ماشومان مو له جنسي ځوروني وژغورئ

احمدشاه پاڅون

1,139

که ماشومان لری یانه، د جنسي ځوروني څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره دا ټکي خامخا و لولئ او له نورو سره یې هم شریک کړئ.

1. کوچنیو لوڼو ته مو په جدي ډول ور زده کړئ چي هیڅ کله دي د بل چا په غېږ کي نه کښېني، حتی د اکا، ماما او نږدې خپلوانو هم.
2. هیڅ کله تر دوه کلنۍ عمر لوړ عمر لرونکو ماشومانو په مخکي جامې مه بدلوئ، هغوی بل ځای ته ولیږئ او یا خپله تاسو د جامو بدلولو لپآره یو نهام ځای ته ولاړ سئ.
3. هیڅ چاته اجازه مه ورکوی چي ستاسو ماشوم ته حتی په ټوکو کي د (میړه یا ماینې ) خطاب وکړي.
4. هغه مهال چي ماشومان مو د لوبو لپآره د نورو ماشومانو سره بیرون وځي. هغوی له لیري و څاری چي څه کوي او په کومه لوبه بوخت دي. کله کله ځیني ماشومان یو بل ته جنسي ازار ورکوي.
5. که ستاسو ماشوم د یو مشخص کس سره لیدل نه غواړې، نو هغه مه مجبوره کوئ چي د هغه کس سره مخ سي او که ستاسو ماشوم د یو مشخص کس سره ډیره اړیکه و لري، نو ستاسو د ماشوم سره د هغه کس حرکات له نږدې و څارئ.
6. که کله مو هم ماشوم منزوی، کوښه نشینه او یا فکر مند وموند په مسلسلو پوښتنو، صبر او حوصلې سره یې دلیل پیدا کړئ.
7. ماشومان مو د واقعي او ضروري جنسي اړیکو په اړه، په ښه شکل او په ډیر احتیاط پوهه کړئ. باور ولرئ، که تاسو دا کار ونه کړی، نو ټولنه به هغوی په غلطه توګه له دې مسایلو اګاه کړي.
8. فلم، کارتون، مجله او هر هغه شی چي تاسو او یا بل کس یې ستاسو ماشوم ته ورکوي، تر دې وړاندي چي ماشوم ته یې و سپارئ، لومړی یې خپله په دقت و ګورئ او له محتوا یې ځان ډاډه کړئ.
9. د کېبل یا تلویزوني خپرونو په برخه کي ځان ډاډه کړئ چي کورنۍ برخه مو پکي فعاله کړې ده. هغه دوستان چي ستاسو ماشومان ورکره تګ راتګ لري، اګاه کړئ چي د ماشومانو په مخکي داسي خپروني و نه ګوري چي مناسبي نه وي.
10. هغه ماشومانو ته چي عمرونه یې له درې کلنۍ څخه لوړ دي، په ښه شان د وجود د خاصو اعضاوو د منځلو طریقه ور زده کړئ، ځان ډاډه کړئ چي هغوی په ښه ډول خپل خاص اعضاء منځلای سي. هغوی ته په جدي ډول ور پام کړئ چي هیڅوک حق نه لري د هغوی د وجود خاصو برخو ته لاس ور وړي.
11. د هغه شیانو تور لیست برابر کړئ چي فکر کوئ، ستاسو ماشومانو ته زیان رسولای سي. هغه ممکن (فلم، مجله، ځایونه، وګړي او حتی ستاسو خپلوان) وي.
12. ماشومان مو په دې پوهه کړئ چي د خلکو له تجمع، د لنډغرو او کوڅه ډبو کسانو له ډلو څخه لیري والی څومره مهم دي.
13. که ستاسو ماشوم له کوم کس څخه شکایت وکړي، په فوری شکل هغه قضیه تعقیب کړئ. باید ماشومانو ته مو ډاډ ورکړئ چي په هر حالت کي به یې تاسو دفاع وکړئ.
په یاد ولرئ، که نن ماشومان نه لری، نو سبا ممکن یو پلار یا مور سئ، بې توجهی او دې ټکو ته پام نه کول، ښايي دردناکي پایلي ولري، چي ممکن د عمر تر پایه ستاسو ماشوم له هغه و زوریږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.