میرمن قمرګل له دې فاني نړۍ سره دتل لپاره خدای پاماني وکړه

لطیف یاد

1,019

د پښتو موسیقۍ بلبلې میرمن قمرګل له
دې فاني نړۍ سره د تل لپاره خدای پاماني وکړه

(زه سپينه کوتره يم اوچته پروازونه کړم)

په ډیرې خواشینۍ سره مې څوشېبې وړاندې دفیسبوک او د ټولنېزو رسنیو نه خبر ترلاسه کړ چې دپښتوژبې نامتو سندرغاړې او دطلايي آوازاو حنجرې لرونکې هنرمندې ميرمن قمر گله د کاناداهېواد دبرانټفورډ Brantford په ښار کې له دې فاني نړۍ نه دتل لپاره سترګې پټې کړې . ارواښاده مېرمن قمرګله د ننگرهار ولايت د شگې په ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترگې غړولي وې او د افغاني موسيقي او په تېره بیا پښتو موسیقۍ او هنر ته له هماغه کوچنیوالي نه يوه ځانگړې اوستره ډالۍ وه.
ارواښادې میرمن قمرګلې په اووه کلنۍ کې په سندرو ويلو پيل وکړ او ډير ژر له خپل کلي ، ولسوالۍ او ولايت نه دافغانستان د هنري آسمان د ستورو په ډله کې ديوه طلايي ستوري په شان وځلېدله . د ميرمن قمرگلې لومړنۍ سندره: (( په ما ميينه سترگې دې سرې دي – نن دې ډير ژړلي دينه )) د راډيو افغانستان د څپو له لارې د خلکو پر زړونو کيناسته چې په دې توگه يې د هنر په دغه اوږده مزل کې د خپل هنري غوره فعالیتونو اوهڅو په بدل کې دملت دبابا ارواښاد اعليحضرت محمد ظاهر شاه ، شهید محمد داود خان او تر هغه وروسته رژیمونو کې د خلکو او ملت په استازیتوب یې د سروزرو مډالونه پر ټټر ټومبل شوي دي .
دافغانستان په جګړه ځپلي هېواد کې ددې هغې سندرې لا دخلکوپه زړونو کې ډیر ځای ونېوه چې ویل یې : (( زه سپينه کوتره يم اوچته پروازونه کړم )) او دې سندرې ميرمن قمرگل د يوې سوله پالې مور په توگه لا ډيره وځلوله . د ارواښادې ميرمن قمر گل وروستۍ لاسته راوړنه د افغانستان د بلبلې لقب دى چې د حامد کرزي له خوا ورته ورکړل شوی و.
ارواښادې ميرمن قمر گلې پخپل هنري ژوند کې بې شمېره سندرې ویلې دي .دې درحمان بابا ، خوشال بابا ، ددپښتو غرل بابا حمزه شینواري ، اجمل خټک ، ارواښاد نصرالله حافظ، ارواښاد عبدالله غمخور ،ارواښادغلام دستکیر ړنګ اودپښتو ژبې دډیرو نورو غزلبولو شاعرانو شعرونه زمزمه کړي دي اوپه دغو هنري فعالیتونو کې ددې خاوند ارواښاد محمد دین زاخیل ددې پوره پوره مرسته کړې وه . ..همدارازارواښادې میرمن قمرګلې دپښتو ژبې دډیرو هنرمندانو سره ګډې سندرې هم ویلي دي جې په هغو کې ارواښاد استاد ګلزمان ، ارواښاده میرمن رخشانه ، آغلې زرڅانګه،آغلې شکیلا ناز او آغلې وجیهه رستګارنومونه یادولی شو. میرمن قمرګلې دخپلو هنري فغالیتونوپه لړکې هند، پاکستان ، روسیې ، دامریکي متحده ایالتونو اودمنځنۍ ایشیا هیوادونو ته هم هنري سفرونه کړي ول .
ارواښاده میرمن قمرګل يو وختي د راډيو افغانستان لخوا د کال غوره سندرغاړه ونوموله شوه او په دې وروستيو کلونو کې د آريانا د ټلويزيون له خوا د خلکو په استازیتوب د ښې سندر غاړې جايزه او ١٩٩٨ يم کال کې يې په کليفورنيا کې د افغانانو د ټولنې له خوا جایزه او لقبونه ترلاسه کړل.
میرمن قمرګله دوه لسیزې دمخه دخپل هېواد پرېښودلو ته اړه شوه اودکاڼا ډا هیواد ته مهاجره شوه .
دارواښادې ميرمن قمر ګلې نه درې لوڼې او درې زامن پاتې دي .
دارواښادې میرمن قمرګلې مړینه دپښتو موسیقۍ لپاره یوه ستره ضایعه ده او ددې نوم به دافغانستان دهنر او موسیقۍ په تاریخ کې تلپاتې او ځلانده وي .
اروایې ښاده !

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.