د محبت نشتون

محمد صفر خواریکښ

413

بنجاره توکي دې وېسه! بند دي دلـته سينگارونه
ښـار دیـوانـو بـرمـتــه کړ ، ویـشي کرکې نفـرتـونه

د بنگړو شرنگا حرام ده، دی خطر د شیخ ایمان ته
بنگړیوالې بنگړي مات کړه، راوړه دلته کفنونه

دلته تود نفرت بـازار دی ، میـنـه سراسر تاوان دی
څو دې وس رسي راوړه یې، ډک له کرکې جوالونه

دلته داسې لیوان گرځي ، چې په وینو نه مـړېـږي
سپين لباس کې تور تور زړونه، سره په وینو شونډکونه

دلـتـه هر عمـل روا دی ، خو پـه ږیـره او قــبـا کې
د انـسان وژل حـلال دي ، ورسره وایـه تـکـبیـرونه !

د فـتنې تخمونه پاشي، د شیطان همدا پیشه ده
ده جـگــړه د بـاورونـو ، بـاروت راوړه او بــمــونه !

که انسان له لوږې مري هم، باچا وایي دا په جهر
د روزۍ کار زموږ ندی ، خدای ته وکړئ فریادونه

۰۵/۱۰/ ۲۰۲۲ – کوپنهاگن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.