د آغلې کلينټن په ځواب کې

444

د آغلې کلينټن په ځواب کې :

ښاغلی زيلينسکی او ولسمشر محمد اشرف غني هېڅکله د پرتلې وړ نه دي

ګاونډيو او نورو غوښتل چې افغانستان بيا يوې تلپاتې کورنۍ جګړې ته بوځي، خو ولسمشر غني دا کار ونه کړ، د خپلې پوهې ، ځيرکتيا او درايت له مخې ځان و هېواد (ولس) دواړه له جنګ پرته وژغورل

پاکستان غوښتل چې ولسمشر غني د پخواني ولسمشر کرزي غوندې نړيوالو دوستانو ته بې اعتباره او هم د خپلو تلپاتو موخو د ترسره کولو لپاره د تېر ولسمشر ډاکټر نجيب الله لوبه تکرار کړي، خو بريالی نه شو

نوټ : ولسمشر غني زر دي، خو ولس يې زرګر نه دی. د زرو په قدر زرګر پوهيږي. کاشکې چې موږ يې په ارزښت پوهېدلای! بيا هم له آغلې کلينټن څخه هيله د يوې ديموکراتې ښځينه سياستوالې په توګه هيله کيږي چې پر خپلو څرګندونو او هم د خپل ګوند پر تګلارې او د خپل حکومت پر تګلارو له سره غور وکړي او له ولسمشر غني سره رغنده لارې چارې ولټوي او يو داسې جورجاړي ته ورسيږي چې بيا امريکا د تل لپاره خپل نړيوال اعتبار ته زيان ونه رسوي او بايللی اعتبار بيرته راسم او هم پاکستان وطالبان + سيمه ييز قوتونه دېته وهڅوي چې يو ټول ګډوني حکومت ته راټول او ګاونډيان بيا په افغانستان کې لاسوهنه ونه کړي. اوسنۍ واکمنه اداره د حکومت جوړونې پوهه ومهارت نه لري او دغه ډول منزوي حکومت د هېچا په ګټه نه دی. افغانان ناځوانه خلک نه دي او د نورو له انګله ورباندې قضاوت ونه شي.

وقال رجل مؤمن من آل فرعون يكتم إيمانه أتقتلون رجلا أن يقول ربي الله وقد جاءكم بالبينات من ربكم ۖ وإن يك كاذبا فعليه كذبه ۖ وإن يك صادقا يصبكم بعض الذي يعدكم ۖ إن الله لا يهدي من هو مسرف كذاب [غافر : ۲۸]

وجاء رجل من أقصى المدينة يسعى قال يا موسى إن الملأ يأتمرون بك ليقتلوك فاخرج إني لك من الناصحين [القصص : ۲۰]

د بدر غزا

عُتبة

اخرجوا الينا شُجعانکم

من أنتم؟

يا محمد!

أخرج الينا نذرائنا / أکفائنا من قومنا.

ارجعوا!

أخي شيبة وولدي وليد،

تعالوا!

انتظر! عبيدة، وأنا (حمزة) وعلي.

يقول رسول الله والذي نفس محمد بيدک لايقاتلوهم اليوم رجل فيقتل صابرًا محتکبا، مقبلاً غير مدبراً، الا ادخله الله الجنة

هل نحن نذرائکم؟

لااله الا الله محمد رسول الله

أول مبارزة في الاسلام من معركة بدر خرج عتبة بن ربيعة بين أخيه شيبة بن ربيعة وابنه الوليد بن عتبة ووقفوا بين الجيشين، ودعا عتبة الى المبارزة، فخرج اليه فتية من الانصار ثلاثة اخوة، وهم: معاذ، ومعوذ، وعوف بنو الحارث. فقال عتبة: من انتم؟ فقالوا: رهط من الانصار. قال: ما لنا بكم من حاجة، ثم نادى: يا محمد اخرج الينا اكفاءنا من قومنا، فأمرهم صلى الله عليه وسلم بالرجوع فرجعوا الى مصافهم ثم قال صلى الله عليه وسلم :«قم يا عبيدة بن الحارث، وقم يا حمزة وقم يا علي» فلما قاموا ودنو منهم قالوا: من أنتم؟ قال عبيدة: عبيدة، وقال حمزة: حمزة، وقال علي: علي. قالوا: أكفاء كرام. فبارز عبيدة – وكان اسنهم – عتبة بن ربيعة، وبارز حمزة شيبة بن ربيعة، وبارز علي الوليد بن عتبة. ف‍أما حمزة فلم يمهل شيبة ان قتله، واما علي فلم يمهل الوليد ان قتله، واختلف عبيدة وعتبة بينهما ضربتين كلاهما جرح صاحبه جراحة بالغة وكر حمزة وعلي باسيافهما على عتبة فأسرعا في قتله، واحتملا عبيدة الى جيش المسلمين، واضجعوه الى جانب موقفه صلى الله عليه وسلم فأفرشه قدمه الشريفة، فوضع عبيدة خده عليها، وقال: ألست شهيداً يا رسول الله؟ فقال صلى الله عليه وسلم: «أشهد أنك شهيد» وتوفي رضي الله عنه قبل وصوله الى المدينة المنورة في الصفراء ودفن بها. #سيوف_الأسلام_ورماحه

