منظور پښتین په چمن کې پاکستاني پولیسو نیولی دی

181

بی بی سی پښتو

منظور پښتین

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

رپوټونه وايي، په چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نیول شوی دی.

له نیولو کېدو مخکې د نوموړي پر موټر “ډزې” هم شوې وې. د چمن ولسوال تائید کړې چې نوموړی د پولیسو له لوري نیول شوی، خو نور مالومات یې په اړه نه دي ورکړي.

په جنوبي پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر هم ویلي چې ښاغلی پښتین د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

د ښاغلي پښتین له نېولو وړاندې پر اېکس پاڼه لیکي و، نوموړی “له چمن څخه د تربت په لور روان و” چې “په چمن کې پوځ او پولیسو د هغوی پر ګاډي مخامخ ډزې کړې دي.” په تربت کې ځینې بلوڅانو د “یوشمېر ځوانانو د وژنې او ورکېدو” پرضد پرلت وهلی دی.

په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی اسد اقرار وايي، په دغه پېښه کې منظور پښتین ته زیان نه دی رسېدلی. نوموړی ادعا کوي چې په ډزو کې “دوه ښځې” ټپیانې شوې دي. نوموړی وايي چې ډزې د چمن په بازار کې شوې دي.

د ښاغلي پښتین پر پاڼه دا هم ویل شوي چې هغه سیمه پوځ او پولیسو محاصره کړې او د هغه د”ګرفتارۍ کوښښ کوي.”

منظور پښتین پرون (یکشنبه) ویلي و، د (سه شنبه) په ورځ به د ورکو شویو کسانو د پيدا کېدو لپاره د بلوڅانو په یوه پرلت کې برخه اخلي.

نوموړي تېره اوونۍ ډېورنډ کرښې ته څېرمه چمن کې پرلت والو ته په وینا کې وویل، د پښتون قام سياسي مشران باید تر راولپنډۍ پورې لاریون او هلته د خپلو حقونو غوښتنې لپاره پرلت وکړي.

هغه دا خبره هم کړې وه چې نه یوازې د چمن پر دروازه د پاسپورټ شرط نه مني، بلکې په وینا یې پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ په هېڅ یوه لار هم د پاسپورټ او ویزې شرطونه نه مني.

د يادونې ده چې په چمن کې پر ډېورنډ‌ کرښه د تګ راتګ لپاره د پاکستاني چارواکو له لوري د پاسپورټ او ویزې شرط پر ضد د ځايي سیاسي ګوندونو او سوداګرو لخوا پرلت له تېرو شپږو اونیو راهیسې دوام لري او دروازه د سوداګرۍ لپاره هم تړل شوې ده.

ښاغلي پښتین او ملګري یې تېر کلونو کې څو څو ځلې د پاکستاني ځواکونو له خوا نیول شوي دي. نوموړي له تېرو پنځو ورځو راهیسې د چمن په پرلت کې برخه اخیستې وه.

د منظور پښتین نیولو ته غبرګونونه

محسن
د عکس تشریح،محسن داوړ ژر تر ژره د منظور پښتین د خوشې کولو غوښتنه کړې ده

د ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ د منظور پښتین نیول په کلکو ټکو غندلي دي.

ښاغلي داوړ په خپل اېکس پاڼه لیکلي: “د منظور پښتین نیول د شرم او غندنې وړ دی. د حق خبره کول او د عدالت غوښتنه کول جرم نه دی.”

محسن داوړ ژر تر ژره د منظور پښتین د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

همدارنګه په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله او مدافع وکیله منیزه کاکړ هم د منظور پښتین نیول غندلي او دا یې په سوله ییز لاریون کې د ګډون مخنیوی بللی دی.

نوموړې لیکلي: ” زه د منظور پښتین نیول غندم او د هغه ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوم. د هغه نیول د تربت په سوله ییز لاریون کې د برخې اخیستو مخنیوي په لړ کې یوه هڅه ده.”

مېرمن کاکړ زیات وي، امنیتي ځواکونو د منظور پښتین په موټر ډزې کړې خو هغه ورنه ژوندی وتلی.

د بلوچستان د بشري حقونو شورا په منظور پښتین برید او د هغه نیول یې غندلي دي.

” د امنیتي ځواکونو لخوا په منظور پښتین باندې برید، چې موخه یې تربت پرلت ته د هغه د تګ مخ نیوی وو، په کلکه غندو. حکومت په دې ډول نه شي کولی له مسولیته غاړه سپکه کړي. بنسټیز حقونه، ازادي او ټولیز حرکتونه د هر چا حق دی. “

سیاسي کارپوهه افراسیاب خټک د پاکستان حکومت تګلارو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې دا ډول چلند به د ناسمو پالیسو له کبله رامنځ ته شوي ناورینونه پای ته ونه رسوي.

ښاغلي خټک لیکلي: “د پي ټي ایم د مشر منظور پښتین نیول د غندنې وړ دي.

په فعالانه ډول د سوله ییزو سیاسي فعالانو نیول او د سختدریځو “بیاپر پښو درولو” لپاره چمتووالی د حکومت تګلاره ده. دا به د ناسمو پالیسو له کبله رامنځ ته شوي څو اړخیز ناورینونه پای ته ونه رسوي.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.