آیا طالبان د یوې جنګي ډلې څخه د مدرنې حکومتولۍ

دوکتورم، عثمان تره کی

550

۱۲/۱۲/۲۰۲۲

آیا طالبان د یوې جنګي ډلې څخه

د مدرنې حکومتولۍ په ځواک د بدلون وړتیا لري؟

طالبان په افغانستان کې د اوږد مهاله جګړې او په سیمه کې د مذهبي تعاملاتو زیږنده دي.

د طالبانو عقیدوي سرچینه د دیوبند او د حقانيه مدرسو پر تعالیمو باندې ولار دي. د دیني مدرسو د عقیدوي مورچلونو نه پرته، د طالبانو د تحریک راتلونکې سیاسي ودې څرنګوالې په اړه واقعیت ته نږدې پیشبیني کولي نشو. له همدې کبله خبره د دیوبند او حقانیه مدرسو د حال او احوال څخه پیلوو :

 د دیوبند مدرسه په ۱۸۶۷ م کال  په هند کې د انګریزانو پر ضد د حنفي مذهب د تعالیمو په بنسټ باندې جوړه شوه او په تدریج سره يې پاکستان شمال او افغانستان جنوب ته خپل نفوذ وغځاوه.

دیوبند د حنفي مذهب نه رادیکال تعبیر لري او په آساني د متمدنې نړي سره نه جوړیږي.

د طالبانو بله عقیدوي موسسه دارالعلوم حقانیه نومیږي. دارالعلوم حقانیه په ۱۹۴۷ م کې د دیوبند مدرسې د مذهبي باورونو په متابعت په اکوره خټک ( پښتونخوأ ) کې  د مولانا سمیع الحق له خوأ جوړه شوه. حقانیه مدرسې په افغانستان کې د شورویانو او امریکائیانو د اشغال پر ضد د طالب لشکرو سوق او اداره په لاس کې درلوده.

په پاکستان کې د ۲۰زره نیولې تر ۴۰ زره مدرسې د طالب په تولید بوخت دي. طالبان د لږ عقیدوي توپیر سره په مختلفو ډلو لکه جمعیت علمای اسلام، د افغانستان د طالبانو  تحریک، د پاکستان د طالبانو تحریک، لشکر طیبه، لشکر جهنګوي، حزب المجاهدین او لسهاوو نورو ډلو ویشل کیږي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو کمپونه د دیني مدرسو د پاره د جلب او جذب مرکزونه وه. د مدرسو شاګردان د ټولنې د بیوزلو قشرونو نه ترکیب شوې. طالب العلمان په لیلیه کې هستوګنه لري او د دولتي  ښونځیو د شاګردانو په پرتله د ښه امکاناتو  څخه برخمن دې. بناً د جلب او جذب په برخه کې دولتي ښونځيو د مدرسو سره سیالي نشي کولي. پرویز مشرف پدې ونتوانید چې په مدرسو باندې کنترول ولګوي او د هغوي په درسي نصاب کې لاسوهنه وکړي.

د هغو مدرسو شمیر چې په حکومت کې نده ثبت شوې د ثبت شوو مدرسو په پرتله ډیرې دي.

د آي، اس، آی په سلو کې دیرش پوځيان د حربي ښونځیو په ځاي د مدرسو فارغان دي. خو هغو استخباراتي کسان چې د مدرسو فارغان هم ندي، د اسلا م پالو سره خواخوږي لري.

 پاکستاني چارواکو د مدرسو شاګردان  په سیمه کې د خپل ژیوپولتیک موخو لپاره کاروي.

د مدرسو مالي اصلي سرچینه عشر او ذکات ګنل کیږي. د پاکستان حکومت هم  د مدرسو سره مرسته کوي. د پاکستاني تجارانو او د عربي هیوادونو بسپنې د مدرسو د عایداتو  بل  بنسټ جوړوي. سعودي عربستان مدرسو ته مالي مرستې سره جوخت د وهابیت عقیده صادروي.

 په مدرسو کې تعلیمي نصاب  د دیني مضامینو په محور بانې تنظیم او عصري علومو ته  په کې لږ د دیني علومو د مرستندوي په توګه ځاي ورکړ شوې : د قرآن حفظ ، تفسیر، د حدیث اصول، فقه او صرف او نحو، منطق، فلسفه، اسلامي مالیه او ریاضي د مدرسو تعلیمي نصاب جوړوي.

د مدرسو زده کونکې د کلونو په اوږدو کې د ټولنې د نوې ارزښتونو نه لرې په لیلیه کې په منزوي حالت تیروي. ښوونکی زده کونکو ته د ځانګړې تعلیمي ډسپلین تر پوښښ لاندې د محدودو مضامینو په چوکاټ کې اسلامي معتقدات تلقینوي. کلک تعلیمي دسپلین، له مدرسو نه بهر لږ اړیکې د دې لامل کیږي چې فردي اراده، نوښت او آزاد تفکر حاشیې ته ولويږي او طالب العلم د دنیا د پرمختګ نه بې خبره پاتې شي. نړۍ په دوه متخاصم قطبونه یعنې کفر او اسلام او حلال او حرام وویشي او ديته چمتو شي چې د مشرانو د فتوأ په بنسټ اَن نور مسلمانان لکه اهل تشیع  د مرتد په نوم ووژني.

د مقدمې نه وروسته اصل مطلب ته راشو.

