غزل

نذیر انګار

504
هرځل په کلي کې جګړه به وه چې زه به راغلم
په ولو باره جنازه به وه چې زه به راغلم
فساد ، چاودنې ، زورواکي او د وژنو لړۍ
دهرې ورځې سلسله به وه چی زه به راغلم
ګلاب ګلاب نختر نختر چنار چنار ځواني به
په ملا کی ماته وه چپه به وه چې زه به راغلم
د یو نیم یار او دوست دیدن ته چې به چیرته لاړم
په لمړي سرکی فاتحه به وه چې زه به راغلم
په یاد دې دي هغه ښایسته او تکه سپینه واوره
چې په سرو وینو باندی سره به وه چې زه به راغلم
په نشې روږدو نه به ډکه دلته هره لحځه
دښار هر واټ هره کوڅه به وه چې زه راغلم
دکلي هرځای ته دتلو به مې انګاره زړه کې
له حده ډیره تلوسه به وه چې زه به راغلم
۱۹/۰۸/۲۰۲۳
لندن

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.