د راشد خان لوبډلې د فضل الحق فاروقي لوبډله په ۱۵ منډو وسوځوله

994

بېګ باش ليګ؛ د راشد خان لوبډلې د فضل الحق فاروقي لوبډله په ۱۵ منډو وسوځوله

د اسټراليا د بېګ باش ليګ د روانو سياليو په لړ کې نن شپه يوه تاريخي لوبه وشوه چې د لومړي ځل لپاره په دغه ليګ کې يوه لوبډله په ۱۵ منډو سوځېږي.

دا په شل اووره سیالیو کې تر ټولو کمې او ريکارډ کچې منډې دي چې يوه لوبډله يې کوي.

سيډني ټنډر لوبډله چې افغان توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي هم په کې لوبېږي، نن يې لوبډلې په ۵.۵ اورونو کې يوازې ۱۵ منډې جوړې کړې.

سيډني ټنډر لوبډله کې تر ټولو لوړې منډې برېنډن ډاکېټ جوړې کړې چې څلور منډې وې. فضل الحق فاروقي دې لوبه کې ناسوځېدلی پاتې شو او يوه منډه يې جوړه کړه.

اډلېډ سټرايکر لوبډلې سيډني ټنډر ته د ۱۴۰ منډو هدف ټاکلی و.

د اډلېډ سټرايکر لپاره په توپ اچوونه کې هنري ټورنټون ښه لوبه وکړه او ۲.۵ اورونو کې يې يو مېډن کړ او د «درېوو منډو په بدل کې يې پنځه» لوبغاړي وسوځول.

وېس اګر هم دوو اورونو کې شپږ منډې ورکړې او څلور وېکټې يې ترلاسه کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.