د بلاول او انتونيو ګويترش د پام وړ

سيد حسين پاچا

534

د بلاول او انتونيو ګويترش د پام وړ :

تاسې هم لکه چې د خليلزاد په څېر له ځانه د پنجاب لوډسپيکر جوړ کړ

((جهاد افغانستان دفاع پاکستان))، نو تاسې د ضياءالحق د همدغې زړې تګلارې لارويان ياست که څنګه؟

بايډن ته خو پاکستان له افغانستانه پنځوس ځله زيات ښه وو، خو تاسې ته څنګه؟

نوټ : پاکستان يې پخپله کوي، خو پاکوي يې بيا پر نورو. پنجابی رياست establishment يا هغه پټه واکمنه کړۍ چې تاسې ته په عدالت کې د انصاف حق نه درکوي، نو موږ ته به يې کله راکړي. له کرنيل امام تر ضياء الحقه ټولو به ويل چې ((د افغان جهاد نګراني بايد تل د پاکستان په لاس کې وي))، تاسې خو خپله محکوم ياست، نو يو محکوم د بل محکوم ملت پر وړاندې څنګه د تور پورې کولو جرئت کوي؟ په لروبر لوی افغانستان د ټولو کړنو مسووليت د پاکستان پر غاړه دی او تاسې يې ذمه وار ياست. لاسپوځي نظامونه دلته تل له ناکامۍ سره مخ شوي او پاکستان بايد دلته د هېڅ ډول لاسپوڅي نظام کوښښ ونه کړي. ستا نېکه ذوالفقار علي بوټو ۵۱ کاله مخکې په سرحد کې د مفتي محمود رياست ونه شو زغملی او بېواکه او منحل يې کړ، نو نن څنګه بيا هغه خپله زړه منحل شوې نسخه پر موږ راتپي او عملي کوي يې؟

http://www.aboardthedemocracytrain.com/robin-raphael-convinced-benazir-to-support-the-taliban-us-embassy

https://en.wikipedia.org/wiki/Robin_Raphel

Hamid Mir

https://www.indiatvnews.com/news/world/us-persuaded-pakistan-to-support-taliban-chief-mullah-omar-20011.html

https://www.youtube.com/watch?v=tMn6otJ0VP4

https://www.panorama.it/news/hamid-mir-mullah-omar-bin-laden-chechnya

https://www.rferl.org/a/interview_hamid_mir_last_man_to_interview_osama_bin_laden/16800723.html

https://www.independent.co.uk/news/media/press/the-man-who-interviewed-osama-bin-laden-3-times-1639968.html

https://www.bbc.co.uk/programmes/w3csvtth

***      ***      ***

https://taand.net/?p=218333

https://www.mashaalradio.com/a/31887131.html

ګوتېرېش: افغانستان کې حملې او د طالبانو ضد فعالیتونه زیات شوي دي

ګوتريش: طالبان دې د ټولو هغو ترهګرو فعاليتونه بند کړي چې ګاونډيان تهديدوي

ښاغلی بلاول زرداري،

ستا به ياد وي او يا نه، دا ځکه چې ته هغه وخت لا وړوکی وې چې مور دې د ملګرو ملتونو د ۷۵ مې کليزې نمانځغونډې ته تللې وه چې ستاسې د ګوند پورې اړوند ژورناليست حامد مير هم ورسره په هغه سفر کې ملګری وو. مور ته دې هلته د ملګرونو ملتونو د هغې غوندې په څنډو کې د امريکا د بهرنيو چارو اړوندې چارواکې آغلې روبين رافيل وليدل او هغې ته يې هلته د حامد مير په مخ کې د طالبانو د ملاتړ وويل چې حامد مير هم شاک/حيران شو چې دا دواړه ډيموکراتې يا سيکولر مېرمنې او بيا د سختدريځو مذهبي طالبانو ملاتړ څنګه به سره جوړه شي؟

هغه کيسه خو نوره ټوله حامد مير ته د صحنې د يو شاهد او ليدونکي په توګه پته ده، خو بيا هم که تا ته پته نه وي له هغه يې وپوښته چې سر دې پرې ښه خلاص شي.

