تور مرچ د مصالحو پادشاه

761

تور مرچ د معدې د ناروغیو لپاره د طبیعي درملو په ډول ګټه لري او بله غوره ګټه یې دا ده چې دا د وزن په کمولو کې هم مرسته کوي. تور مرچ د هاضمې سیستم لپاره خورا ګټور وي او له بدن څخه د زهري موادو په لرې کولو سره د سرطان مخه نیسي او خبره دا ده چې په پخلي کې یې استعمال خوړو ته خوند هم ورکوي.

که تاسو له فټنس سره مینه لرئ او غواړئ چې وزن مو په چټکۍ سره کم شي، نو اړینه ده چې په خپل غذایي رژیم کې تور مرچ اضافه کړئ. همدغه راز لېمو هم مه هېروئ ځکه دا د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

د تور مرچ په اړه حقایق:

ایا کله مو فکر کړی چې تور مرچ ته ولې د مصالحو پاچا ویل کیږي؟ دا ځکه چې دا مساله د بدن لپاره ډیرې ګټې لري، چې دلته به یې حیرانوونکې ګټې ولولو:

د وزن کمولو کې مرسته کوي:

تور مرچ بدن له زهري موادو څخه پاکوي او په دې ډول د سرطان مخه نیسي، کولمې او معده هم پاکوي او بله غوره خبره دا چې تور مرچ پوټاشیم لري چې د زړه ضربان او د وینې لوړ فشار کنټرول کې مرسته کوي.

همدغه راز له وينې سره د سرو حجرو په توليد کې مرسته کوي. دا په بي ويټامينونو هم بډايه دي او کلسيم هم توليدوي، چې د قبضيت مخه نيسي او د پوستکي د داغونو ختموي؛ نو په ورځني خوراک کې د تور مرچ اضافه کول بدن روغ ساتي او د وزن کمول لپاره هم حیرانوونکې ګټې لري، ځکه چې د فایټو نیوټرینټس په نوم مرکب لري او هغه وازدګه اوبه کوی او میتابولیزم هم ښه کوي او بهتره خو دا ده چې په چایو کې هم استعمالېږي.

د تور مرچ روغتیایی ګټې:

دا مساله ډیرې ګټې لري نو زموږ نیکونو ورته د مصالحو پاچا وایه، چې دلته به د تور مرچ روغتیایی ګټې او دا چې څنګه د انټي سیپټیک په توګه کار کوي او د ډیرو ناروغیو مخه نیسي، ولولو.

د هر ډول سرطان مخنیوی کوي:

د تور مرچ په اړه ویل کیږي چې تور مرچ استعمال د سرطان مخه نیسي. کورکمن او تور مرچ له شیدو سره یوځای وڅښئ او ستونزې مو حل کړئ او د موسمي ناروغیو لپاره هم ګټور دی. تور مرچ د انټي اکسیډنټ، ویټامین ای او کیروټینایډونه لرونکي وي، چې د سرطان او نورو وژونکو ناروغیو په درملنه کې مرسته کوي.

د هضم لپاره ګټور دی:

تور مرچ په ښه هضم کې مرسته کوي او کله چې خام وخوړل شي نو معده هایدروکلوریک اسید خوشې کوي او د پروټینونو په ماتولو کې مرسته کوي نو له دې امله په خوړو کې یوه کاچوغه تور مرچ مه هېروئ.

همدغه راز تور مرچ د کولمو د سرطان، قبض، اسهال او نورو ډول ډول بکتریایي ناروغیو څخه هم مخنیوی کوي، که هره ورځ وخوړل شي نو ګټور به وي، خو له زیات استعمال یې ډډه وکړئ.

د پوستکي ستونزو درملنه کوي:

تور مرچ د پوستکي د (ویټیلیګو) مخه نیسي، دا یو داسې حالت چې پوستکي سپین ښکاروي، چې د سپین داغونو په نوم هم یادېږي. تور مرچ د پوستکي طبیعي رنګ ساتي او که په کوچني عمر کې استعمال شي، نو د پوستکي داغونه، ځوانکې او نورې ستونزې به ونه وینئ او ښه خبره دا ده چې دا په خامه بڼه او پاخه دواړه استعمالولی شئ؛ نو په ورځني ډول یې وکاروئ، ځکه دا د پوستکي زهرجن مواد خارجوي او تاسو سره په ښکلا کې مرسته کوي.

د ویښتو لپاره:

تور مرچ د ویښتانو د سپوروالي یا خشکۍ د درملنې لپاره ښه ګڼل کیږي، د دې لپاره له مستو کې تور مرچ واچوئ او په سر یې ووهئ او لږ تر لږه د ۳۰ دقیقو لپاره یې پرېږدئ او له هغې وروسته یې په ساده اوبو ووینځئ.

د تنفسي ناروغیو په درملنه کې مرسته کوي:

زکام او ټوخی د تنفسي ناروغیو عامه ستونزې دي، چې د تور مرچ په کارولو سره یې درملنه کیدلی شي، یوازې په شین چای کې لږ غوندې تور مرچ واچوئ. همدغه ډول په شېدو کې په ګوتو لږ مرچ او کورکمن واچوئ، ګرم یې کړئ، بیا یې استعمال کړئ، نو مضرې اغېزې به ختمې شي.

همدغه ډول د ژمي په موسم کې په ټولو خواړو کې په لږه اندازه د تور مرچ اضافه کول هم تاسو سره مرسته کوي چې روغ پاتې شئ او له مختلفو ناروغیو خوندي واوسئ. یو څه اندازه شات له تور مرچ سره ګډ کړئ او استعمال یې کړئ، دا هم د سینې د بندیدو په مخنیوي کې مرسته کولی شي.

د مفصلونو یا بندونو درد کموي

که تاسو د مفصلونو په ناروغۍ اخته یاست، نو اندیښنه مه کوئ، ځکه چې تور مرچ هغه طبیعي درمل لري چې د دې ستونزې په حل کې مرسته کوي. هغه کسان چې د ملا درد لري، د هډوکو درد لري، حتی زکام لري، هغوی هم تور مرچ کارولی شي او ګټه ترې پورته کولی شي.

له بدن څخه د زهرجن موادو په ایستلو کې مرسته کوي.

تور مرچ د خولې او ادرارو له لارې د زهرجنو موادو په ایستلو کې خورا ګټور وي. په دوامداره توګه خوله کېدل او ادرار کول د ښې روغتیا نښه ده.

****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.