د قد د لوړېدو لپاره تر ۱۸ کلنې وروسته څه کولی شو؟

1,348

یو شمیر خلک داسې جنيټيکي جوړښت لري چې که ښه خوراکونه هم و خوري له ۱۸ تر ۲۰ کلنۍ وروسته يې قد يې نه جګيږي، قد يا ونه تر ۱۷ کلونو پورې لوړيږي او له هغه ورسته تر شل کلنۍ پورې د سقوط مرحلې ته رسيږي.
هډوکي، په تېره د د هډوکو د ودې صفحې د قد د درېدو يا توقف لامل کيږي، کله چې په هډوکو کې د ودې صفحې (Growth plat ) غير فعال کيږي نو قد هم توقف کوي او نور نه لوړيږي.
کله چې د بلوغ دوره را نږدې کيږي د هډوکو رشد ورو ورو غير فعال کيږي او بلاخره د هډوکو وده دريږي. په ښځو کې معمولا په ۱۶ کلنې او په نارينه و کې آن ۱۴ بيا تر ۲۰ کلنۍ پورې د هډوکو وده صفر ته را ټيتيږي.
سپورت قد نه لوړي:
ډېر خلک عقيده لري چې ورزش يا د کشکولو حرکات قد لوړوي، ځينې کسان وايي چې زنګېدل، په مخ پورت ختل او لامبو د قد د جګېدو لامل کيږي، خو د اثبات لپاره يې کوم علمي دليل نشته.
البته دا خبره درسته ده چې د يادو ورزشونو په کولو سره، د ملا د مهرو کپرندوکي ډېسکونه د موقت وخت لپاره ممکن تر يو سانتي شاخوا پورې د قد د لوړېدو لامل شي خو د تل لپاره نه.
سپورت قد نه ټيټوي:
بلخوا بيا يو شمېر خلک فکر کوي چې ځينې ورزشونه لکه بدني ښکلا ( وزن برداري) قد ټيټوي، دا اندېښنې د ماشومانو او نوو ځوانانو سره لا ډېرې وي، ځکه چې په دوی کې لاهم هډوکي د رشد په حال کې وي. خو دا هم ناسم باور دی.
څېړنې وايي چې که د بدني ښکلا ورزش د يوه لایق استاد په لارښونه وشي په هېڅ عمر کې هم تاوان نه لري، بلکې ګټور دی. البته هر ورزش که په خپل سره او پرته له لارښود وشي ممکن فرد پرې ځان ته تاوان واړوي.
په لويانو کې چې د هډوکو وده يې ولاړه وي دا خطر بيخي کم دی، خو که بې احتياطي پکې وشي ممکن د ستون فقرات يا د ملا د تېر مهرې زيان ووينې، نو اړينه ده چې په هر ورزش په تېره د بدني ښکلا په ورزش کې له لارښود استاد معلومات او لارښونه واخستل شي.
ښه ژوند د قد لوړېدو سبب کېدای شي:
سره له دې چې نه شئ کولی په زيات عمر کې خپل قد لوړ کړئ، خو په ماشومانو او نوو ځوانانو کې امکان لري چې دا کار وشي، هغه خواړه چې ډي وټامين او کلسيم لري زيات کارول د هډوکو د پياوړتيا د بهتر ودې لپاره ښه فورمول دی.
د دې لپاره چې د ماشومانو قد مو لوړ وي او پياوړي هډوکي ولري ښه ده چې زياتې مېوې او سبزي وخوري، دغه راز د هډوکو په پياوړتيا کې پروتين هم رول لري، ځينې بيا په دې باور دي چې زيات پروتين خوړل ممکن هډوکو ته تاوان پېښ کړي، خو يو شمېر تحليلونه چې ۳۶ څېړنې او ټېسټونه پکې شامل دي په ډاکه کوي چې زيات پروتين اخستل هډوکو ته کوم زيان نه لري، د هډوکو د تراکم او د ملاتير لپاره ګټور دي.
هګی، د چرګ غوښه، لبنيات، سويا او بې وازدو غوښه د پروتينو منبع ګانې دي، دغه شان که پروتين اخلی نو ښه ده چې په هره ډوډۍ کې تر ۲۰ ګرامه پورې و خورئ.
تر ۱۸ کلنې ورسته ممکن ځينې طبي اختلالات د قد لوړېدو سبب شي:
دا چې له ۱۷ تر ۲۰ کلنې وروسته قد نه لوړيږي خو ځينې استثناعات هم شته، يو دا چې ممکن په ځينو کسانو د هډوکو رشد تر شل کلنې زيات دوام پيدا کړي، چې دا مسئله بيخي کمه پېښېدونکې ده، دويم دا چې ځينې بيولوژيکي مشکلات هم چې په بدن د ودې د زياتو هورمونونو د توليد سبب کيږي کېدای شي چې د قد د لوړېدو لامل وګرځي.
د قد د لوړېدو لپاره تر ۱۸ کلنې وروسته څه کولی شو؟
که ستاسې عمر تر اتلس کلونو زيات وي او له خپل قد راضي نه ياست نو لاندې لارښونې مرسته درسره کولی شي:
۱ ـ سم درېدل زده کړئ . ناسم درېدل ستاسې په قد منفي تاثيرات لري.
۲ ـ له داسې بوټانو ګټه واخلی چې تلي يې ډبل وي او ستاسې قد لوړ پکې معلوم شي.
۳ ـ د بدني ښکلا ورزش وکړئ، چې تکړه معلوم شئ.
دغه آسانه کړنې ستاسې مرسته کولی شي چې ونه مو دنګه معلومه شي، خو يو شمېر خلک د طبي عملياتو او يا په نورو طريقو غواړي چې قد لوړ کړي، چې دا کار د وجود د عیبي کېدو لامل کيږي او ښه کار نه دی.
ځينې نور بيا د هډوکو د هورمونونو د رشد او ودې درمل خوري، دغه درمل د ماشومانو او نوو ځوانانو لپاره نه بلکې د لويانو لپاره دي چې په هغوی کوم اغېز نه لري او هسې بېځايه هڅه ده، چې طب يې نه توصيه کوي.
ښه داده چې خپل قد چې څنګه دی هغسې ومنئ، تاسې ته بايد وويل شي چې د انسان لويي په لوړ قد پورې محدوده نه ده، خوشالي او ښه ژوند هم په قد پورې تړاو نه لري، په تاريخ کې ډېر مشهور او بريالي خلک داسې دي چې لوړ قد نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.