Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
ماشومان او د غاښونو وينځل، پاکول کله او څنګه؟ – DawatMedia24

ماشومان او د غاښونو وينځل، پاکول کله او څنګه؟

1,818

زموږ د ټولنې په ډيرو لوستو او نا لوستو کورنيو کې دا خبره کېږي، چې د ماشومانو غاښونه په برس او کَرْيم مه وينځی، چې وروسته يې غاښونه درد کوي، يا کمزوري کېږي او يا ورۍ خرابېږي. خو په نورې نړی کې کيسه داسې نه ده، هلته څيړنې شوي او زموږ د ټولنې د څيړنو! بر عکس يې بل څه تر لاسه کړي.

هووارډ رينسټين د کاليفورنيا په انسينو کې د ماشومانو د ناروغيو متخصص وايي” کله چې د ماشومانو سپين مرواريد رنګي غاښونه را ووځي/ښکاره شي، بايد په وينځلو او پاکولو يې پيل وشي”. د ډيری ماشومانو غاښونه د څلورمې او شپږمې مياشتې تر منځ را وځي/ښکاره کېږي او د ځېنو ماشومانو غاښونه تر څلور مياشتو وړاندې او د ځينو تر شپږو مياشتو وروسته را وځي/ښکاره کېږي. دلته په دې لنډ بحث کوو چې:

د ماشومانو غاښونه کله او د ورځې څو ځل ووينځل شي؟

څنګه او په کومې طرېقې ووينځل شي؟ او،

د ما شومانو غاښونه په کوم ډول کَرْيم ووينځل شي!؟

ډاکټر محسن حسن
ډاکټر محسن حسن

ډاکټر هووارډ وايي” کله چې په لومړي ځل د ماشومانو غاښونه راووځي، بايد د ګازو/ململ يوه پاکه ټوټه په اوبو لنده شي بيا د ماشومانو غاښونه پرې پاک شي، او دغه چاره بايد په ورځ کې دوه ځل تکرار شي”.

د وخت په تېرېدو سره د ماشومانو غاښونه يو بل پسې راوځي، او کله يې چې شمېر څوو ته ورسېد، بيا به کوښښ کېږي چې د غاښونو داسې برس وکارول شي، چې دوه يا درې کتاره نرم وېښتان/Bristles ولري. غاښونه بايد په ورځ کې دوه ځل يعنې سهار له را ويښېدو وروسته او ماښام له خوب وړاندې ووينځل شي. هر څومره ژر چې د ماشوم د غاښونو وينځل پيل شي، هومره ژر ورسره عادت کېږي، او کله چې په خبرو راځي بيا به د کورنۍ غړي هڅوي چې غاښونه يې ورته ووينځي.

ډاکټر هووارډ رينسټين وايي “ د ماشوم له ځانګړي ډاکټر څخه بايد پوښتنه وکړی، چې د غاښونو کوم ډول کَرْيم وکاروو، خو ډاکټر رينسټين د هغو سيمو خلکو ته چې د څښلو په اوبو کې يې د فلورايډ اندازه ډېره وي، داسې مشوره ورکوي؛تاسې د خپلو ماشومانو د غاښونو وينځلو لپاره هاغه کَرْيمونه وکاروی، چې فلورايډ ونه لري، او يا تر هغې چې ماشومان مو دوه کلن کېږي هيڅ کَرْيم مه کاروی، او زياتوي چې بايد د ورځې دوه ځل د خپلو ماشومانو غاښونه په برس او پاکو اوبو ووينځی”.

که چېرې د ماشومانو د غاښونو وينځلو په وخت کې ډېر مقدار کَرْيم وکارول شي، کېدای شي ماشوم ډير مقدار فلورايډ تر ستوني تېر/ بلع کړي، چې ډېر مقدار فلوراېډ خپله زهري اغېز لري. نو د دغې ناوړې پېښې د مخنيوي لپاره بايد د غاښونو کَرْيم له ماشومانو لېرې کېښودل شي او کله چې د ماشوم غاښونه وينځل کېږي بايد د ېوې دانې اوربشې او يا د يوې ورېجې په اندازه کَرْيم واخيستل شي او د ماشوم غاښونه پرې برس شي.

د فلورايډ ډېر مقدار کېدای شي د فلوروزيس (د فلواريډ مسموميت) لامل وګرځي، او ناوړه اغېز به يې د غاښونو د رنګ بدلون وي، او ډيری وخت د رنګ دغه بدلون تلپاتې وي، نو بايد زيار واېستل شي چې په دې اړه له ډاکټر سره سلا وشي، چې مناسب وخت کې د غاښونو مناسب کَرْيم وکارول شي.

که ستاسې د څښلو اوبو کې يا هېڅ فلورايډ نه وي او يا يې مقدار ډېر لږ وي، نو د ماشومانو ځانګړی ډاکټر به خامخا د فلورايډ څاڅکي او يا ټابلېټ ورکوي او د غاښونو هاغه کَرْيم به ورته ښيي چې فلورايډ ولري.

په دې اړه د خپل ماشوم له ډاکټر سره سلا وکړی، چې ستاسې ماشوم ته د فلورايډ څاڅکي او که ټابلېټ ورکوي، او همدارنګه د غاښونو د کَرْيم په اړه هم ورسره سلا وکړی.

که اوسني ماشومان له وړکتوبه د غاښونو په وينځلو عادت شي، لکه اوسني ډيری ځوانان به د غاښونو ناروغۍ نه لري. که په دې اړه سروې وشي، کېدای شي د نړی په کچه لکه نورې روغتيايي ستونزې، د غاښونو د روغتيا برخه کې به هم تر نورو هيوادونو په وروستي کتار کې ځای ولرو.

د ماشومانو د غاښونو روغتيا ډېره اسانه او زموږ خپل لاس کې ده، چې يواځې سهار او ماښام لږ وخت (چې موږ سره ښه پرېمانه ده) ورکړو، او په ماشومانو کې به مو د راتلونکي لپاره د ډېرو ناروغيو مخنيوی کړی وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.