افغانستان او سیاسي سکولر نظام

لیکوال: محمد محق - ژباړنه: هیله تبسم

872
دا څه موده په سیاسي جلسو کې د افغانستان په راتلونکې حکومت خبرې کېږي.
ځینې د نظر خاوندان په دې هېواد کې په سیاسي سکولرزم نظام تاکید او ټینګار کوي، داسې موضوع چې باید ډېر پخوا پرې بحث شوی وای.
د طالبانو او مجاهدینو د حاکمیت څخه په تجربې همدارنګه د سوډان او ایران حکومتونه چې په کافي اندازه مواد یې د همدې تجربې د تحلیل او خبرو اترو لپاره زموږ په اختیار او واک کې راکړي ول.
بنسټ اېښودونکو ډلو لکه: اخوان المسلمین، حزب تحریر، ال.قاعده، د.اعش د ایران او طالبانو حکومتونو سکولرزم د دیني مخالفت، الحاد او په بېلابېلو نورو نومونو معرفي کړی، او خلک یې وېرولي چې ګواکې له همدې لارې یې مقدسات او ارزښتونه د پایمال کېدو له ګواښ سره مخ دي.
په افغانستان کې د افراطي ډلو وژنې ترور او چاودنې د دې لامل کېدلې چې څوک د تبلیغاتو زړه ونکړي، او له همدې لارې و چې دا دروغ په مسلط باور بدلېدل او زموږ په وینا: بنسټ ایښودونکو کولی شوای چې خپل ځانونه د انتحاریو او وژنو په وسیله په ټولنه تحمیل کړي.
سکولرزم د دیني مخالفت په معنا نه ده او په سیاسي مانا د دوو نمونو/مثالونو د تفکیک او د هر یوه د صلاحیتونو د تعیین په معنا ده. یوه نمونه د ملایانو او هغو ډلو چې ځانونه د دین نماینده‌ګان ګڼي، بله نمونه د ”دولت“ ده چې هېڅوک یې د مطلق انحصار حق نه لري.
سکولرزم په ساده معنا دا دی چې هېڅوک نشي کولی دا ادعا وکړي چې” نایب الله یا خلیفه رسول الله“ دی، او د ځان لپاره په عمومي عرصه کې لوړ امتیاز او حق ترلاسه کړي.
عمومي عرصه یانې چې په ټولو پورې اړه او تعلق ولري او دولت یې یوه برخه ده.
دا عرصه د ټولنیز تړون په وسیله د مدیریت وړ ده او د هغې ځانته کول یا ملکیت د یو فرد په لاس، یوې ډلې، یوه مذهب یا یوې طبقې په وسیله د خونړیو منازعاتو سبب ګرځي.
سکولرزم په دې معنا دی چې عمومي عرصه بغیر له کوم تبعیضه د ټولو اوسېدونکو په واک او اختیار کې واوسي او د قانون په وسیله اداره شي، خو په ځانګړې عرصه کې هر څوک د خپلو عقایدو مطابق چلند وکړي.
قانون هم د ټول ګډونه مشارکت په وسیله د مقننه قوې په جوړښت کې بغیر له کوم تبعیض د اجتماع ترمنځ جوړېږي او هېڅوک له خپلو عقایدو څخه په دې ټول ګډونه مشارکت کې نه محرومېږي. په همدې اساس هغه اشخاص چې د هر دین لرونکې دي، کولی شي معبدونه، دیني مراکز، مدرسې، زده‌کړن ځایونه او رسنیز فعالیتونه ولري، همدارنګه ډېری نور ښاریان به هم دا حقوق لري.
د همدې لیدلوري په وسیله د ښاریانو فعالیتونه د عمومي عرصې په وسیله د قانون په چوکاټ کې صورت نیسي، او هېڅوک بغیر له حکومته د ”قهریه“ قوې حق نه لري.
سکولر حکومت یانې هغه حکومت چې په دیني مسایلو کې بې طرفه دی، نه کوم دین تحمیلوي او نه هم کوم دین منعه کوي، او قانون په ټولو ښاریانو، که هغه په هر عقیده وي، په یو ډول تطبیقوي.
له تاریخي پلوه د سکولرزم پیدايښت له دی امله و تر څو هغه موارد لکه: فریبکاري، جبر، قدرت‌طلبي، ستم‌ګري چې د مذهب په نامه ترسره کېدل او د هغو اشخاصو لاسونه لنډ کړي چې له دین څخه یې د قدرت په ترلاسه کولو او ثروت زیاتولو کې ګټه اخیسته. هماغه ډول چې د اروپا په منځنیو پېړیو کې دا تجربه ترلاسه شوه چې د سیاسي حاکمانو واکمني او د کلیسا اتحاد د اروپا په تاریخ کې یوه توره او خونړۍ دوره رامنځته کړه.
په اسلامي نړۍ کې هم وروسته له زر کلونو د اموي خلفاوو، عباسي، عثماني او ځینو نورو ډلو لخوا چې د مذهب په وسیله یې سیاست ته مخه کړه، په مختلفو بڼو تکرار شوه.
سیاسي سکولرزم د دین په ګټه او د دین پلورونکو په زیان دی.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.