https://www.facebook.com/watch/?v=2036375636596487

وايی چې له حضرت علي کرم الله وجهه نه وپوښتل شو چې څوک زړه ور دی؟

د هغه موخه دا وه چې دی به ووايی زه زړه ور يم، نو هغه ورته وويل چې ((نه، زه زړه ور نه يم))، بلکې زړه ور حضرت ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه دی او د هغه تشبيه او پرتله يې له د حضرت موسی عليه السلام او د فرعون د وخت هغه پټ مؤمن سړي ته وکړه چې هغه د فرعون له قوم نه وو، خو په پټه يې په زړه کې ايمان پر موسی عليه السلام لرلو.

کله چې فرعون له خپل مستشار وزير هامان سره مشوره وکړه چې موسی عليه السلام ووژني، نو دی له دغې مشورې خبر شو او سملاسي د موسی عليه السلام پسې راغی او ورته يې وويل چې د فرعون ډله (فرعونيان) غواړي چې ودې وژني، نو ته له دې ځای بل چېرته لاړ شه او له دې ځايه ووځه. داسې نه چې ودې نيسي او ودې وژني او زه ستا خيرخواه (ملاتړی) دې يم، نو هماغه وو چې موسی عليه السلام بيا مصر پرېښووه او د مدين په لور روان شو.

عربي التفسير الميسر دا ليکلي چې ((وقال رجل مؤمن بالله من آل فرعون، يکتم ايمانه منکرًا علی قومه)).

حضرت علي کرم الله وجهه دا وايی کله چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم په مکه کې مشرکينو ابوجهل او نورو راايسار کړ او ټول ترې راټول شول. زه يې هم ښه ووهلم او له پېغمبر صلی الله عليه وسلم ټول راتاو ول چې په دې ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه خبر شوی وو او له ناګهانه له يو لورې راووته او په دې خلکو کې ورننوته. څوک يې په سوکانو او په لغتو ووهل او آخوا ته لېرې وغورځول او څوک له مرۍ (ستوني) او ګرېوانونو ونيول او آخوادېخوا ته يعنې يو لور او بل لور ته وغورځول او په زغرده يې ترې ننګه وکړه. هم يې خپل ايمان او توره و بهادري ښکاره کړه او هم يې پېغمبر عليه السلام له هغوی وژغوره.

ابوبکر (رض) يې د موسی عليه السلام له هغه تن سره پرتله کړ چې هغه ايمان لره اګر چې د موسی عليه السلام قومي وو، خو ايمان يې ښکاره کولی نه شو او په زړه کې يې پټ ساته، خو چې وخت يې راغی ولو که زور يې نه رسېده او خپل ايمان يې نه شو ښکاره کولی، خو خپله ژبه (خوله) يې وکاروله او موسی عليه السلام يې د فرعون له وژلو وژغوره او ابوبکر (رض) هغه ستر شخصيت دی چې په هغه/دغه وړځ يې هم خپل ايمان ښکاره کړ او هم يې ښه په نره له پېغمبر صلی الله عليه وسلم نه ننګه وکړه او ويې ژغوره. زړه ور خو ابوبکر صديق رضی الله عنه نه زه او ما په هغه ورځ د دې جرئت ونه شو کړی چې سمه ساتنه يې وکړم، خو هغه يې ساتنه هم وکړه او هم يې خپل ايمان دوی ته ورښکاره کړ چې ما ايمان راوړی.

نو آغلې کلينټڼ،

هذان خصمان اختصموا في ربهم …. [الحج : ۱۹]

دا هغه ايات دی چې مشخص پر هغه ورځ په دې مشخصه پېښه کې نازل شوی او دا يو تاريخ دی چې قرآن موږ ته تر قيامته خوندي کړی.

