غزل

نقیب احمد قریشي

257

زما څیري ګرېوانه! جادوګر یې جادوګر

مه ژاړه آسمانه! جادوګر یې جادوګر

بیا دي په کابل کي لېونی زوی په ژړا دی

زما افغانستانه! جادوګر یې جادوګر

نور مي هم ښه ستغ کړه، چي بیا مات سمه بیا جوړ سم

ژونده پهلوانه! جادوګر یې جادوګر

خدای دي بیا له عرشه سم د فرش په ننداره کړئ

فکره پرېشانه! جادوګر یې جادوګر

دا یې سره شراب پر سرو سکروټو ایشولي

ته! آتشستانه! جادوګر یې جادوګر

بیا دي دوه مئین دراوۍ ته ودرول خانه

و اوره بارانه! جادوګر یې جادوګر

ښه دی چي د درد پر بستر پروت نه یې، ولاړ یې

ته ټیټ نه سوې ځانه! جادوګر یې جادوګر

ولاړې له شکري نه د زړه په رنځ اخته سوې

زما نقیب ارمانه! جادوګر یې جادوګر

۱۱ نوامبر ۲۰۲۲/کندهار

نقیب احمد قریشي

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.