاړه يا قيام د بدن توازن پياوړی کوي او د دماغ د سیربیلم برخې چې د بدن د حرکاتو کنټرول په غاړه لري، تقویه کوي.

قیام د بدن پورتنۍ برخه او د ستون فقرات قوي کوي، او په رکوع کې بیا د ذکر کولو په وخت کې د مخ، غاړې، د پښو او ورونونو عضلات پیاوړي کوي، په دې توګه د بدن په مختلفو برخو کې د وینې جریان چټک کيږي.

سجده هم د بدن فقرات پیاوړي کوي او هم د غاړې د ناحيې دردونه اراموي او سجده د انسان د سر په برخه کې د وینې د جریان د تېزیدو لامل کیږي چې دا خپله، پوستکي ښکلی او تازه کوي. د معدې د جوش په کمېدو کې هم مرسته کوي، او هضم اسانه کوي.

نو الله پاک هغه لمونځ چې له نن څخه ۱۴۰۰ کاله دمخه په موږ فرض کړی دی، ساینس پوهانو هم دا ثابته کړه چې د دې حرکاتو په ترسره کولو سره د بدن څخه مقناطیسي چارج خالي کيږي او هم د سرطان د مخنیوي لپاره هره ورځ د ۱۰ دقیقو لپاره دا حرکات باید ترسره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.