ولسمشر محمد اشرف غني تاسې، خپل خدای او هم دې ولس ته رښتينی وو، خو له بده مرغه چې له تاريخي اړخه تاسې تل زموږ په هکله نورو ته غوږ نيولی او د نورو له انګله مو تل راباندې قضاوت کړی او د هغوی مشورو ته مو غوږ نيولی او منلي دي. تاسې هېڅکله د دې رښتوني ملت غوښتنو ته هغسې ځواب نه دی چې هغه د دواړو ملتونو په ګټه او په خير دی. د هماغوی په لمسون او هڅونه راغلي ياست او بيرته د همغوی په خوله وتلي ياست او د همغوی خبره مو عملي کړې ده.

افغانان د نيمې لارې خلک نه دي.

آغلې کلينټن،

دا چې د اوسنۍ واکمنې ادارې واکمنانو، کورنيو سياستوالو او پاکستان + روسيه او نورو په شمول چې ((ولسمشر ځانته واک غواړي او دی د دې ستونزې خنډ دی))، نژدې ټولو به دا خبره زمزمه کوله او ورسره به يې بدرګه کوله. دا خبره د طالبانو نه وه، بلکې دا خبره د هغه چا وه چې ولسمشر ورته د تېر ولسمشر ډاکټر نجيب الله غوندې د خپلو شومو موخو خنډ ښکارېده، نو هماغه زوړ منتر يې بيا دا ځلې ستاسې په مټ او هم د پوتين + نورو د قانع کېدو په مرسته چې له تاسې مخکې يې لا چين و روسيه او داسې نور ان زموږ تر خامو کورنيو سياستوالو پورې په دې قانع کړي وو او څوک يې لا له طالبانو سره په راتلونکي واک کې د ګډون او برخې په تمه کړي وو او غوښتل يې چې ولسمشر غني لا تجريد (منزوي) او د تېر ولسمشر ډاکټر نجيب الله په څېر لوبه ورسره وکړي او واک د تل لپاره په بېغمه توګه طالبانو يا اوسنۍ واکمنې ادارې انتقال کړي، خو ولسمشر غني هوښيارتوب وکړ او ځان و هېواد (ولس) له دغې لوبې وساته او د ګاونډي هېواد هغه شومه لوبه يې نيست ونابود کړه چې بيا پکې دا ناچاره او مظلوم ولس د يوې بلې سترې تراژيدۍ لور ته تللو او د تېر پخپل کورني جنګ کې راښکېلېده، نو دغه شومه لوبه يې په يوازې ځان مهار او په ښه شان سره شنډه کړه. داسې يې شنډه او پخپله نطفه کې سره وچه کړه چې د هېچا پکې سرولاس خوږ نه شو او واک يې د اوسنۍ واکمنې ادارې د واک تږو او لېونيو ته وروسپاره او خپله ترې خالي لاس ووته.

آغلې کلينټن،

د ځينو له خولې خو ان داسې اشارې او څرګندونې هم شوې وې چې ځينو ځينو ته خو ويل شوي وو چې هغه (ولسمشر) سره زموږ څه کار نشته. تاسې پوه شه او کار مو چې څه ورسره کوئ.

که يې وژنئ، که راځودندوئ او که هر څه ورسره کوئ هغه تاسې پوه شه او کار مو، نو ته آغلی داسې سوچ له ځان سره وکړه چې خلکو ته دومره شنه څراغونه هم ځلېدلي وو.

دا چې روسيه يا پوتين دا خبره کوي چې ولسمشر غني له ځان سره په ميليونونو ډالره وړي دي، نو تاسې ته د يوې امريکايي پخې سياستوالی په توګه څنګه زړه ته غورځيږي؟ څنګه خوند درکوي چې تاسې دې د ولسمشر غني په تړاو د خپل نړيوال سيال خبرو ته غوږ کښېږدئ او د هغه خبره زمزمه کړئ؟

تاسې خو د يو معقول انسان په توګه له ځانه دا هم وپوښتئ چې ايا روسيه څومره رښتينې ده؟

ايا دا د روسيه خپله خبره ده او که روسيه ته زموږ کوم ګاونډي خوله کې ورکړې ده؟

همداسې نورې ډېرې پوښتنې درواخله.