پوښتنه :

مور دې يوه روڼ اندې، ديموکراته او سيکولر شخص وه او روبين رافيل بيا هډو مسلمانه نه وه او تر اوسه هم مسلمانه نه ده، نو څنګه کولی شي چې يوه نامسلمانه عيسوۍ د يوې سيکولر او روڼ اندې مېرمنې ته د مذهبي سختدريځو طالبانو د ملاتړ سپارښتنه کوي؟

مور دې بيا حامد مير ته په هماغه وخت او هماغه ځای کې د نيويارک د ملګرو ملتونو د نمانځغونډې په تالار کې د نصيرالله بابر يادونه وکړه چې له دې ځای ولاړ شو، نو زه به تا هغه ته چې ستا مور ورته کاکا ويل ورولېږم او هغه به تا نور پوه کړي چې هماغسې بيا وشول. کله چې حامدمير او مور دې دواړه د امريکا له نيويارک نه راستانه شول، نو بابر ته تللی وو او هغه يې ورته ډېر صفتونه کړي وو چې ((نه، طالبان ډېر ښه خلک دي ….)) مانا دا چې ښه يې ملا کړی وو او ښه يې سر د ده پرې خلاص کړی وو چې څنګه خلک دي؟

هېښنده لا دا چې مور دې د يوې بلې نامسلمانې له لورې تلقين شوې وه او هڅول شوې وه چې د طالبانو ملاتړ وکړي، نو دا رواني القاح خو هلته په هغه غيراسلامي ټولنه کې وشوه او د مور له راتګ سره يې بيا بچي له مخکې نه بابر پيدا کړي ول، نو زه د دې دواړو مېرمنو په دې کړوکي پوه نه شوم چې دا کوړکی يې څنګه او څه وخت تېر شو؟ مجاهدين دې د مور له اړخه د نېکه پيداوار دی او دا طالبان دې بيا د مور پيداوار دی، نو هېښنده لا دا چې څنګه د دې خپلې مور د بچيو پسې بد وايې؟

بابر يې بيا ملا محمد عمر ته د مرکې لپاره ورليږي او هغه هم په دې پار چې د خلکو هغه بد ذهنيت او اندېښنو ته يو څه ځواب ووايی او تشويشونه لېرې شي چې نه طالبان دومره بد خلک نه دي، بلکې ښه خلک دي او هغه يې بيا مشر عرب مېلمه ته چې جنرال حميد ګل له سوډانه دلته راوستی وو او پر طالبانو يې ورتاوان کړی وو. عجيبه دا ده چې ((هېچا له پاکستان او نه له جنرال حميد ګله تر ننه پوښتنه ونه کړه چې تاسې د چا په امر دلته راوست او پر ملا محمد عمر مو ورتاوان کړ؟ د چا په نغوته او لارښوونه دا کار وشو؟)).

ښاغليه،

ته لکه چې خبر نه يې او يا چا لکه خبر کړی نه يې چې،

  • ستا د مور له اړخه نېکه قاتل څوک دی؟
  • ستا د ماما قاتل څوک دی؟
  • ستا د مور قاتل څوک دی؟

