طالبی ټپیزی

نذیر انګار

1,199
مرور مه ګرځه پخلا شه
خفه لالیه راځه راشه
وخت او نړی سره اشنا شه
طالبه بس دی نور ملا شه
په کتاب پروت مه یادوه شینکی خالونه
خپل اختیار خپله خاوره ښه ده
غرور عزت شان او شمله ده
په کابل بیا واوره پرته ده
طالبه څومره ښایسته ده
ته او خدای داسی خوند به بل وطن کی وینه
ښځه میرمنه ښځه خور ده
ښځه ښوونکی ښځه مور ده
ودان په ښځی باندی کور ده
طالبه تانه می زړه تور ده
تاته دښځی قدر څنګه نه درځینه
تعلیم زینت تعلیم رڼا ده
تعلیم عزت تعلیم حیا ده
دوخت همدغه تقاضا ده
طالبه دی کی د بقا ده
چی د مکتب دروازی پرانیزی مینه
بیا له میدانه نه شی شاته
موقع په لاس درغلی تاته
داځل ولس ودروه شاته
طالبه وښایه دنیاته
چی سړی خپله خاوره څنګه رغوینه
چی نازل شوی له هرلور یی
دبل په مټ که په خپل زور یی
اوس مو د دواړو سترګو تور یی
طالبه خیر دی که مخ تور یی
مونږته د زرو کټوری ښکاری مینه
۲۱/۱۲/۲۰۲۲
لندن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.