يادې ټولنې ويلي دي چې د دې خبرې د تائیدولو هڅه کوي چې نورو څومره کسانو ته د مرګ سزا اورول شوې ده.
د آی ايچ آر ټولنې د فرانسې خبري آژانس «ای اف پي» ته ويلي چې په دې اړه اندېښنه مخ پر زياتيدو ده چې د کردۍ نجلۍ مهسا اميني تر مړينې وروسته د ټول هېواد په کچه په ترسره کیدونکو مظاهرو کې د ګډون کوونکو پر ضد د مرګ سزا څخه استفاده کیدلی شي.
د يادې ټولنې له خوا زياته شوې ده چې په اعدام شويو کسانو کې هغه څلور کسان هم شامل دي چې د اسرائيلو د استخباراتي ادارې موساد سره د همکارۍ له کبله د يکشنبې په ورځ په دار شول. دغه کسان تر نيول کیدو اوه مياشت وروسته تهران ته څيرمه په کراج سيمه کې د ګوهر دشت په نوم زندان کې اعدام شول.
د ټولنیزې وېرې خپرول
د آی ايچ آر مشر محمود امیري مقدم وويل چې «د غو کسانو ته د قناعت وړ او عادلانه محاکمې پرته د انقلابي محکمې د بندو دروازو تر شا د مرګ سزاوې ورکړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې دغو جزاو هیڅ قانوني جواز نه درلود.»
نوموړي زياته کړې چې «د مرګ دا سزاوې د ټولنیزې وېرې د رامنځته کولو او ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتي ناکاميو څخه د ايراني وګړو د پام اړولو له پاره ورکول کیږي.»
زياته شوې چې په دې وروستيو کې چې کوم کسان اعدام شوي په هغوی کې هغه ښځه هم شامله ده چې د خپل خسر د قتل په تور د ايران د مرکزي سيمې په يوه زندان کې په دار ځړول شوې ده.
د بشري حقونو ټولنې په ایران کې د ښځو پر وړاندې د اعدام د مخ پر ډیريدونکو جزاو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. پر دې ښځو په عمومي توګه د خپلو مړونو او يا هم د کورنۍ د نورو غړيو د وژلو تورونه لګول کیږي.
په تېرو پنځو کلونو کې د اعدامونو تر ټولو لوړ شمير
د آی ايچ آر په حواله په روان کې چې تر اوسه څومره کسان اعدام شوي دي، شمير یې په تېرو پنځو کلونو کې له اعدام شويو څخه زيات دی.
د يادې ټولنې د ارقامو په حواله په ۲۰۲۱م کال کې ۳۳۳ کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوې وه چې دا د ۲۰۲۰م کال د ۲۶۷ جزاو په پرتله ۲۵ سلنه زياتوالی ښيي.
د بخښنې نړيوال سازمان هم ويلي دي چې په تېر کال کې ایران ۳۱۴ کسان اعدام کړي ول چې دا د بل هر هېواد په پرتله لوړ شمیر دی. د بشري حقونو دې ټولنې زياته کړې ده چې د چين په اړه د اعدام سزاو اړوندې شميرې په لاس نه شته خو ګمان کيږي چې په چين کې هر کال په زرونو کسانو ته د مرګ سزا ورکول کیږي.
د مظاهرو ګډونوالو ته د مرګ سزا؟
د ايران د بشري حقونو ټولنې په حواله په ایران کې له سپتمبر میاشتې راهېسې په مظاهرو کې د برخه اخیستو په جرم تر اوسه شپږ کسان اعدام شوي دي. ټولنه وايي چې تورنو کسانو نه هم کوم وکيل درلود او نه هم د عدالت د ورکړې تقاضاوې پر ځای شوې وې.
ټولنې زياته کړې چې دمګړۍ د دريو هغو کسانو په ګډون چې لا قانوني سن ته نه دي رسېدلي، ۲۶ کسان د داسې تورونو سره مخ دي چې کیدای شي د مرګ په سزا محکوم شي.
ايراني چارواکي دا کسان «فساد کوونکي» بولي او پر دوی پر امنيتي ځواکونو او عامه تاسيساتو د بريدونو تورونه لګول شوي دي خو د بشري حقونو فعالان دا تورونه ردوي.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.