آغلې کلينټن،

له تاريخي پلوه ډېر کله هېواد او ولس له نورو نه د وسلو او پيسو په غوښتنه نه، بلکې په پوه و درايت ساتل کيږي. دا زړه ورتيا، مقاومت او هوښيارتوب نه دی چې ځان د نورو په وسلو، بارونو او وسلو وژغورې. که داسې مو ژغورلی شوای، نو تاسې دا شل کاله دلته څه ته تېر کړل؟

تاسې ته تاريخ پروت دی او موږ ته زموږ مؤمن به کتاب مخې ته پروت دی چې د لارښوونې تر څنګ هغه کله کناکله زموږ تېر تاريخونه هم موږ ته بيانوي، لکه :

وجعلوا اعزة اهلها اذلة

بلقيس د حضرت سليمان عليه السلام پر وړاندې د ډېر قوت او لښکرو او هر څه څښتنه وه. ان تر دې چې ويل کيږي چې هغې درې يا درېنيم سوه کسان پارلمان درلود. د حضرت سليمان عليه السلام د خط په ځوابولو کې يې ټول پارلمان د وخت او خپل سناتوران او نظامي مشران وپوښتل چې ليک څنګه ځواب کړي او څه نورې د تدبير لارې چارې ورته ولټوي. نظامي مشرانو او نورو ملکي کسانو يې ټولو مشوره ورکړه چې موږ غښتلي يو. قواوې لرو، قوت لرو، زور لرو، دا او هغه، خو هغې ته تاريخ مخې ته پروت وو چې ((نه)) او دا ورته جوته وه چې له انبياء عليهم الصلاة والسلام نه جنګ نه ګټل کيږي، هماغه وو چې هيئت (استازي) يې له ډاليو او هر څه سره راولېږل ترڅو معلومه کړي چې هغه يې اخلي او يآ نه؟

که يې واخېستې، نو په دې پوه شه چې هغه نبي نه دی، بلکې پيسو ته يې چل دی، نو مانا دا چې بيا هسې دروغژن دی او نبي نه دي او له مينځه يې وړلای شو او که وايې نه اخېستل، نو پوه شه چې هغه نبي دی او له نبي څوک جنګ ګټلی نه شي. هماغسې وشول ان تر دې چې بالاخره خپله راغله چې وګوري، نو قرآن موږ ته دا ټوله کيسه د هغه وخت د يو تاريخ په توګه بيانوي. هغه هم هوښياره وه چې هم يې ځان او هم خپل ولس د تل لپاره له جنګ او هم له آخروي زواله وژغوره او ان تر دې چې رامخته شوه او په زغرده يې له حضرت سليمان عليه السلام سره دا خبره زمزمه کړه چې ((اني ظلمت نفسي واسلمت لله رب العالمين)) دا موږ ته يو ستر تاريخ دی چې قرآن د يو تاريخ په توګه له ځان سره ساتلی دی او تر قيامته به ساتلی وي.

همداسې د نملة کيسه راواخله.

اين تيمية رحمه الله وايی چې :

قال ابن تيمية رحمه:

قال شيخ الإسلام ابن تيمية -رحمه الله – : ((كما يقال ليس العاقل الذي يعلم الخير من الشر إنما العاقل الذي يعلم خير الخيرين وشر الشرين وينشد … إن اللبيب إذا بدا من جسمه … مرضان مختلفان داوى الأ خطرا …)). [الفتاوى 20 / 54]

وقال: ((وكذلك من الورع الاحتياط بفعل ما يشك في وجوبه لكن على هذا الوجه، وتمام الورع أن يعلم الإنسان خير الخيرين وشر الشرين، ويعلم أن الشريعة مبناها على تحصيل المصالح وتكميلها، وتعطيل المفاسد وتقليلها، وإلا فمن لم يوازن ما في الفعل والترك من المصلحة الشرعية والمفسدة الشرعية فقد يدع واجبات ويفعل محرمات ويرى ذلك من الورع؛ كمن يدع الجهاد مع الأمراء الظلمة ويرى ذلك ورعًا…)) [الفتاوى 10/ 512]

وقال: ((والشارع دائمًا يرجح خير الخيرين؛ بتفويت أدناهما، ويدفع شر الشرين؛ بالتزام أدناهما… )). [الفتاوى 23/182]

وقال: ((فلا يجوز دفع الفساد القليل بالفساد الكثير، ولا دفع أخف الضررين بتحصيل أعظم الضررين، فان الشريعة جاءت بتحصيل المصالح وتكميلها وتعطيل المفاسد وتقليلها بحسب الإمكان، ومطلوبها ترجيح خير الخيرين -إذا لم يمكن أن يجتمعا جميعًا- ودفع شر الشرين -إذا لم يندفعا جميعًا… )). [الفتاوى 23/ 343]

