ایا تاسو له ځان سره خبرې کوئ؟

857

هغه کسان چې وخت ناوخت له ځان سره پر لوړ غږ خبرې کوي په ذهني توګه فعال او تازه وي.

د امریکا د یو طبي پوهنتون د تازه څیړنې له مخې هغه خلک چې له ځان سره د خبرو کولو عادت لري، هغوی په ذهني توګه تازه او پر مسایلو متمرکز کسان وي.

ددې پوهنتون څېړونکې ډلې یو شمېر هغو کسانو ته پام کړی چې له ځان سره د خبرو کولو روږدي وي او معلومه کړې يې ده چې دا چاره کومه ناروغي نه؛ بلکې د ذهني چارو د لا ښه والي له پاره مرسته کونکې ده.

څېړنې ښودلې ده چې له ځان سره خبرې کول؛ ذهني او ذاتي چارې لا ښې کوي او انسان په ذهني ډول پر هغه څه چې غواړي يې تمرکز کوي.

په څېړنه کې زیاته شوې ده په لوړ غږ له ځان سره خبرې کول د ذهن یا مغزو هغه برخه په کار راولي چې د فکر کولو او یادښت ساتلو صلاحیت لري.

څېړونکي باور لري چې له خپل ځان سره خبرې کول، ذهن او تصورات پر هغه ټکي یا موضوع باندې چې تاسو يې غواړئ، متمرکز کوي، په تصوراتو کې روڼوالی راځي چې له امله يې تاسو ته ستاسو غوښتونکې کلمې په لاس درځي.

څېړنه کاږي، له ځان سره د خبرو کولو عادت تل مرسته کونکی ثابیتږي. په ځانګړي ډول هغه وخت چې تاسو د کوم شي په اړه خبرې کوئ او د هغې په اړه معلومات نه لرئ.

څېړنه زیاتوي له ځان سره په خبرو کولو سره د ذهن تصویري نظام په حرکت راځي چې له امله یې ذهن تیزیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.