د ولسمشر محمد اشرف غني پیغام

624
د ولسمشر پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
له بده مرغه په هېواد کې د ښځو د تعلیم او کار اوسنۍ ستونزه ډېره جدي، خواشینوونکې او په یوویشتمه پيړۍ کې د جنسیتي اپارتاید تر ټولو ښکاره او کرکجنه بېلګه ده.
اصلي ستونزه د حاکمې ډلې عدم مشروعیت دی، دا ځکه چې دوی په غیر ولسواک ډول حاکمان دي او افغانستان یې اشغال او ټول ولس یې یرغمل کړی دی.
د اوسنۍ حاکمې ډلې د دغه شان ناوړه پرېکړو او د روان بحران د ژورېدو مسؤلیت یوازې طالبانو ته نه، بلکې ټولو هغو افرادو، عناصرو او بنسټونو ته ور ګرځي چې د دوی د سپینولو لپاره یې په سازماني شکل تبلیغات کول او ادعا یې کوله چې دا خلک بدل شوي او د نویو شرایطو په اړه یې درک زیات شوی دی.
اوس یې وخت دی چې طالبان او د دوی مبلغان باید د دوحې تړون هغه پټ ضمایم او الحاقيه برخې ملت سره شریکې کړي.
پوښتنه دا ده، چې امریکا سره د دغه پټو تعهداتو په اړه ولې ولس ته وضاحت نشي ورکولای او د دې جزییات یې ولي له ولس څخه پټ ساتلي؟
حاکمه ډله په کوم صلاحیت غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب بدل کړي؟ ایا دوی غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب د حقانيه مدرسې په نصاب بدل کړي؟ ایا د دوی تعلیمي نظام د امام ابو حنیفه تر نصاب غوره دی؟
ما په کراتو، کراتو ویلي او بیا یې وایم، که یوه نجلۍ باسواده شي، پنځه راتلونکي نسلونه بدلوي او که یوه نجلۍ بېسواده پاتي شي، راتلونکي کې د پنځو نسلونو د بربادۍ سبب ګرځي.
زه د هغو بهرنیو او کورنیو کړیو دا ادعا هم په کلکه ردوم چې دغسې خاینانه فیصلو ته کلتوري پوښښ ورکوي. د میرویس نیکه او احمد شاه بابا مېندې باسواده او پتمنې رهبرانې وې.
زه د هغو نجونو او هلکانو چې نن یې په ننګرهار، کندهار او نورو ولایتونو کې د زده‌کړو د حق لپاره د اختناق په دې سختو شرایطو کې اعتراضونه کړي، ستاینه او قدردانی کوم. دوی په هېواد کې د تعلیم حق غوښتنې، اصلي مخکښان او اتلان دي.
اوسنی ځوان نسل (ښځې او نارینه) کولای شي روان استبداد د راتلونکو سلو کلونو لپاره د خپلو صفوفو په پياوړتیا، اتحاد او اتفاق له منځه یوسي.
په اوسنیو حالاتو کې یوازینی څه چې ټول افغانان پرې په متفق ډول اجماع لري، هغه د ښځو د تعلیم او کار د حق موضوع ده، زه په دې باور یم چې د دې ملي ولسي اجماع په مقابل کې طالبان نشي درېدلای.
تل دې وي افغانستان
زنده باد افغانستان
یشسن افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.