آیا طالبان چې د یو جنګي او جهادي ایله جاري لشکر په بڼه څرګند شوې، د حکومتولي په یو مدرن ځواک د بدلیدو وړتیا لري؟

پدې برخه کې منفي او مثبت لاملونه په ګوته کوو.

منفي لاملونه :

۱ – د افغان طالب مشران او کشران په سلو کې اویا د دیني مدارسو او په ځانګړې توګه د حقانیه مدرسې نه فارغان دي. د طالبانو دوه مشران جلال الدین حقاني او اختر محمد منصور په حقانیه مدرسه کې طالب العلم وو. ملا عمر آخونډ د حقانیه مدرسې موسس یعنې مولانا سمیع الحق نژدې ملګرې وو.

د دیني مدرسو نه  فارغ شوې طالبان په اصطلاح د کفري نړي د ارزښتونو سره د عقیدوي دشمني په چاپیریال کې روزل شوې او د متمدنې نړي له ضوابطو سره په آساني نه جوړیږي.

۲ـ افغاني طالبان د جهاد او مقاومت په موده کې  الزاماً د سیمې له ګن شمیر  سخت دریزو ډلو تپلو سره مبارزاتي اوعقیدوي اړیکې لرلې. اوس په واکمني کې هغوي  ته ستوزمن ښکاري چې  مخکني عقیدوي ملګرتیا د سیاسي مصلحت له مخې  تر پوښتنې لاندې راولي.

۳ـ ځینې طالب مشران د اسلامي ارزښتونو نه اعتدالي تعبیر لري. خو د لیکو په منځ کې د سخت دریزو ډلو شمیر زیات دي. طالب اعتدالي مشران د لیکو سره د تقابل او ټکر چې د انشعاب او تفرقی لامل وګرځي ویره لري.

۴-  طالب مشران پدې بریالي شول چې د بهرني اشغال په موده کې سخت دریزې لیکې د جهاد او مقاومت تر جذباتو لاندې راټولې کړي او هغوي ته د راتلونکې خپلواکي او سچه اسلامي حکومت د جوړیدو زیرې ورکړي. اوسمهال که طالب مشران د ښځو د حقونو او د نجونو د تعلیم په برخه کې بهرنيو فشارونو ته تسلیم شي، په لیکو کې کفري نړي غوښتنې ته د تسلیم په معنا تعبیریږي او د نارضایتي ږغ پورته کیږي.

مثبت لاملونه :

۱- افغانستان اټکل نیم پیړۍ د اساسي قانون  پر بنسټ باندې نظام او د دیموکراسي تجربه لري. د راي حق او دیموکراتیک مشروعیت په مکتسبه حق بدل شوې چې طالبان هغه په آساني له پامه نشي غورځولې.

د مکتسبه حقونو خاوندان او ساتندویان ولس دي. په کور د ننه د مکتسبه حقونو د  خوندي ساتلو په مقصد، مدني ټولنو او مکتبیانو، طالبان تر فشارونو لاندې راوستې. نړیواله ټولنه د مکتبیانو تر شأ ولاړه ده.

۲- طالب کلیوال او د مدرسو فارغ، ښارونو ته په راتک سره د ښاري ژوند له واقعیتونو سره آشنا کیږي. د آزاد مطبوعات په فضأ کې په اصطلاح له سکولرانو سره په ګردي میزونو کې بحث او مشاجرې ته ورګډیږي. هغوي د موبایل او ټلویزیون له لارې په ایران کې د ملایانو په ضد د ښځو او نارینوو  پاڅون تعقیبوي او په اسلامي هیوادونو کې انتخاباتو بهیر ته پام اړوي.

۳- د طالبانو د ادارې په وړاندې د بهرنیانو منظم سیاسي، دیپلوماتیک، اقتصادي او امنیتي فشارونه له یوې خوأ او اقتصادي مرستې له بلې خوأ، طالبان دیته اړ کړې چې د نړي سره په تعامل کې افراطیت لورې ته په تګ احتیاط وکړي: د حکومتولي  په پیل کې بورقعه او ګیره د طالبانو سره کرښه وه. خو په دواړو کې د امربالمعروف نرمش د بهرنیانو د فشارونو پایله ده.

پايله:

اوسمهال طالب د یو ځان محوره تحریک په توګه چې  تصور کوي د ځانګړې اسلام د حقیقت د کشف انحصار په لاس کې لري، مطرح دي. د طالبانو ځانګړې اسلام ښځینه قشر د ټولنیز فعالیت څخه منع کوي او د نجونو په تعلیم باندې محدودیت اعمالوي.

د طالبانو تحریک د منظم تبلیغ او تعلیم چې کورني او بهرني فشارونو سره مل وي، دا وړتیا لري چې د پراخ نظر خاوند شي. نور حقیقتونه وپیژني او په نهایت د یو جنګي او جهادي ډلې نه د مدرنې حکومتولي په یو ځواک بدل شي. خو دغه پروسه ډیر وخت ته اړتیا لري.

د مدرنې حکومتولي د جوړیدو بیړني لاره دا ده چې د طالبانو د تحریک په منځ کې هغه افراطي او بنسټ پاله ډله  چې د پاکستان له سخت دریزو ډلو سره اړیکې لري، د حکومت د قوماندې يا لږ تر لږه د کلیدي چوکیو نه لرې شی او د اساسي قانون په چوکات کې د نرم دریزو طالبانو او مکتبیانو نه د حکومتولي نوې ترکیب جوړ شي.

« پاي»

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.