وقال: ((فالأقل ظلمًا ينبغي أن يعاون على الأكثر ظلمًا؛ فإن الشريعة مبناها على تحصيل المصالح وتكميلها، وتعطيل المفاسد وتقليلها بحسب الإمكان، ومعرفة خير الخيرين وشر الشرين، حتى يقدم عند التزاحم خير الخيرين ويدفع شر الشرين… )). [منهاج السنة النبوية 6/ 118]

وقال: ((وعلى هذا استقرت الشريعة بترجيح خير الخيرين، ودفع شر الشرين، وترجيح الراجح من الخير والشر المجتمعين.. )). [الاستقامة 1/439] انتهى.

فلا يجوز دفع الفساد القليل بالفساد الكثير، ولا دفع أخف الضررين بتحصيل أعظم الضررين، فان الشريعة جاءت بتحصيل المصالح وتكميلها وتعطيل المفاسد وتقليلها بحسب الإمكان، ومطلوبها ترجيح خير الخيرين -إذا لم يمكن أن يجتمعا جميعًا- ودفع شر الشرين -إذا لم يندفعا جميعًا… [الفتاوى 23/ 343]

ما معنی خير الخيرين وشر الشرين؟

يقول شيخ الإسلام ابن تيمية- رحمه الله- بأنه ليس من العقل أن يعلم الخير من الشر فقط، بل يجب أن يعلم خير الخيرين, وشر الشرين، ويعلم أن الشريعة مبناها على تحصيل المصالح, وتكميلها، وتعطيل المفاسد, وتقليلها، وإلا فمن لم يوازن ما في الفعل والترك من المصلحة الشرعية, والمفسدة الشرعية, فقد يدع واجبات, ويفعل محرمات.

خير الخيرين

قال ابن تيمية :”ليس العاقل الذي يعلم الخير من الشر، وإنما العاقل الذي يعلم خير الخيرين وشر الشرين، ويعلم أن الشريعة مبناها على تحصيل المصالح وتكميلها، وتعطيل المفاسد وتقليلها، وإلا فمن لم يوازن ما في الفعل والترك، فقد يدع واجبات ويفعل محرمات، ويرى ذلك من الورع”.

مجموع الفتاوی : ۵۴/۲۰ – ۵۱۴/۱۰

پوهه او هوښيارتوب دا نه دی چې سړی ښه و بد پېژني، بلکې پوهه و هوښيارتوب دی چې څنګه د دوو ښو او دوو بدو ترمينځ يو پکې انتخاب او بل پرېږدې. مانا دا هغه چې پکې ډېر ښه يا مصالح العليا يا ملي ګټې يا خيرښېګڼې پکې پرتې وي غوره شي.

نو ولسمشر غني هغه څوک دی چې ځان يې بدنامۍ ته ورکړ، خو هېواد يې ان شاء العظيم چې د نور د تل لپاره د ګاونډيو او خودغرضو له تلپاتې لاسوهنې وژغوره او دا مؤقتي ستونزه ومشکلات به هم ان شاء الله العظيم چې بيرته ژر حل شي، خو چې اوسنۍ واکمنه اداره يا اوسني واکمنان په رښتينې توګه د زړه له تله خپل ولس او ولسمشر غني ته مراجعه وکړي او په داسې رغنده لارو چارو مخته ولاړ شي چې هغه رامخته کړي چې له نړيوالو په تېره بيا له امريکا او اروپايي ټولنې د تفاهم لار پيدا کړي او دا کار د ولسمشر غني له توانه پوره دی او هغه د دی پوهه او درايت لري چې له نړيوالې ټولنې سره يوه مشترکه ژبه پيدا او دغه روان په ټپه حالت ته د حل يو رغنده لار ومومي. دا به زموږ د ټولو لپاره يوه تاريخي شېبه وي چې که آغلې کلينټن تر هر څه مخکې د نيوکې پر ځای له خپل حکومت سره له سره په رغنده لارو چارو غور وکړي.

آغلې کلينټن،

ولسمشر غني يو زړه سواند او پاک انسان دی. ناځوانه انسان نه دی.

په درنښت

سيد حسين پاچا

د کلنټن لخوا د زيلينسکي او غني پرتله؛ غني ځان وژغوره او زيلينسکي د مقاومت لپاره وسلې وغوښتې

https://www.pashtovoa.com/a/clinton-says-ghani-left-the-country-with-money-and-zelensky-asked-for-weapons-/6873835.html

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.