دا د تاريخ جبر دی چې ستا مور يې د خپل ورور په قتل تورنه کړه. ستا مور ته يې د خپل پلار د ناانصافه اعدام په تړاو د عدالت حق نه ورکولو او تر ننه لا ستاسې کورنۍ ته د هغه په تړاو په عدالت کې د انصاف حق نه ورکول کيږي او که ستا ياديږي، نو ستا مور به تل د انصاف غوښتنه کوله. بيا چې ستا مور ترور شوه، نو بيا يې تاسې ته تر ننه د هغې د څېړنو په هکله په عدالت کې د انصاف حق چا درنه کړ او که ستا ياديږي چې تا هم په وړمو کلونو کې د هغې د ترور په کليزه د انصاف غوښتنه کړې وه، نو ولې دا د انصاف حق نه درکول کيږي؟ او بيا دې که پر ياد وي چې کله په تېرو کلونو کې ګوندي ټاکنې وګټلې، نو ستا ګوند په لوړه کچه ټاکنې وګټلې او دواړه د ((رياست)) او ((صدارت)) څوکۍ مو خپلې کړې چې پلار دې بيا له ګونده استعفاء او ولسمشر شو. تاسې د ګوند مشر وټاکل شوئ او يوسف رضا ګيلاني لومړی وزير يا صدراعظم شو چې په دې توګه تاسې د ټول پاکستان واکمنان شوئ، خو بيا هم تاسې ته چا د واک کيلي ((کونجي Key ))  درسپارله تر څو چې پلار دې د خپلې مېرمنې يا په بله مانا ستاسې د مور په تړاو ليکلی سند ورکړ چې هغه به د خپلې مېرمنې او نه د خپل خُسر يا په نورو ټکو ((د بوټو د کورنۍ دوسيه)) نه راسپړي، نو بيا له هغې وروسته ورته اجازه وشوه او د ټاکنو له ليارې خپلې ګټلې څوکۍ ته پرېښوول شو، نو تاسې ته چې په عدالت کې څوک د دې حق نه درکوي، نو موږ ته به يې څوک څنګه راکړي؟

کرنيل امام، حميدګل، بابر، اختر عبدالرحمن، ضياءالحق تر مشرف او تر نننيو چارواکيو پورې هېڅوک دا نه غواړي، بلکې ټولو به ويل او ان تر دې چې پخپلو کتابونو کې يې ليکلي دي چې ((د افغان جهاد نګراني)) بايد تل د پاکستان په لاس کې وي. د مور اړخه نيا دې ژوندۍ ده او که مړه ده؟ د بوټو کورنۍ به ويل چې د بنګال او د بوټو په قضيه کې له موږ سره بې انصافي شوې او مور به دې تل دا خبره کوله چې ((موږ انصاف غواړو، خو موږ ته څوک د انصاف حق نه راکوي)). له جونېجو سره وشول؟ له پير بړا نه وپوښته چې پوه دې کړي. ان تر دې ويل کيږي چې هغه وخت کله چې ضياءالحق له دندې ګوښه کړ او د ده الوتکې ته يې د کېناستو اجازه نه ورکوله او بيا بيرته روغ رمټ کراچۍ ته ستون شو، نو پير بړا ورته د کراچۍ په هوايي ډګر کې مخې ته ولاړ وو او شکر يې وويست او ويې ويل چې ((شکر چې له پنجابه روغ راووتې)) او خلک داسې وايې چې د هغه اشاره د لياقت علي خان ته وه چې په پنجاب کې ترور شو. ستاسې ګوند خپل دښمن پېژني افغانان ستاسې دښمنان نه دي، بلکې موږ هم ستاسې په شان محکوم يو. له موږ، بلوڅانو او تاسې خاوره راغوڅه او نننی پاکستان ترې جوړ شو چې ته يې استازولي کوې او لا پر خپلو ټولو لاسوهنو چې ستا د نېکه له وخته شروع شوي او زموږ مساله يې د لومړي ځل لپاره پوځ ته وسپارله او پوځ پکې دخيل شو چې لا تر ننه دخيل دی او تاسې د هغوی لوډسپيکر ياست او د هغوی ترجماني کوئ.

