پړاوونه

محمد صفر خواریکښ

898
له ‌‌‌‌‌‌ډېر خماره د مستۍ پړاو ته ورسېدم
ايلـــه بيلــه د بېخودۍ پړاو ته ورسېدم
په نادانۍ کې آسوده وم او هوښیار له هر چا
په پـوهېدو د نـاپوهۍ پـړاو ته ورسـېدم
د عشق مرشد مې د وفـا په طريقه ونيوه
له مريدۍ نېغ د پيرۍ پړاو ته ورسېدم
د محبت او د وفـا لاره مې نه ده پرېښې
که په دې لار د بربـادۍ پـړاو ته ورسېدم
ډېرې خبرې مې په زړه وې ومې نشوې ويلی
چې د وصال د تنهايۍ پړاو ته ورسېدم
ښه ده له عشقه مې تر اوسه مالامال دی زړگی
که څه هم اوس خو د پيرۍ پړاو ته ورسېدم
مينه دې ساه غوندې اړينه ده ژوندون لپاره
چې مې نصيب شوه د هستۍ پړاو ته ورسېدم
۲۰۲۱/۰۸/۱۵ – کوپنهاگن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.