په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځي عملیاتو غندنه

24

په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځي عملیاتو د غندنې په هکله د ملي محور ګوند اعلامیه

نېټه: د ۱۴۰۳ کال د غويي ۱۸ مه | 2024/07/08

د ملي محور ګوند د پاکستان د پوځ لخوا د بیا بیا پوځي عملیاتو د دوام د لړۍ په کلکه غندنه کوي او دا د پښتنو د عام وژنې لپاره یوه دسیسه بولي. د پاکستان پوځ او لوړپوړي چارواکي پر دې سلا شوي چې یو ځل بیا د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په خیبر پښتونخوا کې د «عزم استحکام» په نوم پوځي عملیات ترسره کړي. د پنجابي پوځ په تېرو بریدونو کې په زرګونو پښتانه وژل شوي او له خپلو کورونو مهاجرت ته اړ شوي، چې یو شمېر یې لا تر اوسه په افغانستان کې مېشت دي او خپلو کلیو ته په ډاډه زړه نشي ستنیدلی.

د پاکستان پوځ د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه او د ډالري مرستو د ترلاسه کولو لپاره د پښتنو پر سیمو بریدونه کوي، په داسې حال کې چې د پنجاب په سویلي برخو کې د ترهګرو ډېرې ځالې شتون لري. د پوځي عملیاتو تر څنګ، د پاکستان استخباراتي کړیو هم د پښتنو د قومي مشرانو او همداراز د ځوان نسل سیاسي فعالان په پراخه ډول په نښه کړي دي. د دې لړۍ یوه ښه بېلګه پرون ورځ د پاکستان د پلازمېنې په یوه خوندي سیمه کې د پي ټي ایم غړي ګیله‌من وزیر باندې ترهګریز برید دی، چې تر دې دمه د مرګ او ژوند په پوله پروت دی.

د ملي محور ګوند د اتل ګیله‌من وزیر لپاره د روغتیا دعا کوي او له نړیوالو غوښتنه کوي چې د داسې یو هېواد له ملاتړه لاس واخلي چې د ترهګرو ډلو په رامنځته کولو کې لوی لاس لري او ټوله سیمه یې بې ثباته کړې ده. موږ د پاکستان حکومت ته په ډاګه وایو، چې په قبایلي سیمو کې د عملیاتو پر ځای دې پر خپلو ناکامو شیطاني پالیسیو بیا کتنه وکړي او له افغانانو سره له دښمنۍ دې لاس واخلي او ازمویل شوې ناکامې تجربې دې بیا نه تکراروي. د ملي محور ګوند د خپلو خلکو ترڅنګ ولاړ دی او د دوی د حقونو د خوندي کولو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

درنښت،

د ملي محور ګوند لارښوده شورا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.