ښاغليه،

تاسې خو پخپله محکوم ياست او خپله خپلواکي درڅخه اخېستل شوې او څوک يې نه درکوي، نو تاسې بيا د کوم جرئت له مخې په ملګرو ملتونو کې زموږ پر ضد څرګندونې کوئ؟

دا اوسنۍ حاکمه اداره او له دې مخکې د جهاديانو دوره دا خو ټول ستا د نېکه او ستا د مور زېږنده ده، نو عجيبه نه ده چې بيرته ورپسې په نړيواله کچه غپېږئ، آخر ولې؟

داسې يوه ظالمه نظامي حاکمه اداره او رياست Establishment چې تاسې ته نه د خپلې يوې سيندهۍ ټولنې او نه د يوې سياسي کورنۍ له مخې د انصاف حق نه درکوي، نو تاسې د کوم دک ودليل او انصاف له مخې زموږ بد وايې. دا ټولې اسلامي ډلې ټپلې چې په ټول اړوند ګاونډ کې مو جوړې کړي دي دوی خو له تاسې سرچينه اخلي هغه که په بنګال کې دي، هندوستان کې دي او که په کشمير يا افغانستان کې دي دا ټولې افراطي ډلې ټپلې زېږنده تاسې ياست، نو تاسې په کومو سترګو په نړيوال سټېج کې ودرېږئ او لا خپل کړي غول مو په نورو پاکوئ؟

د اوسنۍ حاکمې ادارې خو تاسې ذمه واري اخېستې وه او د قطر د دوحې تړون خو ستاسې، قطر او د امريکا ترمينځ وو او پر طالبانو مو خپلې ټولې غوښتنې ومنلې او واک مو ورته وسپاره، نو نن چې دوی هر څه کوي لارښوونه يې ستاسې ده او تاسې يې ‌مه وار ياست.

دا چې نن هغوی د نجونو د زده کړو مخه نيولې د دې لارښوونه هم ټوله ستاسې له استخباراتو او نظاميانو ورته کيږي او تش په نوم بېواکه ملايان ورته راوليږي او خپل ځان د دنيا له شرمه خلاص کړي. دې ملايانو چې دا شل کاله د جهاد فتواوې ورکولی شوې، نو نن ولې چوپ دي او ولې د نجونو د زده کړو په اړه څه نه شي ويلی؟

بيا هم که نګه ملايي نظام مو خوښ وي، نو ولې يې خپل ځانته نه غواړئ ؟ ايا ښه به دا نه وي چې مولانا فضل الرحمان چې ستاسې د خپل ګوند سړی دی ولې سياسي واک نه ورسپارئ او يا د مولانا سميع الحق هغه رنځورغاړی زوی حامدالحق ته سياسي واک نه ورسپارئ. پلار يې ستا د پلار د واکمنۍ په وخت کې د ((دفاع پاکستان کونسل)) مشر وو، که وفاقي واک نه ورسپارئ، نو ايالتي واک خو وروسپارئ.  ځانته ټاکنيز نظام غواړئ او موږ ته مو اسلامي امارتي نظام غواړئ هغه هم داسې نظام چې نګه ملايان او د مکتب ((ښونځي)) مخ په سترګو هم نه دی کتلی او ښوونځي د کفر مرکزونه بولي، نو خپل ځانته بيا ولې داسې نظام نه غواړئ چې امارت حاکم دی او مشرتابه يې د پنجابي جنرالانو په ولکه کې دی او څوک يې کتلی نه شي. ايا تاسې به داسې يو نظام پخپل ملک کې ځانته وغواړئ؟ ايا مولانا فضل الرحمان او حامد الحق به دا ډول شرايطو ته غاړه کښيږدي؟

آخر دا سړی د چا په واک واختيار کې دی؟ که زموږ په واک واختيار کې وای او د يو مشروع ټاکنيز نظام او پروسې له ليارې مخې ته راغلی وای، خو نن به هر چا ليدلی شو، خو دا چې تاسې راوړی او هلته مو کښېنولی دی، نو ځکه يې ولس ته ښکاره کولی هم نه شئ دا ځکه چې د يوې نامشروع ليارې واک رسول شوی او له دې ډول ستونزو سره لاس وګرېوان ياست چې افغانستان مو په نړيواله کې انزوا کې راوستی او دا ټوله پړه ستاسې د پاکستان پر غاړه ده. ذمه وار يې پاکستان دی.

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.